پوهنه ټولنیز ژوند خوندیتوب ځوانان او زده کړې ژوند بڼه کرونا

کرونا وایروس او د زده‌کونکو ستونزې

لیکنه: ياران
لیکنه: عایشه حیدري

د تېر ۲۰۱۹ زېږدیز په ډېسمبر کې د کرونا وایروس یا کووېډ ۱۹ لومړنۍ پېښې د چین په وهان ښار کې ولیدل شوې، او تر هغه وروسته دغه وبا په چټکۍ د افغانستان په ګډون د نړۍ کابو ټولو هېوادونو ته خپره شوه چې تر دې مهاله په دغه وایروس تر لس میلیونو ډېر انسانان اخته شوي او تر ۵ لکه تنو زیات انسانان یې وژلي او د نړۍ اقتصادي، روغتیايي او ښوونیز سیسټمونه یې زیانمن کړي دي.

د کووېډ۱۹ د خپرېدلو له لومړیو تر اوسه نړۍ په خپل تاریخ کې د تر ټولو ستر او پراخ کرنیتین تجربه کوي چې له امله یې کابو د نړۍ په ټولو هېوادونو کې ګرځبندیز ولګېد او د ژوندانه ورځنۍ چارې په ټپه و درېدلې.

ښوونځي، پوهنتونونه او نور ښوونیز او تعلیمي بنسټونه هم د کرونا وایروس د خپرېدلو د مخنيوي لپاره رخصت شول، چې دغو رخصتیو په افغانستان کې زده‌کوونکي له بېلابېلو ستونزو او ننګونو سره مخ کړل.

په دې لیکنه کې غواړو د ښوونځي د زده‌کوونکو په هغو ستونزو و غږېږو چې د کرونا وایروس او کرنتین له امله ورته پیدا شوي دي.

رواني ستونزې

کرونا وایروس یا کووېډ۱۹ په ژمې کې په نړۍ کې خپور شو، او د ژمي په وروستیو کې یې څپه تر افغانستان پورې را ورسېده، که څه هم چې په ژمي کې د افغانستان په ډېرو سیمو کې ښوونځي رخصت وي، خو د ۱۳۹۹ لمریز کال په پیلېدلو سره د ښوونځيو پيل وځنډېده او تصمیم ونیول شو چې ښوونځي به د وري د میاشتې په ۱۵ پیلېږي، خو وروسته کرنیتن اوږد شو او ښوونځي هم لا تر اوسه رخصت دي چې له امله یې ماشومان او زده‌کوونکي له ګڼو اروايي ستونزو  سره مخ کړي دي.

له درسي چاپېریال، ټولګیوالو، ملګرو او ټولنې څخه لریوالی، د دې لامل شوی چې زده‌کوونکو ته ځینې رواني ستونزې پیدا شي. د دې ترڅنګ د کرونا وایروس څخه وېره یو بل لامل دی چې افغان زده‌کوونکي یې له‌ رواني ستونزو سره مخ کړي دي.

له بل پلوه د کورنۍ چاپېریال په افغانستان کې د زده‌کړو لپاره مناسب چاپېریال نه دی، او ماشومان په کور کې له زده‌کړو سره هېڅ روږدي نه دي، او اوس تر اوږدې رخصتۍ وروسته له زده‌کړو بېخي زړه‌توري شوي هم دي او ذهن یې زده‌کړو ته برابر نه دی، چې دا به د ماشومانو په راتلونکې ډېر ناوړه اغېز و کړي.

درسي او روزنیزې خپرونې

د کرونا وبا په خپرېدلو په ټوله نړۍ کې د حضوري تدریسي سیسټم پر ځای له لرې واټن او انټرنېټ له لارې زده کړې او تدریس دود شو، او له زده‌کوونکو څخه و غوښتل شول چې د ځانګړو انټرنيټي پتو او رسنیو له لارې خپل درسونه وڅاري.

په افغانستان کې هم د کرونا له امله د کرنتین په لومړیو کې ښوونځي تر ډېره رخصت وو، خو وروسته له زده‌کوونکو وغوښتل شول چې د ځينو ټیلویزیونونو او راډیوګانو له لارې خپل درسونه هره ورځ تعقیب کړي، د پوهنې وزارت د ملي ټیلویزیون او د ښوونې او روزنې (معارف) ټیلویزیون له لارې او همدارنګه ځينو نورو خصوصي ټیلویزیونونو هم د ځينو ساینسي مضمونونو لکه ریاضي کیمیا، بیولوژي، مثلثات، هندسه او فزیک او نورو تدریس پیل کړ.

که څه هم په لومړیو کې د دغو تدریسي خپرونو له لارې زده‌کړې ته ډېرې هیلې وې، خو وروسته جوته شوه چې دغه خپرونې په هېڅ ډول د زده‌کوونکو ستونزې نه شي هوارولی، په ټولیز ډول هغه ستونزې چې د رسنیو له لارې زده کړو را منځته کړې دي، په لاندې ډول دي:

لومړی – ملي او ښوونې او روزنې تلویزیونونه خپلې عادي خپرونې هم لري او نه شي کولای د ښوونځي د ټولو مضامينو او ټولو ټولګیو لپاره جلا خپرونې جوړ کړي، وخت یې هم ډېر کم دی او دومره امکانات هم نه شته چې زده‌کوونکو ته لکچرونه په سم ډول و رسولی شي.

دویم – د ورځې او شپې په ځانګړو وختونو کې د ښوونځي د مضامینو تدريس د دې لامل شوی چې زده‌کوونکي ونه شي کولای، په دغو وختونو کې ځان درس ته اماده کړي. د دې ترڅنګ د ښارونو په ګډون د افغانستان په کلو او بانډو کې برېښنا نه شته او زده‌کوونکي نه شي کولای هر وخت دغه خپرونې وګوري، او و یې څاري.

درېیم – پر ټلویزیونونو د مضامینو د تدریس خپرونې معمولاً په دري ژبه دي، خو ډېری پښتانه او د نورو ژبو ویونکي په دري ژبه نه پوهېږي. همدارنګه ډېری زده‌کوونکي بیا په پښتو ژبه نه پوهېږي، نو د معارف او ملي ټلویزیونونو په درسي خپرونو کې یوازې په یوې ژبه تدریس، زده‌کوونکو ته په لوی سر خوږي بدل شوی دی.

څلورم – د افغانستان په ډېرو سیمو کې تلویزیون نه شته، او د افغانستان د ټیلویزیونونو خپرونې د افغانستان ګوټ ګوټ ته نه رسېږي او همدارنګه وسله‌وال مخالفین په ډېرو سیمو کې ټلویزیون ته اجازه نه ورکوي.

پنځم – وروستی مهم ټکی دا دی چې ټیلویزیون د تفریح وسیله ده، او زده کوونکي ورسره داسې عادت شوي چې د تفریح خپرونې به پکې ګوري او پخوا یې د زده‌کړې پروګروامونه په ټلویزیون نه وو  کتلي، نو ځکه اوس نه شي کولای ټیلویزیون ته کېني او خپل درسونه تعقیب کړي.

درسي موادو ته نه لاسرسی

د کرونا وبا په خپرېدلو سره، د کتاب او نورو اړینو درسي توکو بازارونه هم وتړل شول، زده‌کوونکو چې لا یې نوي ښوونیز کال ته تیاری نه و نیولی، له تیاري پرته په کور کې بند پاتې شول او له قلم او کتابچې نیولې بیا تر نورو اړینو درسي موادو پورې، هېڅ یې هم نه درلودل، نو زده‌کوونکو هم ونه شو کولای چې په کور کې زده‌کړه وکړي.

اقتصادي ستونزې

تر نیمايي ډېر افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، او نه شي کولای ځان ته درې وخته خواړه برابر کړي، اوس په داسې حال کې چې کورونا وېروس ټوله نړۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ کړې ده، نو د کورنیو پام هم د ژوند نورو چارو ته اوښتی دی او د خپلو ماشومانو ښوونځی ورته لومړیتوب نه دی.

همدارنګه د افغانستان په کلو او بانډو کې زده‌کوونکي په عادي حالتونو کې له خپلو کورنیو سره د کرنې او مالدارۍ په کارونو بوخت وي چې د کووېډ۱۹ وبا د کرنتین له امله رخصتۍ هم په دغه حالت کې کوم بدلون را نه ووست او زده کوونکو د کورنیو ناوړه اقتصادي وضعیت ته په کتو په کرنې او مالدارۍ برخه کې له کورنیو سره یو ځای خپل کار ته دوام ور کړ، او د زده‌کړو لپاره ور ته هېڅ وخت پاتې نه شو.

بېسواده میندې پلرونه

د افغانستان ډېری وګړي سواد نه لري او لیک لوست نه شي کولای، همدا لامل دی چې زده‌کوونکي په کور کې له میندې پلرونو زده‌کړه نه شي کولای.

له زده‌کوونکو سره د هغو په درسونو کې مرسته نشي کولای، خصوصاً هغه میندې او پلرونه چې سواد نه لري خپلو ماشومانو سره د ښوونځي په درسونو کې مرسته نه شي کولای او زده‌کوونکي د تعلیمي میتود هغه برخه کسان دي چې پرته له همکارۍ او د چا له مرستې څخه نه شي کولای خپل درسونه، خپله مخ ته یوسي.

د دې ترڅنګ په ډېرو کورنیو کې يواځې پلار سواد لري او کولای شي خپل ماشوم سره د هغه په درسونو کې مرسته وکړي، خو دا چې د پلرونه تل د ورځې له لوري په مزدورۍ بوخت وي او ماښام کور ته راځي او هغه وخت بیا ماشومان ویده وي نو ماشومانو ته درس نه شي ویلای او په دې توګه د زدکوونکو درس ویل له خنډ سره مخ کېږي.

همدارنګه هغه پلرونه چې د ورځې له لوري د شاقه کارونه کوي که سواد ولري هم د ستړتیا له امله نه شي کولای خپلو ماشومانو سره په درسونو کې مرسته وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ