سپورټ کرکټ

د ځاځي لخوا ټکول شوی پاکستانی بالر د غوره توپ اچونې څېره شوه

سپورټ یاران

د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې کیڼ لاسي ځوان توپ اچوونکي شاهین افریدي د سپټمبر په شلمه نېټه د یکشنبې پر ورځ د انګلستان په سوداګریزو کرکټ لوبو کې د غوره توپ اچونې ریکارډ جوړ کړ.

هغه د وېټلېټي بلاسټ سیالیو په لړ کې له همپشایر لوبډلې سره لوبېږي.

افریدي دغه ریکارډ د مېډل سېکس کرکټ لوبډلې پر  وړاندې ثبت کړ.

افریدي تر اتلسم اوور پورې دوه وېکټې اخېستې وې، چې سټیفن ایکېنزي او جان سېمپسن یې بولډ کړي وو؛ خو په اتلسم اوورکې یې څلور لوبغاړي پرله پسې بولډ اوټ کړل.

لوک هولمن، سپیف فېن، تېلان والالاوېتا او ټېم مورته یې پرله‌پسې په څلورو وروستیو توپونو بولډ کړل.

په ۴ اورونوکې یې ۱۹منډې ورکړې او ۶ لوبغاړي یې کلین بولډ کړل.

شاهین افریدي د نړۍ په کچه په هغو بالرانو کې ځان حساب کړ، چې په شل اوریزو لوبو کې یې په یوه وخت شپږ وېکټې اخیستي دي.

اکرمن، سوپیا، شکېب الحسن، ملېنګا، مېنډس، جمېسن، ډیپک چهر او ګڼ نور لوبغاړي شته چې په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې یې شپږ، شپږ وېکټې اخیستي دي.

د انګلستان بلاسټ سیالۍ او اتلولۍ

دا لوبې د اګسټ په ۲۷ مه نېټه د اتلس لوبډلو په ګډون په انګلستان کې پیل شوي او د اکټوبر تر درېیمې نېټې به دوام وکړي.

سږ کال د بلاسټ  سیالیو اتلسم پړاو دی، چې لومړی پړاو یې سوري لوبډلې وګاټه، ۲۰۰۴ کال کې یې دویم پړاو لېسېسټرشایر وګاټه، ۲۰۰۵ کې یې اتلولي سمرسېټ وګټله، ۲۰۰۶ کې لېسېسټر شایر، ۲۰۰۷ کې کېنټ، ۲۰۰۸ کې مېډل سېکس، ۲۰۰۹ کې سسېکس، ۲۰۱۰ کې همپشایر، ۲۰۱۱ کې لېسېسټرشایر، ۲۰۱۲ کې همپشایر، ۲۰۱۳ کې نارتمټن شایر، ۲۰۱۴ کې واروېک شایر، ۲۰۱۵ کې لنکا شایر، ۲۰۱۶ کې نارتمټن شایر، ۲۰۱۷ کې نټېنګهم شایر، ۲۰۱۸ کې وورسېسټرشایر او ۲۰۱۹ کې یې اتلولي اېسېکس لوبډلې وګټله.

د نومرو جدول

اتلس لوبډلې په درې ګروپونو شمالي، جنوبي او مرکزي کې لوبیږي.

د شمالي ګروپ لوبډلو مقامونه دي، چې نټېنګهم شایر لومړی، لنکاشایردویم، لېسېسټرشایر درېیم، دورهم څلورم، یارکشایر پنځم او دېربای شایر شپږم ځای نیولی.

د جنوبي ګروپ لوبډلم ځایونه دي، سُري، سسېکس، کېنټ، مېډل سېکس، ایسېکس او همپشایر.

او د مرکزي ګروپ لوبډلو مقامونه عبارت دي له ګلوسېسټرشایر لومړی، نارتمټن شایر دویم، واروېکشایر درېیم، سمرسېټ څلورم، ګلامورګن پنځم او ور سېسټرشایر شپږم ځای خپل کړی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ