Advertisements
سپورټ نړیوال کرکټ

په شل اوریزو سیالیو کې ویرات کولي مخکې لاړ، خو ځاځی یو قدم شاته شو

د کرکټ نړیوالې شورا تازه د شل اوریزو لوبو درجهبندي خپره کړې، چې پکې د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر ویرات کولي له پنځلسم مقام څخه تر نهم مقام رارسېدلی دی، خو په مقابل کې یې بیا حضرت الله ځاځی له اووم مقام څخه اتم مقام ته وروسته شوی دی.

ځاځی له بنګلهدېش، زِمبابوې او ویسټ انډیز سره تر لوبو وړاندې پنځم نمبر توپوهونکی و، خو دا چې د بنګلهدېش او زِمبابوې خلاف درې اړخیز شل اوریز سیریز کې ښه ونه ځلېد، نو له پنځم مقام څخه اووم ته ولوېد.

ځاځي د شل اوریزو لوبو په درجهبندۍ کې هله بل ګوزار هم وخوړ، کله یې چې د ویسټ انډیز خلاف شل په اوریزو لوبو کې پرفامېنس په زړهپورې نه و.

اوس ځاځی له اووم مقام څخه اتم مقام ته وروسته شوی او ویرات کولي بیا ډېر زیات پرمختګ کړی دی.

ویرات کولي د ۲۰۱۹م په سر په شل اوریزو لوبو کې شلم نمبر توپوهونکی و، خو دا چې یې د لوبډلو پر وړاندې لوبلړیو کې ښې لوبې وکړې، نو له شلم مقام څخه د ۲۰۱۹م په وروستیو کې تر پنځلسم مقامه رامخکې شو.

کولي د ویسټ انډیز خلاف په درې شل اوریزو لوبو کې د لمر غوندې ځلانده مثبت رول ولوباوه، یوه لوبه کې یې ۹۴ ناسوځېدلې منډې وکړې او بله لوبه کې یې هم تر ۷۸ پورې ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د نوموړي دغو لوبو هندي ملت او ویرات کولي دواړو ته ګټه ورسوله، ویرات کولي یې د ۲۰۲۰م په لومړۍ میاشت کې تر نهم مقام راورساوه او هندی ملت یې د دوو سیریزونو په اتلولۍ ونازاوه.

ranking.PNG

له ویسټ انډیز څخه یې سیریز د ۲۰۱۹م د ډېسمبر په نیمایي کې وګاټه او له سریلانکا څخه یې په خپله لوبډلمشرۍ کې د جنوري په ۱۱ مه د درې شل اوریزو لوبو لړۍ دوه د صفر پر وړاندې وګټله.

ویرات کولي او د کرکټ په درجهبندۍ کې یې راج کول

ویرات کولي اوسمهال په ټېسټ او یو ورځنیو لوبو کې لومړی نمبر توپوهونکی دی او نړۍ په (۱۰۰) سلو توپوهونکو کې دی، د جدول یا نوملړ په سرکې قرار لري.

ټېسټ لوبو کې یې نومرې ۹۲۸ دي او له سټیف سمېت څخه ۱۷ نومرې مخکې دی.

په یو ورځنیو لوبو کې یې نومرې ۸۸۷ دي او له روهېټ شرما څخه یې ۱۴ نومرې زیاتې دي، یو ورځنیو لوبو کې دویم نمبر توپوهونکی روهېټ شرما دی.

کولي لا غواړي چې مخکې تګ وکړي، دی که اسیا جام او نړیوال جام مثبت ولوبوي، کولای شي، چې په شل اوریزو لوبو کې هم ځان تر لومړي مقامه ورسوي او د کرکټ د نړیوالې شورا د توپوهونکو د درجهبندۍ برخه کې خپل برم او راج وچلوي.

ZAZAIII.jpg

بلخوا افغان لوبغاړي هم له چا کم نه دي، محمدنبي عیسیخېل په شل اوریزو لوبو کې لومړی نمبر الراونډر دی، راشدخان په شل اوریزو لوبو کې لومړی نمبر بالر دی او مجیب الرحمن بیا په شل اوریزو لوبو کې دویم نمبر بالر دی او په یو ورځنیو لوبو کې بیا درېیم مقام کې دی.

 

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې