مارچ 9, 2021

ځاځی او افتاب هم په سریلانکا لیګ کې لوبیدو ته ورغلل

Advertisements

د اسټرالیا کرکټ لیګ چې د نومبر په ۲۶ مه د سریلانکا پلازمېنه کولمبو کې د پنځه لوبډلو په ګډون پېلېږي.
په دغه لیګ کې حضرت الله ځاځی، کریم خان صادق، افتاب عالم، نوین الحق، سمیع الله شینواری، رحمان الله ګربز او قیس احمد اخېستل شوي دي.
رحمان الله ګربز تېره جمعه سریلانکا ته تللی و، کریم صادق د تېرې سه شنبې په ورځ سریلانکا ته ولاړ او د پنجشنبې په ورځ حضرت الله ځاځي هم په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د سریلانکا پر لور ولاړ.
له دې سره خوا کې رسنیو راپور ورکړی، چې افتاب عالم هم په لانکا لیګ کې د لوبېدو په خاطر سریلانکا ته کوچېدلی دی.
د سریلانکا کرکټ لیګ یا اېل پي اېل د ډېسمبر په ۱۶ مه پای ته رسېږي.

بل پلو راپورونه دي، چې کرېس ګېل او ملېنګا به دغو لوبو کې ونشي لوبېدلای.
د کرېک اېنفو وېب پاڼې راپور ورکړی، چې کرېسټوفر هینري ګېل د ټپ له امله نشي کولای چې دغه لیګ کې له کېنډي ټوسکرز لوبډلې سره ولوبېږي.
په دې لوبډله کې له کرېس ګېل سره رحمان الله ګربز هم اخېستل شوی دی.
ملېنګا د روان کال د مارچ راهیسې نه دی لوبېدلی او ویلي یې دي، چې د تمریناتو د نه ترسره کولو په وجه ښايي سږ کال کرکټ ونه کړي.
افغان لوبغاړي او لانکا لیګ کې یې لوبډلې
کریم خان صادق او قیس احمد په کولمبو کېنګز لوبډله کې پېرل شوي دي، د دې لوبډلې لوبډلمشر به انجیلیو متیوز وي.
حضرت الله ځاځی په ګېل ګلېډېئټرز کې دی او د رحمان الله ګربز نوم کېنډي ټوسکرز کې شامل دی.
د سمیع الله شینواري، افتاب عالم، نوین الحق د نومونو په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ