مارچ 4, 2021

ځلا ځاځۍ: کار مې وګورئ، بیا قضاوت وکړئ

د خوست امنیه قومندانۍ د جنايي امریت د اداري چارو تازه ټاکل شوي امري مریم ځلا ځاځۍ په خپلي تازه مرکه کي ویلي، چي خلګ دي زما د کار په اړه اوس نه بلکي وروسته قضاوت وکړي.
هغه وايي زه له ډېرو مشکلاتو سره دې دندې ته راغلې یم او غواړم خپل کار په داسي ډول وکړم، چي خلګ د ښځو له کارونو راضي اوسي.
ځاځۍ زیاته کړه:

«زما کورنۍ ډيره زیاته هڅولې یم، چي دې برخي ته راشم او نظامي برخه کي زده کړي وکړم. د کومو ښځو حق چي ندی ورکړل شوی او د کومو ښځو ږغ چي ندی اورېدل شوی غواړم د هغو لپاره په ښه ډول کار وکړم. غواړم خپل کارونه دا ډول وکړم، چي نور خلګ هم وغواړي، چي په نظام کي ښځو ته ونډه ورکړي.»

مریم ځلا ځاځۍ وايي د خلګو د غبرګونونو هیڅ پروا نلري او هر وخت به په ښه ډول خپلي دندي ته دوام ورکوي.
هغې زیاته کړه:

«زه د کورنیو چارو وزارت له لوري ټاکل شوې یم، دا په دې معنی نده چي زه یوه ښځه یم خلګ دي پر ما نیوکي وکړي. که چیري زه د دې حالاتو څخه وډار شم او ورسره مبارزه ونکړم، نو نوري ښځي به څنګه دې برخه کي د کار کولو لپاره زړه ښه کړي.»

هغې له خلګو وغوښتل، چي د ښځو په وړاندي دي له توپيري چلند څخه لاس واخلي او د ښځو د پرمختګ لپاره دي کار وکړي.
مریم ځلا ځاځۍ نن دوشنبه رسماً د خوست امنیه قومنداني د جنايي امریت د اداري چارو د امري په توګه وټاکل شوه.
د خوست امنیه قومنداني وايي، مریم ځلا ځاځۍ په ترکیې هیواد کي له یوه نظامي مرکز څخه فارغه شوې ده.
له دې ټاکني وروسته پر ټولنیزو رسنیو زیاتي نیوکي شوي، چي په نظامي برخه کي د مسلکي سړیو پر ځای نا مسلکي ښځو ته چوکۍ ورکوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي