سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

حضرت ځاځی په شل اوریزو کې یو ګام نور هم مخکی شوی

د کرکټ نړیوالې شورا د لوبغاړو او لوبډلو نوې درجه بندي خپره کړې، ځېنې لوبغاړي په درجه بندۍ کې وړاندې او مخکې شوي دي.

په دې درجه بندۍ کې د انګلستان سپېن توپ اچوونکی عادل رشید په شل اوریزو لوبو کې تر دریم مقامه رارسېدلی دی، هغه د ویسټ انډیز خلاف اوسنۍ لوبلړۍ کې ښه توپ اچوونه وکړه.

عادل رشید د ویسټ انډیز خلاف درې شل اوریزو لوبو کې ۵ وېکټې واخېستې او خپلې نومرې یې تر ۷۰۰ ورسولې.

انګلستان، ویسټ انډیز ته په شل اوریزو لوبو کې درې د صفر پر وړاندې ماته ورکړه.

د انګلستان الراونډر کرېس جورډن بیا لسم مقام ته راغلی دی، ډېوېډ وایلي چې د انګلستان فسټ بالر دی، یوولسم مقام کې دی.

راشدخان بیا په شل اوریزو لوبو بالرانو کې لومړی مقام ساتلی دی، محمدنبي عیسی خېل په شل اوریزو لوبوکې دریم نمبر الراونډر دی او خپل پخوانی ځای ساتلی دی.

انګلستانی جاني بېرسټو په شل اوریزو لوبو کې پنځه پنځوسم ځای ته راغلی، هغه د ویسټ انډیز خلاف لوبو کې ۱۱۷ منډې وکړې او خپلې نومرې ۴۴۵ ته ورسولې.

سام بېلېنګز چې هم د انګلستان لوبغاړی دی، په توپ وهونکو کې تر ۵۶ م مقام رارسېدلی؛ مخکې ۸۴ یا یم مقام کې و.

د ویسټ انډیز نیکولس پوران ۷۹ یا یم ځای نیولی، د ویسټ انډیز سپېن بالر فبیئن الېن بیا ۳۳ م ځای نیولی، شېلډن کاټرېل بیا پنځلسم مقام ته راغلی.

د لوبډلو درجه بندي
په شل اوریزو لوبو درجه بندۍ افریقا له دریم مقام څخه د انګلستان په وسیله ولوېده.
پاکستان لومړی، هند دوهم، انګلستان دریم، اسټرالیا څلورم، سهیلي افریقا پنځم، نیوزیلېنډ شپږم، ویسټ انډیز اووم، افغانستان اتم، سریلانکا نهم او بنګله دېش لسم ځای نیولی دی.
سکاټلېنډ، زِمبابوې، نېدرلېنډ، نېپال، عربي متحده اماراتو، هانکانګ، ایرلېنډ او عمان بیا ورپسې مقامونه ګټلي دي.

لس غوره توپ وهونکي


په شل اوریزو لوبوکې لومړی مقام د پاکستاني بابر اعظم دی، کولېن منرو دوهم، ګلېن مکسویل دریم، اېرون فېنچ څلورم، لوکېش راهول پنځم، حضرت الله ځاځی شپږم، ډارسي شارټ اووم، ایوین لیویس اتم، فخر زمان نهم او الېکس هېلس لسم مقام کې دی.
حضرت الله ځاځی څو ورځې وړاندې تر اووم مقام رارسېدلی و او اوس یو قدم نور هم مخکې شو او شپږم ځای یې خپل کړ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی