بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه

له خپلو ځورونو سره مینه وکړه

کوم څه چې لیونۍ تلوسه دراچوي په حقیقت کې ستر فرصتونه دي. کوم خلک چې نوکارې درلګوي او پر حساسو رګونو مو ګوتې درږدي هغوی مو تر ټولو لوی ښوونکي دي. کومه موضوع چې مو غوسه درپاروي، هماغه مو ډېره ستره ډالۍ ده. له امله یې شکر وکاږئ او مینه ورسره وکړئ.

هغه کسان یا حالات چې ځواک مو در اوبه کوي خورا ارزښتناک دي. ځکه هغوی ستاسې د تنګو باورونو، وېرو او درواغجنو خیالاتو څېرې درته رسوا کوي. نوموتی ارواپوه کار جونګ وايي: «د نورو خلکو هر هغه څه چې ځوروي او پاروي مو، هماغه مو د خپلو ځانونو په ژورو پوهولای شي.» ډېره دقیقه نقطه ده. هغه کس ته به څومره پيسې ورکړئ چې د یوه عالي ژوند ترلاسه کولو پر لار پراته خنډونه یو په یو درپه ګوته کړي؟ دا به ستاسې په خیال څومره ارزښتمن کار وي چې یو څوک درته راشي او سترو ارمانونو ته د نه رسېدو لاملونه دروښيي؟

هغه شیان چې ځوروي مو، پاروي مو او غوسه کوي مو په اصل کې د یوه انسان په توګه ستاسې د بدلولو او لوړولو وسیلې دي. په بله ژبه؛ همدا څېزونه خپلې اړتیاوي درپېژني او له هغو وېرو سره مو اشنا کوي چې باید مغلوبې یې کړئ. ګواکې همدوی مو په پرمختګ نازوي. ستا پر وړاندې دوې لارې پرتې دي: یا هغه کسان چې غوسه کوي و تنګوي دي، وغنده او ټوله ملامتي پر واچوه او یا هم هوښیار شه، له ځان سره دقیق حساب وکړه او د خپل منفي غبرګون لاملونه وپېژنه. هغه ننګونې مالومې کړه چې په خپل ځان دي د خبرولو کچه درلوړوي، ځکه پر یوه ناپېژندل شوي وېره نو سړی څنګه برلاسی شي؟ او که چاته خپل کمزوره ټکي نه وي مالوم، نو څنګه به یې له منځه یووړلای شي؟

پر خپلو فردي ضعفونو رڼا اچول او بیا یې مسوولیت منل دا مانا لري چې د هغوی له منځه وړلو ته دې په رښتیا ملا تړلې ده. پر سیورو چې رڼا ولویږي ورکیږي. ته لا غښتلی کیږې. ځواک دي تر تصور زیات لوړیږي. نړۍ په بېخې بیله بڼه وینې. خلک واقعاً عجیب ـ عجیب کارونه کولای شي. زه یې هره ورځ په خپلو سترګو وینم.

پر ما ډېر ګران مفکر خلیل جبران لیکي: «چوپتیا مې له ډېرو خبرو کوونکو، زغم مې له بې حوصلې او مهرباني مې له بې رحمو څخه زده‌کړې ده. عجیبه داده چې زه د دغو ښوونکو منندوی یم.» نو په اینده کې که یوه همکار له ګېره وایستلې یا تازه پر ځوانۍ راغلي زوی توبیت درخټه کړ او یا د رستوران یوه سپین سترګي شاګرد غوسه کړې، ورشه او ټینګ یې په غېږ کې ونیسه. د دغې ډالۍ له امله مننه ترې وکړه. ټوکې نه کوم، په رښتیا یې یوه نایابه ډالۍ درکړه.

ماخذ: تکړه شه
لیکوال: رابین شرما
ژباړه: جبار فراز

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ