بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند خوندیتوب ځوانان او زده کړې روغه سټه ژوند بڼه سپورټ

د ځوان پاتې کېدلو رازونه

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ

دا خو واضح خبره ده چې مرګ او ژوند یوازې د الله پاک په لاس کې دی، خو په دې لیکنه کې پر دې خبرې کوو چې څنګه له وخته مخکې د زړښت مخه ونیولای شو او ځوان پاتې شو، ځکه ځینې واړه کارونه شته، چې په ترسره کولو سره یې کولی شو ښکلې څېره او هم ځوان ښکاره شو.

۱ـ ټلویزون ته بايد ډېر ونه گورو: څېړنې ښيي، کوم کسان چې د ورځې په اوږدو کې څلور ساعته او یا تر دې ډېر ټلوېزیون ګوري، تر هغو خلکو چې تر دې کم ټلویزون ګوري، ژړ زړېږي. همدارنګه زیات ټلوېزیون کتل د نورو ناروغیو، لکه د زړه ناروغۍ سبب کېږي. نو که د کم وخت لپاره ټلوېزیون وګورو، چې تر ډېره ژوندي او ځوان پاتې شو.

۲ـ له اندازې زیات خوراک ونه کړو: مخکې له دې چې د مړښت احساس وکړو، خوراک مو بايد بند کړو. ځکه څېړنې ښیي، چې کم خوراک مو د زړښت سرعت کموي. که غواړئ تر ډېره ځوان پاتې شئ، نو د خوړو د کاسې کچه مو کمه کړئ.

۳ـ لمر ته ډېر کېناستل: هغه کسان چې د ډېر وخت لپاره لمر ته کېني، ګرځي او یا هم په لمر کې کار کوي، د پوستکي له سرطان سره مخ کېدای شي او همدارنګه د بدن پوستکی یې ورسره ګونځې او لکې پیدا کوي. که مو لمر ته زیات کار کاوه، نو د لمر ضد کریمونو څخه ګټه اخستلی شئ.

۴ـ له یوازیتوب څخه د ځان ژغورل: د ځوان اوسېدلو تر ټولو غټ راز خوښ او آرام اوسېدل دي، څېړنې ښیي هغه کسان چې له خپلې کورنۍ، دوستانو او خپلوانو لرې وي، ډېر یې د زړه پر ناروغیو اخته کېږي، چې له امله یې زړښت او مرګ ته نژدې کېږي.

۵ـ مېوه او سبزي خوړل: تازه مېوه او سبزي د ویټامینونو او فیبر غوره سرچینې بلل کېږي.
او همدا بېلابېل ویټامینونه انسان د زیات وخت لپاره ځوان ساتي. او همدارنګه د زړه له ناروغۍ څخه یې ژغوري.

۶ـ ورزش: هره ورځ د نیم ساعت او یا زیات وخت لپاره ورزش کول، هغه څه دي چې د انسان د ځوان پاتې کېدلو لپاره ډېر اړین دي. نو پکار ده هڅه وکړو، چې تل په منظم ډول ورزش وکړو.

۷ـ سګریټ نه څکول: د سګریټو نه څکول نه یوازې دا چې انسان ځوان پاتې کوي، بلکې د زړه او سرطان له ناروغیو څخه هم مخنیوی کوي. نو د اوږد ژوند او ښې روغتیا لپاره تر ټولو اړینه دا ده چې سګریټ ونه څکوئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ