مارچ 6, 2021

د زيتون تېلو ۹ حیرانوونکې گټې

Advertisements
  • ژباړه: صدیقه پوپلزۍ

د زیتون تېل له طبعي اړخه ډېر ګټور دي او د ګټو په اړه به مو یې ډېری وختونه اورېدلي وي، خو دلته یې یو څه هغه ګټې چې یې پخوا نه پوهېدو، راوړي دي.
۱ــ د وېښتانو لپاره
که چېرې مو وېښته وچ او نازکه شوي وي، نو په وېښتانو کې مو د نمو بېرته راوړلو لپاره د زېتونو تېل استعمال کړئ او ګټه یې وګورئ، د دې لپاره د زېتونو نیم پیاله تېل لږ ګرم کړئ (جوشوۍ یې مه) او بیا یې په خپلو وېښتانو وموښئ. خپل وېښتان د پلاستیک په یوه کڅوړه کې تاو کړئ او بیا یې په جان پاک کې راونغاړئ او د ۴۵ دقیقو نه وروسته یې په شامپو ومینځئ.
۲ــ د مخ دانې پرې له منځه یوسئ
د دې لپاره ۴ کاشغې د مالګه او ۳ کاشغې د زېتون د تېل سره ګډ کړئ او یو مخلوط ترې جوړ کړئ او بیا همدغه مخلوط پخپلو لاسونو وموښئ او بیا یې پر مخ تر دوو دقیقو پورې په کراره وسولوئ او لږ شېبه وروسته یې په نیم ګرمه اوبو ومینځئ. دا کار تر یوې اونۍ پورې په دوامداره توګه وکړئ او تر یوې اونۍ وروسته بیا دوه یا درې وارې دا عمل ترسره کړئ، نو ډېر ژړ به مثبته پایله ترلاسه کړئ.
۳ــ د شېونګ یا خرېلو کریم په ځاى یې وکاروئ
که مو د شېونګ کریم خلاص شوی وي، نو د صابون له استعماله ډډه وکړئ، ځکه هغه مو پوستکی سختوي، نو کولای شئ چې د زېتون له تېلو ګټه واخلئ، دا ځکه چې دا هم جلد نرموي او هم پاکي ښه ورباندې چلېږي او کېدای شي چې د شېونګ کریم پر ځای تل له زېتونو ګټه واخلئ.
۴ــ د غوړو لاسونو د پاکولو لپاره
که مو لاسونه د موټر په ګریسو یا په رنګ ککړ وي، نو یو کاشغه د زېتون تېل له مالګې او یا بورې سره یوځای کړئ او په لاسونو یې وموښئ. دا تر څو دقیقو پورې په کلکه سره په لاس وموښئ، نو په صابون سره یې ومينځئ، نو هم به مو لاسونه پاک او نرم وي.
۵ــ له وېښتانو او جامو څخه د رنګ پاکولو لپاره
کله چې د کوټې یا بل کوم ځای رنګوئ او وېښتان مو په رنګ ککړ شول، نو د دې د پاکولو لپاره تاسې په پنبه کې د زېتون تېل واخلئ او په کراره سره یې په وېښتانو وموښئ، نو ډېر ژړ به دا رنګ پاک شي.
۶ــ فرنیچر پالشولو لپاره ترې ګټه واخلئ
که کور کې د لرګي فرنیچر وي او غواړئ چې روښانه او جلاداره شي، نو دوه حصې د زېتونو تېل د یو برخه د لیمو اوبو او یا سرکې سره یوځای کړئ او د سپرې په بوتل کې یې واچوئ او بیا یې په فرنیچر وشیندئ. دا محلول تر دوو دقیقو پرېږدئ او بیا یې په یو ټوټه پاک کړئ، نو پاک او روښانه به شي.
۷ــ د ستوني له خارښ څخه د نجات لپاره
که ټوخئ درته پېدا شوی وي او کور کې مو دوا هم نه وي، نو یوه کاشغه د زېتون تېل وڅښئ. کېدای شي په موقتي ډول دا ستونزه حل کړي او بیا به وروسته ډاکټر ته مراجعه وکړې.
۸ــ د دروازې د چو چو غږ ورکولو لپاره
د دروازې قبضې او چپراسونه د زنګ نیولو په وجه تنګونکي آوازونه کوي، نو له بازاره د کوم شي راوړلو په ځای د زېتون لږ تېل ورکړئ او له دې جنجالي آوازه ځان وژغورئ.
۹ــ له دېوال او فرنیچر څخه د ستیکرونو لرې کولو لپاره
ماشومان اکثره وخت پر دېوال یا فرنیچر پلاستر یا ستېکر وهي، چې نه پاکېږي او یا له پاکولو سره داغ پاتې کېږي، نو د دې د خلاصون لپاره لږ تېل پر ستېکر وموښئ او څو دقیقې وروسته یې راکش کړئ، کومه نښه به هم نه وي پرې پاتې.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي