له مشهورې، خو بېوزله سندرغاړې سره د افغان حکومت مرسته

خبريال: مدثر دعوت

افغان حکومت د پښتو ژبې له مشهورې سندرغاړي زرڅانګې سره نغدي مرسته وکړه.
زرڅانګه د هنر هغه نوم دی چې په پښتو ژبه يې ورته په خپل خواږه غږ کلونه کلونه خدمت کړی چې په لر او بر کې بې شمېره مينه‌وال لري.
خو د څو کلونو راهيسي زرڅانګه له خپلې بېوزلۍ څخه ځورېږي او په يوه کنډواله کورکې ژوند کوي. که څه هم دې د خپلې ځوانۍ په موسم کې په اروپا، عربي اماراتو او امريکا متحده ايالاتو کې کنسرټونه ورکړي دي.
په پاکستان کې د افغانستان لوی سفارت نن زرڅانګه خپل دفتر ته ورغوښتې وه او نغدي مرسته يې ورسره کړې وه.

په پاکستان کې د افغان سفارت فرهنګي آتشه حضرت ولي هوتک پر خپل ټويټر اکاونټ تائيد کړې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په وړانديز او د افغان ولسمشر په منظورۍ يې له زرڅانګې سره نغدي مرسته کړې.
ښاغلی هوتک پر خپل ټويټر اکاونټ ليکي:
“‏له یوې مشهورې او بېوزله سندرغاړې زرڅانګې سره مو نغدي مرسته وکړه!
د اطلاعات او فرهنک وزارت په وړاندیز او د جلالتماب جمهور رییس په منظورۍ د مشهورې محلي سندرغاړې زرڅانګې ته ټاکل شوې او رالېږل شوې نغدې پیسې مې نن ورته تسلیم کړې.
موږ کلتور، ادب او هنر ته کار کوو
د افغانستان لوی سفارت “


زرڅانګه ۷۶ کلنه ده او په ۱۹۴۶ز کې په خيبر پښتون خواه کې زېږېدلې ده، ۹ اولادونه لري چې درې يې لوڼې او ۶ يې زامن دي.
زرڅانګې ته د پاکستان حکومت صدارتي مډال او د پښتو فلکولوري موسيقۍ د ملکې لقب ورکړی دی.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




ازاده مبارزه؛ احمدولي هوتک د خپلي راتلونکې سیالۍ په اړه خبر ورکړ

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د افغانستان د ازادي مبارزې تکړه او نامتو لوبغاړی احمدولي هوتک وايي، د روان ۲۰۲۱م کال د راتلونکې مې میاشتې په ۱۴مه نېټه به د اذربایجاني سیال اُرخان وایلیو پر وړاندي ولوبیږي. هوتک پر خپلې ... نور ولولئ