زرین خان یو ځوان پر موټر وهلی او مړ کړی یې دی!

د هندوستانۍ سېنما مشهورې ستورې زرین خان موټر د یوه هندوستاني ځوان موټر سایکل سره ټکر کړی چې له امله یې ځوان مړ شوی.
هندوستانۍ رسنۍ وایې، زرین خان د شپي د سفر پر مهال دغه ځوان پر موټر وهلي چې سختو ټپونو وروسته یې بیا ساه ورکړې.
زرین خان داسې مهال د یوې بلې پېښې سره مخ کیږي چې لا یې یوه لانجه نه ده ختمه شوې.
نوموړې څو ورځې وړاندې د خپل منیجر سره یوه لانجه پیل کړي چې تر اوسه یې قضیه په عدالت کې پرته ده.
د رپوټونو له مخې،زرین خان ته دا پېښه د هندوستان د ګوا ښار په یوه څنډه کې داسې مهال پېښه شوې شوې چې دا اداکاره د شپې مهال کور ته پر لاره وه.
د معلوماتو له مخې، پېښه د ګوا اړوند ماپوسا په سېمه کې د شپې مهال رامنځته شوې چې په کې د دغه سېمې یو اوسېدونکی نتیش ګورال چې سکوټر موټرسایکل سوپر وه مړ شوی.
رپوټ زیاتوي، د زرین خان د موټر او هندوستاني ځوان د سکوټر ټکر وروسته ځوان سخت ټپي شوی ؤ چې وروسته روغتون ته هم وړل شوی وه خو د سختو ټپونو له امله یې ساه ورکړه.
پولیس وایې، د پیښې په تړاؤ پلټنې کوي خو زیاتوي د پېښې پر مهال زرین خان او د هغې موټر چلوونکی علي عباس په موټر کې وو.
باید روښانه شي، څو ورځې وړاندې دغه اداکاره د خپل منیجر له امله د خبرونو د سر ټکی ګرځېدلې وه.
نوموړې پر خپل پخواني منیجر د دوکه بازۍ، چل او فریب تورونه پوري کړي دي چې لا یې هم قضه په محکمه کې پرته ده.