ټولنیز ژوند خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

هغه عادتونه چې د زړښت ستر لامل کېږي

Model's face divided in two parts - tanned and natural.
ژباړه: صدیقه پوپلزۍ

۱ـ د شپې لخوا له پنځو ساعتو څخه کم ویده کېدل

بې خوبۍ نه یوازې د سترګو په چاپېره کې د تورو پړسېدلو حلقو سبب ګرځي، د وجود د کمزورۍ لامل هم ګرځي. لږ تر لږه د شپې لخوا ۷ ساعته خوب کول د بدن لپاره اړین دی. که چېرې د ورځې لخوا مو د ستړیا احساس کاوه، ذهن مو نارامه و، د فکر کولو ستونزه درته پیدا کېدله او وزن مو په زیاتېدو وو، نو اړینه ده چې خپل خوب مو د شپې لخوا حتمي پوره کړئ.

۲ـ ټلویزیون ته کتل

دا چې له مهالوېش سره سم ټلویزیون ته کېناستل، د خبرونو اورېدل ځانته خبره ده، خو پرله‌پسې ټلویزیون ته کېناستل هم د وجود زړښت لامل ګرځي. دوامداره کېناستل که هغه ټلویزیون ته وي او یا په دفتر کې په چوکۍ باندې وي، که تر ۳۰ دقیقو زیات یو څوک بې حرکته پاته کېږي، نو د بدن په دننه کې غوړین مواد رسوب کوي او د چاغېدلو چانس زیاتوي. نو د دې لپاره که په دفتر کې یاست او یا هم بله یوه داسې بوختیا لرئ چې ناستې ته اړتیا لري، نو هڅه وکړئ چې په هر نیم ساعت وروسته په داخل د اطاق کې وګرځئ او یا بیرون ته ووځئ.

۳ـ څو کاره یوځای سرته رسول

څو کارونه یوځای سرته رسول، نه یوازې دا چې کومه ښه لاسته راوړنه نه لري، بلکې فکر ناارامه کوي او د روحي فشار لامل ګرځي. اوسنیو څېړنو ښودلې چې پرله‌پسې روحي فشار په وجود کې د ازادو رادیکالونو، چې بې ثباته مالیکولونه دي، د تولید سبب ګرځي. همدا بې ثباته مالیکولونه د بدن ژونکو ته ضرر رسوي او د ژونکو د زړښت لامل ګرځي چې همدا د پوستکي د زړښت له بنسټیزو لاملونو څخه ګڼل کېږي. نو د دې لپاره چې روحي فشار مو کم شي خپل ټول کارونه د وخت سره سم پلان کړئ.

۴ـ ډېره ناسته

ډېره ناسته هم ضرر لري، هر هغه څوک چې ډېر ناست وي، هغوی ډېری وخت د پښتورګو، زړه، رګونو او له سرطاني ناروغیو سره مخامخ کېږي. لکه څنګه مو چې مخکې یادونه وکړه زیات بې حرکته کېناستل د چاغېدلو لامل ګرځي او زیات چاغوالی د ډېرو ناروغیو لامل کېدای شي.

۵ـ د مخ وچوالی

که چېرې د یو چا د مخ پوستکی وچ وي، نو کولی شي یو شمېر ویټامین اې لرونکو کریمونو څخه ګټه واخلي. د یادونې وړ ده چې تر سترګو لاندې برخې پوستکې ډېر نازک دی، نو د دې لپاره چې د سترګو چاپېره او هم د مخ پوستکې مو نرم پاتې شي، کله کله د مخ له کریمونو څخه ګټه اخلئ، مګر یو ټکي ته پام وکړئ چې د ارایشي کریمونو څخه ډډه وکړئ.

۶ـ ډېر سینګار کول

د سینګار په توکو کې ډېر زیات کیمیاوي مواد موجود دي، چې دا کیمیاوي مواد مستقیما په جلد باندې منفي اغېزه کوي، د جلد د مړاوې کېدو لامل ګرځي همدا ده چې تر وخت وړاندې مو پوستکي زړیږي، په ځانګړي توګه د هغو ارایشي موادو کارول چې ډېر کیمیاوي مواد او ډېر غوړ ولري هېڅکله مه کاروئ.

۷ـ پړمخې ویده کېدل

دا هم د مخ د خرابېدلو لامل ګرځي، په دې ډول ویده کېدلو په وخت کې د مخ پوستکي ډېر وخت د بالښت سره سولېږي او پوستکي ګونځې کېږي، نو ښه ده چې په یوه اړخ ویده شئ.

۸ـ سګرت څکول

سګرټ هم ډېر زیان لري او په مخ کې ګونځې پیدا کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ