خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

د زړه حمله؛ تشخیص، مخنیوی او درملنه یې

لیکنه: شپنه سلګۍ
ژباړه: شپنه سلګۍ

که څه هم د زړه د حملې په ډېری پېښو کې د سينې درد ډېر سخت وي، خو ممکن ځینې خلک لږ یا بېخي درد ونه لري، لکه زاړه په ځانګړې ډول ښځې او د شکر ناروغان.

په سينه کې ناڅاپي او شديد درد ګڼ لاملونه لري، خو دوه مهم هغه چې د انسان ژوند ګواښي، د زړه او سږو د رګونو بندېدل دي، چې د زړه حمله (مایوکارډیل انفارکشن) او د سږیو حمله (پلمونري اېمبوليزم) یې بولي.

د انسان په ټټر کې د بدن یو مهم غړی زړه دی چې چپه خوا یې درست بدن ته د رګونو (شریانونو) یا آرټريز په وسیله له دواړو سږیو راغلې پاکه/ آکسیجن لرونکي وينه پمپ کوي او ښۍ خوا یې بیا له ټول بدنه د ورېدونو / Veins په واسطه راټوله شوې ډي آکسيجنېټېډ/ کاربن ډای آکسایډ لرونکې وينه سږو ته لېږي، چې هلته پاکېږي او آکسيجن را اخلي او دغه سیکل/ دوره په هره دقيقه کې په نورمال ډول له شپېتو تر سل ځله تکرارېږي.

په داسې حال کې چې زړه ټول بدن ته وینه پمپ کوي، پخپله هم وينې او آکسیجن ته ډېره اړتیا لري او کوم رګونه چې د زړه غوښو (عضلاتو) ته وينه رسوي، هغو ته د زړه شریانونه یا کورونري آرټريز وایې.

د عمر زیاتېدل او د ځينو نورو ناروغیو شتون لکه د بدن د نورو رګونو په شان د زړه د رګونو یا کورونري آرټريز د تنګېدو او د وينې له توکو لکه پلاټلېټس، کلسیم، غوړو او کولسټرول نه د پلک یا غوټې جوړېدو سبب کيږي.

د انسان زړه ته د وينې لېږدوونکو رګونو (کورونريز) د تنګېدلو یا بندېدو ناروغي په ټوله نړۍ کې د ناروغیو او مرګونو یوه ستره وجه ده.

د یوې سروې له مخې په برېټانیا کې هر پنځم سړی او هره اوومه ښځه د دغې ناروغۍ له لاسه مري او هرکال اتیا زره مرګونه کوي، که څه هم په تېرو څو کالو کې د دې ناروغۍ له لاسه د مړينې په شمېرو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د زړه حمله یا هارټ اټېک

که د زړه کومې برخې ته د وينې لېږدوونکی رګ بند شي، نو په سينه کې سخت دردونه پیدا کيږي او د زړه هغه برخه چې د دغه رګ په وينه او آکسيجن پایي، له کاره لويږي. که د زړه یو لوی رګ بند شي او ډېره برخه یې اغېزمنه شي نو د زړه د درېدو او د انسان د مرګ سبب هم کېږي.

د زړه د حملې نښې نښانې

استما/ نفس تنګي د زړه د حملې له نښو ګڼل کېږي.

د سينې په منځ کې سخت درد لکه سينه چې تر زور او فشار یا یوه درانه وزن لاندې وي. ډېر ځله دغه درد چپ یا ښي لاس، اوږو، ستوني، ژامې او یا هم خېټې ته خوريږي. که څه هم د زړه د حملې په ډېری پېښو کې د سينې درد ډېر سخت وي خو ځينې خلک ښایي لږ یا بيخي درد ونه لري لکه د ډېر عمر کسان په خاص ډول ښځې او د شکر ناروغان.

خولې، د زړه بدوالی، استفراق/ کانګې،  نفس تنګي، د سر چورلېدو (ګرځېدو) او وسوسې احساس د زړه د رګونو د ناروغیو او حملې خطرونه.

دغه ناروغي ګڼ لاملونه لري چې جنېټيکي، د ژوند ژواک طريقه او چاپېریال یې په رامنځته کېدلو او پرمختلو کې رول لري. په انګستان کې یې د نېږدې دریمې برخې مرګونو سبب ناسم خواړه او د ژوند د طرز او طريقې عوامل په ګوته شوي دي.

د تمباکو یا سګرټو څکول

د تمباکو په څکوونکو کې په دغه ناروغۍ د مړينې شمېره شپېته سلنه زیاته ده. همدارنګه د سګرېټ له لوګي سره پرله پسې مخامخېدل د دې ناروغۍ خطر له ۲۵ تر ۳۰ سلنه زیاتوي. د روغتیا د نړیوالې ټولنې د څېړنو په اټکل تر شل سلنه زیاته دغه ناروغي د سګرېټو له امله ده.

د وينې لوړ فشار

د یوې څېړنې له مخې په لوېديځه اروپا کې د زړه پر حمله اخته ۲۲ سلنه خلکو د وينې د لوړ فشار مخینه لرله او د وينې د لوړ فشار ناروغانو لپاره د زړه د حملې خطر نېږدې دوه برابره زیات دی.

د شکرې ناروغي

موږ وينو چې په ټوله نړۍ کې د شکرې ناروغي په ډېرېدو ده او پر ټایپ ۲ ډیابيټ اخته سړي په کال کې له دوو څخه تر څلور ځله زیات د دغه ناروغۍ له خطر سره مخامخ دي او ښځو ته بیا دا خطر له دریو  تر پنځو ځلو زیات دی.

د وينې د غوړو یا کولسټرول ډېروالی

د یوې څېړنې پر بنسټ په لوېديځه اروپا کې ۴۵ سلنه د زړه د حملې پېښې په وينه کې د ناسمو (ابنارمل) غوړو له امله وې.

چاغښت یا د وزن ډېروالی

غټه ګېډه او د خېټې شاوخوا د وازدو جمع کېدل د زړه د حملې خطر دوه چنده کوي.

پر دې سربېره چې چاغښت د وينې د لوړ فشار، شکرې او وينې د غوړو د زیاتېدو خطر لري دا د زړه د حملې یو ځانګړی عامل هم دی.

ناسم خواړه

د روغتیا د نړیوالې ټولنې په یوه راپور کې راغلي چې ډېر غوړ، مالګين (تروه) او خواږه خواړه چې مېوه او سابه نه وي په کې، د زړه د حملې خطر زیاتوي.

د سپورټ/ ورزش نه کول

عادي سپورتي ورزشونه د زړه د ناروغۍ خطر کموي او د ماغزو فعالیت ښه کوي

فزيکي فعالیت د زړه د حملې خطر کموي. د روغتیا د نړیوالې ټولنې په اټکل په پرمختللو هېوادونو کې شل سلنه د زړه او رګونو ناروغۍ د فزيکي فعالیتونو د نه کولو له امله وې. په اوونۍ کې پنځه یا ډېرې ورځې د کم تر کمه نيم ساعت چټک تګ یا دغه ډول نور جسماني فعالیت سپارښتنه شوې.

په نژدې خپلوانو لکه مور او پلار، خویندو او روڼو کې د زړه او رګونو د ناروغیو مخینه د دې ناروغۍ خطر دوه برابره زیاتوي، په ځانګړې ډول که په هغوی کې دا ناروغي له ۵۵ کلنۍ (سړيو) او ۶۰ کلنۍ (ښځو) مخکې پېښه شوي وي. لکه مخکې مو چې وویل د عمر له تېرېدو سره د دې ناروغیو خطر هم زیاتيږي او همدا رنګه ذهني ناروغۍ لکه د کار فشار، خپګان، وسواس او د زیاتو الکولو استعمال د زړه د حملې احتمال زیاتوي.

په ځينو اروپایي هېوادونو او امريکا کې د مخدره موادو لکه کوکېن استعمال په ځوانانو کې د زړه د حملې یوه لویه وجه ده.

درملنه

که پر چا د زړه حمله راغلې وي نو تر هغې چې روغتون ته رسول کيږي په کار ده چې آرام او له فزيکي فعالیته ډډه وکړي چې په دې سره به پر زړه نور بوج نه راځي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شپنه سلګۍ

تبصره مو ولیکئ