زانتیک (Zantac) مه استعمالوئ، د کينسر لامل کېږي

رنګین تجريدي ډیزاین

ليکنه: حامد مشواڼی
Ranitidine  د H2 Blocker   د کورنۍ يوه مهمه دوا ده چې د معدې د سوزش او زخم لپاره استعمالېږي. دا دوا په ټوله نړۍ کې په OTC  يا د ډاکټر له نسخې پرته اخېستل کېدای شي او استعمال يې بېخي ډېر دی. په دې وروستيو کې ځينې نوې څېړنې ښيي چې Zantac   چې د Ranitidine  يو مهم برانډ دی، د کېنسر لامل کېږي. که څه هم تر ډېره يوازې د Zantac  نوم اخېستل کېږي، خو څېړنې وايي د Zantac  ټول جينيريک ډولونه چې د Ranitidine  تر نامه لاندې دي، ورته ځانګړنې لري.
د لومړي ځل لپاره دا خبره د جون په مياشت کې Valisure   چې يو انلاين درملتون دی، چې مشتريانو ته تر عرضه کولو وړاندې د دوا د کيمياوي موادو او ترکيب په اړه څېړنې او تحليلونه کوي، دا خبره راپورته کړه. د Valisure  اجرائيه رئيس ډيويډ لايټ وويل: “مونږ Ranitidine  وروسته له هغې تر خپلو څېړنو لاندې ونيول چې د کمپنۍ د موسس يوه لور وه چې دا دوا يې د معدې د تېزابيت لپاره استعمالوله، موږ ډېر پرېشانه شو کله مو چې د دې په بېلابېلو اشکالو کې Carcinogen وليده. له دې څخه وروسته موږ په دې فکر وکړ چې دا دوا بايد په مکمل ډول له منځه يوړل شي”
(FDA) د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی د  Ranitidine  په ځينو بيچونو کې يو ډول کيمياوي مواد چې د کينسر لامل کېدای شي، کشف کړي دي. دا کيمياوي مواد د Nitrosodimethyleamine  يا NDMA نومېږي چې يو ډول Carcinogen  دی او د کينسر لامل کېږي. NDMA په ځينې غذايي موادو لکه غوښه، سبزيجات، لبنيات او اوبو کې هم پيدا کېږي. لا تر اوسه په دې اړه د FDA  څېړنې ادامه لري خو  ابتدايي څېړنې ښيي چې په Ranitidine  کې د NDMA اندازه په خوړو کې د دې له اندازې څخه ډېره زياته ده.  FDA په دې اړه تر اوسه خپله پرېکړه نه ده صادره کړې او وايي چې له څېړنو وروسته به خپل رسمي نظر خپور کړي.  د امريکا مشهورو درملتونونو CVS, Walgreens او Rite Aid دا دواګانې له خپلو درملتونونو څخه ختمې کړي دي.
همدارنګه د نړۍ د دوا د توليد مشهورو کمپنيو لکه gsk هم Ranitidine  بند کړي دي. يوازې Sanofi چې د Zantac تر برانډ نوم لاندې دا دوا جوړوي، لا تر اوسه دا دوا نه ده درولې.
د نړۍ په ډېری لويو هېوادونو لکه کاناډا، فرانسه، هندوستان، هانګ کانګ او د امريکا په متحده ايالاتو کې د دې دوا توزيع بنده شوې ده.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.