اپریل 12, 2021

د زنجفیل چای او اووه غوره خاصیتونه یې

Advertisements
ژباړه: نسیمه محمدي

هېڅ څه د زنجبیل د چای په اندازه بدن نه ګرموي.
د زنجفیلو ریښه د زیات وېټامین C، مګنیزیم او نورو معدني موادو په څېر، د زیاتو خاصیتونو لرونکې ده.
کله چې دا ماده په چای بدله شي، د تند خوند کمولو لپاره یې کولای شو، لږه نعنا او شات ور اضافه کړو.
وړاندې په لیکنه کې د دغه چای اووه شفابښونکي خاصیتونو ته اشاره کوو.

تهوع/ زړه بدوالی له منځه وړي

له سفر وړاندې یوه پیاله د زنجفیل چای د خوځښت او موټر نیول، تسکینوي. د زنجفیلو پوډر د زړه بدۍ/ کانګو حالت ښه کوي.

التهاب کموي

زنجفیل د التهاب ضد خاصیت درلودلو سره، غوره کورني درمل ګڼل کېږي. د څېړونکو په باور، هغه کسان چې د آرتروز/ پولي آرترېت روماتوئید څخه ځورېږي او روزانه د زنجفیلو پوډر مصرفوي، په مفاصلو او بندونو کې کم درد احساسوي. سپارښتنه کوو، چې لږه اندازه د زنجفیلو پوډر، په خپل چای یا شیدو کې اضافه کړئ. د تازه زنجفیلو/ ادرک څخه په پخلي کې هم ګټه واخلئ.

د تنفسي ناروغیو/ ستونزو سره مبارزه کوي

د زنجبیل چای د زکام د درد تسکین سره ډېره مرسته کوي. د زنجفیلو د چای څخه د چاپیریالي الرژیو په لرې کولو کې هم ګټه اخیستلای شو.

د وینې جریان ښه کوي

د زنجفیلو په چای کې شته وېټامینونه، معدني مواد او امینو اسیدونه، د وینې جریان ښه او له دې لارې د زړه په بېلابېلو ناروغیو د اخته کېدلو ګواښ کموي.
د زنجفیلو چای په رګونو کې د غوړ د ذخیره کېدلو څخه مخنیوي کوي او په پایله کې، د قلبي او مغزي سکتې ناروغۍ کموي.

د میاشتنۍ ناروغۍ دردونه اراموي

د زنجفیلو چای ټولو هغه مېرمنو ته چې د میاشتنۍ ناروغۍ دردونو څخه ځورېږي، ګټور دي. د دغه چارې لپاره یو ټوګر د زنجفیل په چای کې خیشت او د نس ښکتنۍ برخه باندې دې کېښودل شي.
دا کړنه، ممکن درد او عضلات آرام کړي. سره له دې، کولای شئ، د زنجفیلو یوه پیاله چای د شاتو سره وخورئ.

د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کوي

لکه څرنګه چې د زنجفیلو چای په لوړه کچه انتي اکسیدان لري، کولای شي د بدن دفاعي سیسټم تقویه کړي.

استرس له منځه وړي

د زنجفیل چای آرام بښونکی خاصیت لري، نو له همدې امله ممکن ده، چې استرس او روحي کشمکش کم کړي.
د خوړو متخصصان ټینګار کوي، چې د ورځې یوه پیاله د زنجفیل چای څښل، د خلق او خوی د ښه والي سره مرسته وکړي او استرس کم کړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




ملي امنیت شورا: له حمل میاشتې وروسته به د یوې کیلۍ موټر نه ګرځول کېږي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements د افغانستان ملي امنیت شورا د پرېکړې له مخې د حمل له میاشتې وروسته د يوې کيلۍ موټرو ګرځولو ته اجازه نه ورکول کېږي. د ملي امنیت شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه ... نور ولولئ