ټولنیز ژوند خواړه خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

د زنجبیل زیانونه

ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري

زنجبيل له ډېر پخوا څخه په خوړو کې کارول کېږي او په دودیز او یوناني طب کې هم له ډېر ارزښت څخه برخمن دی او ډېرې روغتیايي ګټې لري، خو له ټولو ګټو سره سره، د زنجبیل ناسمه استفاده کېدای شي ځینې ناوړه پایلې هم ولري. په دې لیکنه کې غواړو تاسو ته د زنجبيل د زیانونو په اړه مالومات درکړو ملتیا مو غواړم.

د ادرک/ زنجبیل په تړاو ډېری ترسره شوي تحقیقات د زنجبیل په ګټو تمرکز نه کوي. پر دې سربېره د ځينو څېړنو پایلې د وینې د فشار د کمښت درملو کارونې پر مهال د زنجبیل د ډېر استعمال په تړاو خبرداری ورکوي، ځکه چې زنجبیل یا ادرک کولای شي د وینې فشار په بېساري ډول را ټيټ کړي، له بل لوري د زنجبیل ډېره کچه استعمال د ځينو نورو ستونزو لامل هم کېږي چې له ډلې یې د وینې د فشار ګډوډي او د وینې د فشار بېساري لوړېډل دي. نو که چېرې د وینې فشار لرئ دا به ښه وي چې د زنجبيل د خوړولو څخه ډډه وکړئ.

ډېرې امېندوارې ښځې د حمل پر مهال د کانګو د مخنیوی لپاره له زنجبيل څخه ګټه اخلي، خو باید ووایو چې امېندوارو ښځو ته د زنجبيل خوړل ډېر زیان لري، حتا تر دې چې د مور په ګېډه کې د ماشوم د مړینې لامل کېږي، که امېندوارې مېرمنې د ورځې په لړ کې ۱۵۰۰ میلي ګرامه زنجبيل وخوري کېدای شي هغومره زیان ونه ویني خو بیا هم بویه د زنجبیل د خوړلو لپاره له خپل ډاکټر سره مشوره وکړي.

په خوړو کې د زنجبيل شتون بدن ته هېڅ ډول زیان نه رسوي خو امېندوارو مېرمنو ته په‌ دغه حالت کې هم ډېر زیان لري. د ایټالیوي پوهانو د یوې څېړنې پر بنسټ، زنجبيل کولای شي د امېدوارۍ پر مهال د کانګو مخنیوی وکړي، خو دوی په خپلو څېړنو باندې په پوره توګه باوري نه دي او وايي چې د دې خبرې لپاره باید ځینې نورې څېړنې هم ترسره شي، له یوې بلې څېړنې دا پایله ترلاسه شوې ده که چېرې د امېندوارۍ پر مهال له زنجبیلو څخه په خوړو کې ګټه واخیستل شي ماشوم په خپله له منځه ځي. روغتیاپالان وایي هغو میندو چې د زېږون پر مهال ډېره وینه له لاسه ورکړي وي باید په هېڅ ډول زنجبيل ونه خوري.

د دودیز طب پر بنسټ زنجبيل يو تود یا ګرم بوټی دی او په خوړو یې د انسان وجود تودېږي، یعنې د بدن د تودېدو لامل کېږي، خو د زنجبيل دغه ځانګړنه روغتیا ته ګټه نه، بلکې زیان لري ځکه چې د خولې د مېکروبي کېدلو او سوځېدلو لامل کېږي، که تاسو هم د زنجبيل تر خوړو وروسته په خپلې خولې کې د سوځېدلو احساس لرئ نو د زنجبيل له خوړلو څخه ډډه وکړئ.

د ځينو څېړنو پایلو په ډاګه کړې چې زنجبيل روغتیا ته ځینې نور جدي زیانونه هم رسوي، د بېلګې په ډول په ساه‌اخيستلو کې ستونزه پیښوي، ستونی بندوي، شونډې چاودې کوي او ژبه سوځوي، په دغو حالاتو کې باید د زنجبيل له خوړولو څخه ډډه وکړئ او ژر تر ژره ډاکټر ته ورشئ.

که له زنجبيل څخه په دوامداره توګه ګټه واخیستل شي د مخ پوستکی وچوي، همدارنګه د زنجبيل خوړل د رڼا په وړاندې د سترګو حساسیت رامنځته کوي، خو د دې خبرې په اړه تر اوسه څېړنې نهایي شوي نه دي، خو که د چا سترګې چې وروسته د زنجبيل له خوړولو څخه کمزورې شوي وي باید ژر تر ژره ډاکټر ته ورشي او د زنجبيل خوړل بند کړي.

د زنجبيل خوړل د زړه درزا ډېروي او د زړه د درزا ډېرېدل روغتیا ته ډېر زیان لري، له ځينو علمي څېړنو داسې پایلې ترلاسه شوي دي، که چېرې په ځینو څښاکونو کې له زنجبيل څخه ګټه پورته شي په بدن کې د اریتمي سیستم تحریک کوي.

دا منو چې زنجبيل یو طبیعی بوټی دی خو دا باید هېر نه کړو چې ټول طبیعي بوټي د مېرمنو لپاره درمل نه دي او ټول بوټي مېرمنو لپاره بې زیانه هم نه دي. د امریکې د متحده ایالتونو د خوړو او درملو بنسټ یا FDA له امېندوارو مېرمنو څخه غوښتي چې د ډاکټر له پرته مشورې بوټي ونه خوري، زنجبيل هم د دغو بوټو په ډله کې راځي، دغه ویلي چې امېندواره مېرمنې دې د زنجبیل له خوړلو څخه ډډه وکړي، ځکه د زنجبیل خوړل د ښځو د رحم د انقباض لامل کېږي.

که چېرې زنجبیل د بې هوښۍ په درملو پسې سمدستي وخوړل شي د وینې بهېدنې لامل کېږي او د ټپونو د ژر جوړېدو مخنیوی کوي. نو هغه خلک چې غواړي جراحي وکړي زنجبیل د له خپلو خوړو څخه لرې کړي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ