مارچ 6, 2021

له ملکیانو او کم عمره کسانو ډک زندانونه

Advertisements
  • لیکنه: ولمه ځلا

د ملي امنیت شورا وايي چې د طالبانو له خوا د حکومت په ۶۱ خوشي شویو زندانیانو کې د کم‌عمره بندیانو ترڅنګ داسې کسان هم شته چې په تېره یوه اونۍ کې د طالبانو لخوا نیول شوي دي.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن (د وري ۳۰ مه) په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې تر اوسه د طالبانو له خوا په آزاد شویو بندیانو کې زیاتره ملکي کسان دي.
د حکومت لخوا د طالب بندیانو خوشې کېدو لړۍ د وري میاشتې په شلمه پیل شوه، چې تر اوسه یې ۳۶۱ طالب بندیان خوشې کړې دي خو طالبانو هم له تېرې اونۍ راهیسې ۶۱ افغان بندیان خوشې کړي دي.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وویل په کندهار کې د طالبانو لخوا ازاد شویو بندیانو کې لس تنه امنیتي ځواکونه او پاتې نور یې ملکي کسان دي چې هغه هم څلور یې کم عمره هلکان ول.
د نوموړي د معلوماتو له مخې په لغمان کې د طالبانو له خوا په ۴۰ ازاد شویو بندیانو کې نهه امنیتي ځواکونه او شپږ کسان یې پخوا له دندو لرې شوي ول.

فیصل وايي: “په لغمان کې د طالبانو لخوا په ازاد شویو بندیانو کې ۲۸ هغه کسان دې چې په تېره یوه اونۍ کې د طالبانو لخوا نیول شوي دي.

ده ادعا وکړه چې طالبان اوس مهال د افغان حکومت د ۱۰۰۰ بندیانو د خوشې په خاطرد هېواد په بېلابېلو برخو کې ملکي کسان نیسي او خپلو زندانونو ته یې وړي.
فیصل وویل چې په لغمان کې په ازاد شویو زندانیانو کې ۱۲ یې هغه محلي پولیس دي چې طالبانو ته تسلیم شوي ول، چې له قانون سره سم بهه ورسره چلند وشي.
دی وايي طالبان هڅه کوي چې په بېلابېلو سیمو کې د بندیانو د لیست پوره کېدو په موخه ملکي کسان نیسي او زندانو ته یې بیايي.
ده زیاته کړه چې حکومت غواړي طالبانو باید له سپارلي شوي لیست سره سم بندیان خوشې کړي.

فیصل وايي: “موږ له سره صلیب، یوناما او د حقوق بشر له سازمان څخه غوښتنه کوو، چې طالبان باید په خپلو زندانو کې کم عمره او ملکي کسان خلاص کړي.

ده دا هم وویل چې د ولسمشر د فرمان پر اساس د طالب بندیان د ۱۵۰۰ کسانو د خوشې کېدو لړۍ به دوام لري.
د یادونې وړ ده چې افغان حکومت د طالب بندیانو د آزادېدلو په لومړي پړاو کې سل طالب بندیان خوشې کړل، خو طالبانو ته دا پروسه د منلو وړ نه وه.
د طالبانو تر دوه سوه زندانیانو د خوشې کېدو وروسته د افغان حکومت د خوشې پروسه پیل کړه چې ډېری یې هم ملکي کسان دي.
افغان حکومت د طالب بندیانو له خوشې کېدو سره د تاوتریخوالي د کچې د کمېدو او د دایمي اوربند د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.
د حکومت مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال رسنیو ته ویلي چې حکومت د سولې او طالب بندیانو په خوشې کولو کې اړین ګامونه پورته کړي، چې باید د تاوتریخوالي کچه ټیټه او دایمي اوربند ته لاره هواره شي.
که څه هم طالبانو ادعا کوله چې د دوی بندیان په بې اساسه بهانو په زندانونو کې ساتل کېږي، نو ځکه یې له کابل څخه هم خپل درې کسییزه پلاوی هم وغوښت، خو اوس مهال د دوی لخوا په ازاد شویو کسانو کې زیاتره ملکي کسان شته.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د سويلي افريقا کريکټ بورډ دوه نوي لوبډلمشران وټاکل

لیکوال: مدثر دعوت - برخه : سپورټ

Advertisements د سويلي کريکټ بورډ اعلان وکړ چې د ټيسټ،يو ورځنيو او شل اووریزو لوبو لپاره يې لوبډلمشران ټاکلي. د سويلي افريقا کريکټ لوبډلې مخکنی لوبډلمشر کوينټن ډيکوک وو خو په يوې نوې پرېکړه کې ... نور ولولئ