مارچ 6, 2021

ځانوژنه؛ هغه کمزوري چې د بې ارزښتۍ احساس راکوي

Advertisements
ژباړه: ملیحه ناصري

د ځانوژنې په اړه چورت راولوېد، یوه شېبه هېښه حیرانه ناسته وم چې دا خلک ولې ځانوژنه کوي؟ لامل یې څه دی؟ ایا ژوند نور دومره بېخونده شوی چې له زغملو وتلی؟ ستونزو ته به هېڅ حللاره نه وي؟ دا به اروايي ناروغي وي که د انسان کمزوري؟ د عقیدې سستي ده که ټولنیزې ناخوالې نور انسان دېته اړ کوي چې په خپل لاس خپل خوږ ژوند ختم کړي؟
په دې لیکنه کې مې د ځانوژنې اړوند موضوع را اخیستې او دلته به پرې بحث کېږي.
ځانوژنه هغه ښکارنده ده چې دا ډېر کلونه یې له دودیزو اړیکو رانیولې تر ښاري پېچلیو اړیکو پورې يې د انسان ګرېوان نیولی، د ټولنیزو هسکو ټيټو په ترڅ کې یې د کورنیو او ټولنو اروا، زړه ټپې کړی دی.
موږ ټول په ژوند کې د یوازیتوب، ژور خپګان، بېکسۍ او ناهیلۍ احساس، تجربه کوو. د ډېر نږدې کس مړینه او په اړیکو کې ماتې، هغه څه دي چې زموږ پر نفس باور راټيټوي، موږ ته دا احساس راکوي چې ګڼې بې ارزښته یو. د دې لپاره چې د هر چا روزنیز (تربیتي) او احساسي جوړښټ، همغه کس پورې ایسار وي، نو له مختلفو شرایطو سره بېلابېل غبرګونونه ښيي. د دې د جوتولو او تشحیص لپاره چې ایا دا کس د ځانوژنې هوډ لري او که نه، باید چې د هغه/ هغې بحراني دريځ په غور مطالعه شي
د ځانوژنې دا پېچلې ښکارنده له پېړیو راهیسې د دیني عالمانو، فلیسوفانو، ټولنپوهانو، ارواپوهانو، اروايي ډاکټرانو او هنرمندانو د پام وړ ګرځېدلې ده. له دوی څخه به هر یوه هڅه کوله چې د خپل لیدلوري مطابق دا پدیده تعریف او پېژند ورکړي. ځانوژنه داسې پدیده ده چې څو اړخونه لري. بېلابېل اروايي، فرهنګي او ټولنیز عوامل یې په پېژندلو کې برخه اخلي، نو د یوه لیدلوري یا اند له مخې د دې پدیدې پېژندنه سم کار نه دی او د مخنیوي په خاطر به يې هېڅ مرسته ونه کړي.
په اوسني ښاري ژوند کې د وګړو ډېروالی، د خلکو ترمنځ نابرابري، د غربت او له امله یې د یوازیتوب احساس، د کورنۍ د غړو کمښت، د کورنۍ مینې کموالی او خپل برخلیک ته د یوه کس ورپرېښودل، سیالي، د لرې اوږدمهاله هیلو (مادي) لرل، غوښتنې او بېوسۍ، له کورنۍ تېښته او بې پروا ټولنې ته پناه وروړل، د مډرنه ښاري ژوند په متضادو ارزښتونو کې لالهاندي، مادي محرومیت او په مینه کې ماتې، داسې حالت رامنځته کوي چې وګړی د ځانژغورنې لار د ژوند په پای ته رسولو کې ویني او بالاخره ځانوژنه کوي.
د ځانوژنې اړوند نامتو څېړونکی (ډورکیم) دا ښکارنده داسې راپېژني: “ټولې مړینې چې په مستقیمه/ نامستقیمه بڼه د قرباني د خپلو مثبتو/ منفي کړنو پایله وي او دی/ دا د خپل دغه کار له وژونکو پایلو څخه خبر وي، ځانوژنه ده.”
ځانوژنهsuicide)) د لاتیني دوو وییونو له ریښو رغېدلې ده چې یو یې) ځان/ sui) او بل یې (وژل/ caeder) دی. لومړنی ځل دا کلمه (فرانسوي ډفونټن) وکاروله. د نړیوال توافق پر بنسټ د ځانوژنې پېژند دا دی:
“هغه کړنه چې وګړی یې په بشپړ پوهاوي او د وژونکو پایلو په پوهېدلو سره کوي، خپل ژوند ختموي، ځانوژنه ده.”
پر همدې بنسټ د ځانوژنې کلمه هغه وخت کارول کېدای شي چې وګړی یې له پایلو خبر او پرې ومري، خو که له پایلو یې خبر نه وي او مړ هم نشي، هغې ته د ځانوژنې هوډ یا ځانوژنې ته ورته کار (شبه ځانوژنه) ویلی شو.
د ځانوژنې تکل/ شبه ځانوژنه کې وګړی د ځان ښکارونې، کسات اخیستنې، ځواک ښکارولو، پر چا فشار راوړلو یا پام اړولو په پار دا کار کوي، خو ښايي ترې مړ هم شي.
د ځانوژنې او شبه ځانوژنې شمېر تر هغې ډېر دی چې اعلانېږي. د شبه ځانوژنې شمېر د ځانوژنې په پرتله لس چنده ډېر دی. اړتیا ده چې شبه ځانوژنې ته هم د خودکشي په څېر پاملرنه وشي او لومړی باید د اقدام انګېزه جوته شي.

د ځانوژنې د لاملونو پېژندل

له نظري پلوه، ځانوژنه د یوه شي غوښتلو او نه غوښتلو سره تړاو نه لري، اړینه خبره دا ده چې په ناکامۍ، د غوښتنو نه پوره کېدلو، په سختۍ د اړتیاوو پوره کولو، یوې اړتیا ته د همغه کس د ارزښت ورکولو څومره‌والي پورې اړه لري. ډېری ځانوژنې له پنځو اروايي اړتیاوو سره تړاو لري:
۱- د مینې د اړتیا نه پوره کېدل او هغو کړیو سره تعلق چې نه پوره کېدو کې یې ښکېل وي.
۲-  د هغې بې نظمۍ نه کنټرول چې د نه پرمختګ، ناکامۍ او نه خپلواکۍ لامل کېږي.
۳-  بېځایه ځان غوښتنه چې د شرم او ماتې له وېرې، د خواخوږۍ او مرستې منلو په اړتیا کې د ناکامېدو معلول دی.
۴-  د اړینو او ضروري اړیکو پرېکون، د خواخوږۍ/ مرستې په اړتیا کې د نه بریا، معلول دی چې خپګان، غم او د بېکسۍ احساس ورسره مل وي.
۵-  غوسه، قهر، کرکه چې د غوره‌والي او برلاسي د اړتیا د ناکامېدلو لپاره معلول دی.
د ځانوژنو ډولونه تر دې پنځو ډېر دي چې هر یو باید له خپلو جزیاتو سره وسپړل شي. په ټولیزه توګه د ځانوژنې د لاملونو په اړه نظرونه پر دوو برخو وېشل شوي چې یوه یې وګړی او بله یې ټولنه لامل ګڼي.
۱ ارواپوهنیزې نظریې
دا نظریې پر وګړي راڅرخي. سکیرول لومړنی ارواپوه و چې ځانوژنه یې د ارواپوهنې له انده وڅېړله، خو اړینه نظریه په دې اړه د فرویډ وه.
فرویډ پر دې اند و چې ځانوژنه له بهرني وضعیت او غوسې سره د خپل ځان پر وړاندې نامعقوله دښمني ده. په اصل کې ځانوژونکی په دې کار سره هغه خلک تنبیه کوي چې د ده/دې د غوسې پارولو لامل شوي. یا په بله بڼه د ټولنې پر نا ماسبه وضعیت باندې نیوکه کول دي.
د زدکړې په اړه یې لیدلوري: دغه لیدلوری د ځانوژنې لامل کسات، له تللي ملګري سره د پیوستون او مطلقې هوساینې ته رسېدل ګڼي. همدارنګه ټولنیز لیدلوری په دې هکله دا دی چې کوم مشهور یا ملګری/نږدې کس الګو کړي.
د پېژندنې لیدلوري: دا لیدلوري وايي چې کېدی شي وګړی د ناهیلۍ په ترڅ کې، مرګ او ځانوژنه د خلاصون لار وګڼي.
د اډوین لیدلوری: دی وايي چې کېدی شي دا اقدام له بل کس سره د وصل په پار وشي. یانې وګړی غواړي خپلې ناکامې اروايي اړتیاوې، مهمو او اړینو کسانو ته ور ورسوي.

۲ د ټولنپوهنې لیدلوری

دوی په ځانوژنه کې فرهنګي عوامل څېړي. دوی وايي چې ځانوژنه ټولنیز زیان دی او دا د ټولنې ناسم جوړښت چې یو کس خودکشي ته اړباسي. په دې لیدلوري کې اړین لامل دا دي:
الف- فرهنګي لاملونه: د سنتي ارزښتونو ګډ وډي، د پردیو فرهنګونو د ارزښتونو تپل، د کلتوري ارزښتونو تعرض، فردپالنه او د ټولنې ناسم نظام.
ب- وټه‌ییز(اقتصادي) عوامل: فقر، بېکاري، محرومیت، کاري نا امني، د استوګنځیو ستونزې، د ټولنې اقتصادي تورم او بدلون.
ج- ټولنیز لاملونه: د نفوس ډېرښت، کډوالي، جګړه، تبعیض (نژادي، جنسیتي، مذهبي)، پاشل شوې کورنۍ، بېسوادي، د واده اړوند ستونزې، د رخصتیو اړوند ستونزې….

د ډورکهیم نظریه:

فرانسوي نامتو ټولنپوه ډورکهیم د ځانوژنو اړوند څېړنو په پای کې هغه پر دریو برخو وېشلې ده:
الف- ځان غوښتونکې ځانوژنه: دا هغه وخت کېږي چې د ټولنې له هېڅ یوې ډلې سره ټینګه اړیکه نه وي. څومره چې له ټولنې سره اړیکې سستې وي، هومره د دې ځانوژنې شمېر پکې کم وي، خو که اړیکې لا ټينګې وي، د ځانوژنې دویمه بڼه رامنځته کوي چې هغه د نورو لپاره ځان وژل دي.
ب- د نورو لپاره ځان وژل: دا یې هغه ډول چې وګړی دومره په اړیکو کې ډوب وي چې غواړي ځان تر نورو کوربان کړي، لکه د هند د کونډو او جاپانیانو ځانوژنه.
ج- د نامنظمۍ له امله ځانوژنه: دا ځانوژنه د ځانګړو ټولنیزو شرایطو په ترڅ کې هغه وخت کېږي چې پر وګړي د ټولینز ناورین له خوا فشار وي.

روغتیايي نظریه

دا نظریه وايي چې ځانوژنه اروايي ناروغي ده او جرړې یې هم باید په نورو اروايي ناروغیو کې وپلټل شي. د څېړنو پایلې ښيي چې ۹۵٪ هغو وګړو چې ځانونه وژلي، له یو ډول اروايي ناروغیو سره لاس و ګرېوان وو. تر ټولو مشهور ډولونه یې: ژورخپګان (افسرده‌ګي)، د شخصیتي حدونو اختلال، له چاپېریال سره د نه جوړېدو ګډ وډۍ، د ناسمو موادو (نشه‌يي) له امله اختلال او سکیزوفرني.

د ځانوژنې مخنیوی:

دا مخنیوی په دریو پړاوونو کې کېږي. اولیه مخنیوی چې د ځانوژنې په هکله د هر ډول سوچ کولو مخه باید ونیول شي. په خواشینۍ سره چې په دې هکله چندان د پام وړ کارونه نه دي شوي. ثانوي یا دویمیز اقدامونه هغه وخت کېږي چې د ځانوژنې اړوند فکرونه برالا شي، خو هغه کس لا ځان نه وي وژلی.
مخنیوی دا دی چې کس د اروايي ناروغانو په روغتون کې بستر، رواني درملنه، دوايي درملنه یې وشي او چاپېریال یې جوړ شي. دې وخت کې کورنۍ، ملګري او دوستان باید وړاندې شي.
درېیمه بڼه مخنیوی هغه وخت کېږي چې وګړي هڅه کړې وي، خو ناکام شوی وي؛ نو د بیا تکرار مخهm یې باید ډب شي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي