زلمی خلیلزاد هغه افغانی الاصله امریکایي دی، چې له لسیزو راهیسې د افغانستان د سیاست ګڼ لوبغاړي او څارونکي یې له نامه او کارونو سره اشنا دي.
دا سړی ان د روس خلاف د افغان جهاد له وخته د افغانستان- امریکا ترمنځ یو پول و.
خلیلزاد، چې هغه وخت ځوان و، امریکا ته د ورغلو افغان جهادي مشرانو او د وخت امریکایي ولسمشر ریګن د مجلس ژباړن و.
دلته به له خلیلزاد سره لا نور اشنا شئ:
په مزار کې زیږیدلی لغمانی
زلمی خلیلزاد اصلا د ختیځ ولایت لغمان استوګن دی، خو د ۱۹۵۱ د مارچ په ۲۲ مه په شمالي ښار مزارشریف کې زیږیدلی.
د خلیلزاد پلار پښتون او مور یې تاجیکه ده. د ده پلار د شبرغان د نفتو تر ماموریت وروسته په کابل او ان د وخت د پاچا محمد ظاهرشاه په دربار کې دنده ترسره کړې.
زلمی د زلمیتوب تر یوه وخته په کابل کې و؛ هلته یې زده کړې کړي. په ۱۹۷۰ لسیزه کې د لبنان بیروت امریکایي پوهنتون کې له اوسني ولسمشر اشرف غني سره هم مهاله لوړو زده کړو ته تللی او د نړیوالو اړیکو او دیپلوماسۍ په برخو کې یې هلته او په نورو ځایونو کې د دوکتورا تر کچې زده کړې کړي.
د فلسطین پخوانی مدافع
خلیلزاد سره له دې، چې کمونیست ضده څېره ده، خو وېل کیږې چې د پوهنتوني زده کړو پر وخت یې هم کیڼ لاسي سیاست ته تمایل و او هم د فلسطین د ازادۍ مدافعت یې کاوه.
د وخت په تېریدو سره هغه له دغو دریځونو واوښت او په یوه جمهوري غوښتونکي لیبرال امریکایي بدل شو.
امریکایي تابعیت
خلیلزاد له ۱۹۸۵ میلادي کال راهیسې د امریکا متحده ایالاتو د تابعیت سند لري.
د دغه سند اخیستو په اولو وختونو کې هغه یوه لنډه موده د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي پروګرام جوړونې د څانګې سلاکار و.
دغه وخت د روسانو پرضد د افغان جهاد تودې ورځې وې او امریکا خورا لېواله وه، چې افغان مجاهدین حمایه او خپل نړیوال حریف پرې وځپي.
دا موقع خلیلزاد ته د سرو زرو شوه؛ دی د افغاني هویت د لرلو ترڅنګ د امریکایي زده کړو او اعتبار لرلو له وجې د امریکایي حکومت د پام وړ او د یهرنیو چارو په وزارت کې له افغان مجاهدینو سره د اړیکو یو له مسولو کسانو شو.
د روسانو تر وتو وروسته خبرداری
خلیلزاد له افغانستان څخه د روسانو تر وتو وروسته په څو لیکنو کې امریکا ته خبرداری ورکړ، چې د افغانستان ځانته پریښودل ښې پایلې نه لري، خو امریکایانو دا خبرداری جدي ونه باله او بدې پایلې یې تجربه کړې.
خلیلزاد په افغانستان کې د افراطیت راتلونکي ته اندیښمن و، چې دا اندیښنې وروسته په حقه ثابتې شوې.
خلیلزاد په ۱۹۸۹ امریکایانو ته د عراقي واکمن صدام حسین د پرځولو او د دې کار لپاره یې د وسله والو مخالفینو د مسلح کولو وړاندیز وکړ.
دې موضوع ته هم څو کاله وروسته امریکا قانع او د صدام حکومت یې پرځوه.
یونیکال کمپنۍ، طالبان او کرزی
خلیلزاد له اوله سره د طالبانو د رامنځته کیدو مخالف و. کله چې د امریکا نیونیکال کمپنۍ غوښتل د افغانستان له لارې ترکمنستان سره د نفتو تړون وکړي، خلیلزاد د دغې کمپنۍ ستراتیژیک سلاکار و.
وېل کیږي، چې حامد کرزي هم دغه وخت یادې کمپنۍ سره کار کاوه او هڅه یې کوله چې د خلیلزاد په ملتیا طالبان له یادې پروژې سره همکارۍ ته وهڅوي.
وېل کیږي چې کرزي سره له هماغه وخته د خلیلزاد اړیکې ښې وې او د دغو اړیکو له مخې یې وروسته ډېر ملاتړ ترې وکړ.
خلیلزاد په ۲۰۰۱ کې د طالب واکمنۍ له سقوط سره په افغانستان کې د ولسمشر بوش ځانګړی استازی وټاکل شو.
هغه دغه وخت د افغانستان ټولواک ګڼل کیده، ده هم له ولسمشر کرزي او هم له ولسمشر بوش سره نیږدې اړیکې لرلې.
زلمی خلیلزاد په ۲۰۰۳ کې د عراق لپاره د امریکا استازی او سفیر وټاکل شو.
دی څو میاشتې مخکې افغان سولې ته د امریکا د لېواله کیدو سره د دغې سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی وټاکل شو.
خلیلزاد د افغاني ټولنې په شناخت او هم یې مقتدرو خلکو سره په ژبه پوه ګڼل کیږي.
دی د جنګسالارانو، پاکستان، ایران او په ټوله کې د افراطیت له توندو مخالفانو یادیږي.
زلمی خلیلزاد د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزارت پخوانی او پیاوړی کارکوونکی دی.
هغه د افغان سولې په اړه وایی: زه په افغانستان کې زیږیدلی یم، غواړم په ژوندوني دا وطن بیرته له جنګه پاک ووینم!