افغانستان سرسکالو سوله سیاست

زاخیلوال: عبدالله سره د سیاسي اجماع او یووالي پر ساتنې ډیر وغږیدم

لیکنه: بشر درویش

خبر: بشر درویش

پخوانی افغان چارواکی او سیاسي څیره ډاکټر عمر زاخیلوال وايي، د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره یې لیدلي او پر یو شمیر مسایلو یې خبرې کړي دي.

نوموړي په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي چې له نوموړي سره یې د سیاسي اجماع او یووالي پر ساتنې او ټنګښت باندې اوږ خبرې کړي دي.

عمر زاخیلوال په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې د عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې د ټیم پلوی او غړی و.

ښاغلي زخیلوال وړاندې لیکلي:

«نن د سولې د عالي شورای رئيس ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله سره په کتنه کې مو د راتلونکو بین الافغاني مذاکراتو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون د سولې پر لور پر راتلونکو ګامونو، فرصتونو او ګواښونو او همدارنګه د سولې په هڅو کې د سیاسي اجماع او یووالي پر ساتنې او ټینګښت اوږدې خبرې وکړې.»

نوموړي پر داسې مهال له ډاکټر عبدالله سره لیدلي چې ویل کیدل د روانې میلادي جون میاشتې پر ۱۵مه د سولې بین الافغاني خبرې پيل شي، خو تر اوسه یې څرک نه دی لګیدلی.

ځینو راپورونو کې ویل شوي چې د سولې دا خبرې به د همدې میاشتې په پای کې شروع شي چې تر اوسه یې کره معلومات نشته.

بل پلو؛ افغان امنیت شورا ویلي چې طالبانو په وروستیو کې خپلو بریدونو سخت زور ورکړی او ګڼو افغانانو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.

په عین حال کې ولسمشر اشرف غني پرون د کابینې په غونډه کې د طالبانو بریدونه غندلي او دا یې د سولې مخالف ګام بللی دی.

هغه ویلي د طالبانو د بریدونو زیاتوالی د سولې مانع کیدای شي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ