فبروري 25, 2021

د قرانکريم د يوه ايات د خپرولو په خاطر هندوانو د ظاهرې وصيم په وړاندي سخت غبرګون وښود!

خبريال: مدثر دعوت
ظاهره وصيم پر ټولنيزو رسنيو د قرانکريم د يوه ايات د خپرولو په خاطر مجبوره سوه چي خپل د ټويټر،فيسبوک او انسټاګرام اکاونټونه غير فعال کړي.
د باليووډ سينما پخوانۍ ښځينه لوبغاړې هغه وخت د هندوانو د سخت غبرګون سره مخ سوه چي هغې د الاعراف سورت ۱۳۳ ايات پر خپلو ټولنيزو رسنيو خپور کړ.
د الاٴعرَاف سُوۡرَةُ ۱۳۳ ايات:
فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمُ الطُّوفَانَ وَالْجَرَادَ وَالْقُمَّلَ وَالضَّفَادِعَ وَالدَّمَ ءَايٰتٍ مُّفَصَّلٰتٍ فَاسْتَكْبَرُوا وَكَانُوا قَوْمًا مُّجْرِمِينَ
ژباړه:”په پاى کښي موږ پر هغوى طوفان ولېږه، د ملخانو سيل مو ور خوشې کړ، شپږي مو خورې کړې، چُنګښې مو راويستلې، او وينې مو وورولې. دا ټولي نښانې مو بېلا بېلې وښودلې، خو هغوى سرکښي غوره کړه او ډېر مجرمان خلك ول”.
د تيرو څو مياشتو راهيسي د هندوستان د ګجرات او راجستان ايالتونو او ځيني نوري سيمي د ملخانو تر سختو حملو لاندي راغلي، چي اکثريت کښتونه يې له منځه وړي نو هندوان پدې خاطر په خښم دي چي د ظاهرې وصيم ددې ايات د خپرولو څخه مقصد دا وو چي د هند خلک مجرمان او سرکښان دي نو ځکه د ملخانو سيلونه او عذابونه ورباندي راغلي دي.


پر ټولنيزو رسنيو هندوانو د ظاهرې په اړه ډول ډول څرګندوني کړي،ځينو ورته د افراطي خطاب کړی، چا ورته د خايني،چا د محرمي او چا بيا په پاکستان پوري تړلې ده.
دا مجبوره سوه چي د پنجشنبې په ورځ خپل ټول ټولنيز اکاونټونه غير فعال کړي ،خلکو داسي فکر وکړ چي د دوی له ويري يې ډيليټ کړي دي.
د خپلو اکاونټونو د غير فعالولو په ځواب کي ظاهرې ويلي چي زه هم د نورو په څير انسانه يم ،کله چي زما په پر شاوخوا غالمغال پيل سي اجازه لرم چي د هرڅه څخه ليري وسم او وقفه ترې واخلم.


تر دې وړاندي هم ظاهرې د کشمير او جمو په وړاندي د بې عدالتيو په اړه ټويټونه کړي وه چي د هندوانو له لوري د سختو غبرګونونو سره مخ سوه.

ظاهره وصيم په ۲۰۱۶ز کې د باليووډ سينما ته راغله چي لومړنی فلم يې د عامرخان سره ډانګل وو، چي د هندي سينما د ترټولو بريالي فلم لقب يې وګټی،را څرګنده سوه.
په ډانګل کي تر لوبيدو او بريا وروسته دا کشميرۍ پيغله خورا مشهوره سوه چي په لسګونو فلمونو کي د لوبيدو وړانديزونه ورته راغله خو تر ډانګل وروسته يې يوازي په سکريټ سوپر سټار او سکای ايز پينک فلمونو کي کار وکړ.
ظاهرې وصيم په ۲۰۱۹ز کي د باليووډ سينما سره پدې خاطر خدای په امانی وکړ چي ددې په وينا خپل مذهب ته يې خطر پکښې ليدی.

دې هغه مهال رسنيو ته وويل چي زما دين او کلتور اجازه نه راکوي چي زه دي په سينما کي کار وکړم ځکه زه په باليووډ کي د خپل ايمان لپاره خطر وينم.
۱۹ کلني ظاهرې وصيم د باليووډ په لنډ مسلک کي ملي ايوارډ،د غوره ملاتړي ښځينه اداکاري ايوارډ، د فلمفير او نور ايوارډونه ګټلي دي.

تر هغې وروسته چي ظاهرې د باليووډ سينما ترک وهلې پر ټړلنيزو رسنيو اکثريت وخت د قرانکريم اياتونه،حديثونه او غوره ويناوي خپروي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*


د شعلې فلم ګبر څوک و؟

لیکوال: مریم صدیقي - برخه : سینما او موسیقي

د هند په سینما کې داسې ډېرې څېرې تېرې شوی، چې تر مړینې وروسته یې هم خلکو ستایلي او تر اوسه د خلکو به زړونو کې ځای لري. یو له دې څېرو څخه امجد خان ... نور ولولئ