مارچ 7, 2021

زينب محسني: له دايکندي د امريکا تر کانګرس پورې

Advertisements

خبريال: مدثر دعوت
د افغانستان له جګړې امريکا ته مهاجره سوې افغانه زينب محسني غواړي د لومړنۍ افغانې په حيث د امريکا سياست ته ننوزي.
زينب ۱۷ کلونه وړاندې د خپلې کورنۍ سره يوځای د دايکندي ولايت څخه پاکستان ته مهاجره سوه او له هغه ځايه په ۲۰۰۳ز کې امريکا ته ولاړه،اوسمهال د امريکا د کانګرس لپاره نومانده ده او غواړي د دموکرات ګوند له ادرسه ددې هيواد د نمايندګانو د مجلس غړې سي.
محسني وايي د نوماندۍ څخه يې هدف دادی تر څو خلک د افغان ښځينوو پر وړتيا باوري سي او له دې لارې هغو افغانانو ته چې په امريکا کې اوسيږي خدمت وکړي.


زينب خپلې لوړي زده کړې په امريکا کې کړي او د خپلي نوماندۍ په اړه وايي:” په امريکا کې غريبان او هغه کسان چې خپلو حقوقو ته لاسرسی نلري اکثريت يې مهاجران او کارګران دې،ما په همدې خاطر د امريکا کانګرس ته ځان نوماند کړی تر څو ددې خلکو اواز سم، ځکه دوی اقليت دي.
ميرمن محسني د افغانستان د دايکندي ولايت څخه ده،دې د اړيکو په برخه کې لوړې زده کړي او اوس د امريکا په ويرجنيا ايالت کې د ښځو د حقوقو د مدافعو د ټولنې غړې ده.

دا ۳۱ کلنه مېرمن د امريکا په ويرجنيا ايالت کې ژوند کوي، درې وروڼه او يوه خور لري.
محسني وايي د افغانستان ښځې ماته دا الهام راکوي چې زه بايد لا ډېر کار وکړم،ځکه دوی په سختو حالاتو کې مبارزه کوي او دا ښيي چې ښځې په هر ډول ستونزمن حالت کې پياوړې دي.
دا وايي که بريالۍ سي د امريکا په هر کونج کې به ټولو افغانانو ته چې اړتيا او ستونزې ولري ځان رسوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د امریکا د بهرنیو چارو وازرات؛ اووه افغانو مېرمنو ته د زړورتیا جایزه ورکوي

لیکوال: نسیمه محمدي ، کابل - برخه : افغانستان

Advertisements تمه ده د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د زړورو مېرمنو افتخاري جايزه، اووه افغانو ښځو ته ورکوي، چې په ٢٠٢٠م کې يې خلکو ته د خدمت په جريان خپل ژوند له لاسه ورکړى ... نور ولولئ