سپینې ماڼۍ ته د زهرو ککړ لیک په تور نیول شوې ښځې سره تفانچه هم نیول شوې

مهر تاج

یوه ښځه سپینې ماڼۍ ته د (Ricin) زهري موادو د لېږدولو په تور د متحده ایالاتو – کاناډا په پوله کې نیول شوې او له هغې څخه یوه تومانچه هم ترلاسه شوې ده.

An American flag flies at half-staff over the White House in Washington, Saturday, Sept. 19, 2020. Federal officials have intercepted an envelope addressed to the White House that contained the poison ricin. That’s according to a law enforcement official who spoke to The Associated Press on Saturday. (AP Photo/Patrick Semansky)

د انګلستان نشریاتو، د متحده ایالاتو د کډوالۍ چارواکو په حواله ویلي، چې یوه ښځه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته د ریسن په نامه د خطرناک زهرجنو موادو کڅوړې د لېږدولو په شک نیول شوې وه.
د کډوالۍ د چارواکو په حواله، ښځه له سرحدي سیمې څخه د تومانچې سره هغه مهال ونیول شوه، چې له کاناډا څخه متحده ایالاتو ته داخلېدله.
څېړونکي وايي، سپینې ماڼۍ ته له رسېدلو مخکې تېره اونۍ د کاناډا څخه د وژونکي مسموم خط ترلاسه شوی و.
د تفتیش فدرالي اداره (FBI) او پټ خدماتو اداري، د وژونکي زهرو پاکټ لیږلو په اړه څېړنې کوي، دوی په دې هکله د کاناډایي پولیسو مرسته هم غوښتې.
د چارواکو په وینا؛ FBI له ډېری ازموینو وروسته په پاکټ کې د ریسن (Ricin) زهرو شتون تایید کړ.
د ټرمپ ادارې تر دې دمه له کاناډا څخه د سپینې ماڼۍ د مسمومیت یا زهرو د لېږد په اړه څه نه دي ویلي.
د FBI چارواکو «اسوشیټیډ پریس» سره خبرې کړې او ویلي یې دي،چې اوسمهال د امریکایانو ژوند ته کوم ګواښ نشته.
که څه هم (نیوز چینل) اندیښنه څرګنده کړې، چې تورن کسان ممکن ریسون د “ټیکساس” ادرس  جیل او نورو مهم دفترونو ته استولي وي.
ریسن یو ډول طبیعي زهر دي، چې د کاسټور په غوړو کې موندل کېږي او په سپینه ماڼۍ کې څو ځله کارول شوي.
د متحده ایالاتو د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکز (CDC) په وینا ،ریسن یو وژونکی زهر دی،چې که په بدن ولګېږي، یا د ساه یا هم پیچکارې له لیارې جسم ته داخل شي، نو د ټوخې، کانګې، داخلي خونریزي او په پایله کې د وجود د عضؤو د تخریب لامل کېدای شي.
د سي ډي سي په حواله د ریسن لپاره هېڅ مشخص انډیتوډ نشته او که څوک یې قرباني شي، نو مړینه یې له ۳۶ څخه تر ۷۲ ساعتونو پورې حتمي یا یقیني ده.
د سي ډي سي په وینا دا زهر په نورو لارو کې کارول کېږي ، لکه د پوډرو په شمول، په ترهګریزو توطیو او نورو سازشونو کې.
پر سپینې ماڼۍ سربېره نورې فدرالي ودانۍ په تېرو وختونو کې د نورو زهرجنو حملو هدف ګرځېدلې، لکه د ۲۰۱۴ مسیسي سړی، چې پخواني ولسمشر بارک اوباما او نورو چارواکو ته د مسموم شوې یا هم د زهرلرونکي لیک د لیږلو په تور، په ۲۵کاله بند محکوم شوی.
بیا څلور کاله وروسته، یعنې په ۲۰۱۸ کې، د سمندري ځواکونو یو پخواني افسر پنټاګون سپینې ماڼۍ ته د مسموم یا زهرلرونکي لیک په لېږدولو تورن شوی و.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.