مارچ 2, 2021

ظاهر خان ویسټ انډیز هیواد ته روان شو

لیکنه:محمدصابر حمیدي

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه سلو توپ اچونکی ظاهر خان پکتین د ویسټ انډیز هیواد په کورنیو تجارتي سیالیو کې د ګډون په موخه پرون د اختر په لومړۍ ورځ ویسټ انډیز هیواد ته روان شو.
ظاهر خان پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې له ټولو هیوادوالو غوښتې، چې د ویسټ انديز هیواد په کورنیو تجارتي سیالیو «CPL» کې د ځلېدو په موخه ورته دعاوي وکړې.

 
د راپورونو له مخې ظاهر خان د ویسټ انډیز په کارابین سیالیو کې خپلې پخوانۍ لوبډلې له ځان سره ساتلی وو او سږ کال به یو ځلې بیا د یادې لوبډلې سره ولوبیږي.
په دې سره دا تم افغان لوبغاړی دی، چې سږ کال به د ویسټ انديز هیواد په یاد لیګ کې ولوبیږي.
تر دې مخکې په یاد لیګ کې نجیب الله ځدران، محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان، قیس احمد، رحمن الله ګربز، نوراحمد لکڼوال او نوین الحق اخیستل شوي دي.
دا لومړی ځل دی، چې په کارابین لیګ کې به دومره شمېر افغان لوبغاړي ولوبیږي.
د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ کورنی لیګ «CPL» د روانې اګیسټ میاشتې له ۱۸مي بیا د سیپټمبر میاشتې تر ۱۰مي نېټې پورې ترسره کیږي.

د CPL لیګ تنظیموونکو خبر ورکړی، چې ټولي لوبې د ویسټ انډيز هیواد په دوو ښارونو ترینیداد او توباګو کې ترسره کیږي.
دوی وایي لوبغالي ته مینوال نشي ورتللای او لوبې به ټولې د بندو دروازو تر شاه ترسره شي.
د کورونا ویروس څخه راوروسته به د ویسټ انډيز هیواد CPL لیګ لومړنی لیګ وي، چې ترسره شي.
دا د کاربین لیګ اتم پړاو دی، چې اګسټ میاشت کې به پیل شي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




راشدخان: د یوه قوي ټیم درلودلو لپاره اړتیا ده، زیاتې ټیسټ لوبې وکړو

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي     د ایسفاین کرکی انفو د راپور له مخي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړي راشدخان ویلي، چې که موږ په کال کې له درې ـ څلورو لوبو ډېرې ... نور ولولئ