فبروري 24, 2021

له دریو نامتو افغان لوبغاړو راوروسته اوس بیګ باش کې ظاهرخان ښه لوبیږي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د ایرلنډ په وړاندې یو ورځنیو لوبو ته د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې دریو نامتو لوبغاړو محمدنبي، راشدخان او مجیب ځدران د اسټرالیا بیګ باش سیالۍ پرېښودې او متحده عربې اماراتو کې له ملې لوبډلې سره یوځای شول.
دا درې واړه لوبغاړي د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې د خپلو لوبډلو لپاره په هره برخه کې خورا ښه وځلېدل.
خو اوس نوراحمد لکڼوال، قیس احمد او ظاهرخان هغه درې افغانان دي، چې لا هم د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې لوبېږي.
د یادو لوبغاړو له ډلې ظاهرخان د بیګ باش لیګ په ۴۲تمه لوبه کې پرون د خپلې لوبډلې میلبورن سټارز لپاره ښه توپ اچونه وکړه.
هغه په څلورو اورونو کې ۲۳ منډې ورکړې او د مخکینۍ لوبې ترڅنګ یې پرون هم ۲ ویکټې واخیستې.

د ظاهرخان لوبډلې میلبورن سټارز په یاده لوبه کې میلبورن رینیګیډز ته په ۶ ویکټو ماته ورکړه.
لومړی توپوهنه میلبورن رینیګیډز لوبډلې وکړه، چې د لوبې په ۱۹،۵ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۰ منډې جوړې کړې.
کله چې میلبورن سټارز لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو ورکړل شوی هدف یې د لوبې په ۱۹،۱ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په شپږو ویکټو یې بریا خپله کړه.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*