مارچ 4, 2021

د ظهير خان مېرمن د خپل خاوند د شخصيت دا اړخ نه خوښوي

خبريال: مدثر دعوت

د زهيرخان مېرمن سګاريکا کاټيج د خپل خاوند د شخصيت یوه برخه نه خوښوي.
د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني تېز توپ اچوونکې زهيرخان او د باليووډ سېنما فلمي ستوري سګاريکا د لومړي ملاقات پنځه کلونه کېږي، خو د واده يې درې کلونه پوره شوي دي.
د دوی مينه، ژوند او ملګرتوب يو مثال دی، پياوړي اړيکې يې هر کله عام خلک ستايي او د دې غورې جوړې څخه متاثره دی.
سګاريکا د خپل خاوند په اړه غږېدلې، دا وايي زهير يو مينه‌ناک خاوند دی او ډېر ښه چلند کوي، زما د متاثره کېدو تر ټولو لوی لامل دا و چې هغه ډېر عاجزه و.

د چک دې انډيا د فلم اداکاره وايي، خو د ظهير يو خوی چې زما نه خوښېږي هغه دا دی چې دی زما ملګري ډير ځوروي او په تنګوي يې.
ظهيرخان د دې خبرو ته دليل لري او وايي چې زه خپل په چلند آرام او بې قضاوته يم، زه د ملګرو سره ښه وخت تېرول غواړم حتا يووراج لا زما څخه ډېر وخت پاذاب وي. زموږ په واده کې ما د ټولو راغلو مېلمنو دستکولونه په دې خاطر کتله، خو هغوی ته لږ مسکا وروبخښم.
سګاريکا وايي د ظهير دا عادت مې هېڅ نه خوښېږي چې کله زه خواشینې يم دی، هېڅ عکسل العمل نه ښيي،زه په پای کې ورته وايم:

ظهيره ته بايد يو غبرګون وښيې

ظهيرخان او سګاريکا د ۲۰۱۷ز د اپريل مياشتې په ۲۴مه کوزده وکړه او د همدې کال د نومبرمياشتې په ۲۳مه يې واده وکړ.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي