مارچ 8, 2021

ارزګان کې د زعفرانو دودولو په موخه له کروندګرو سره مرسته وشوه

Advertisements
خبر: بشر درویش
د ارزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د زعفرانو د کرکېلي د دودولو په پار د زعفرانو پنځه ننداریزې قطعې جوړ وي.
د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په همدې موخه د ارزګان د کرنې ریاست ددې ولایت پر پنځه بزګرانو د زعفرانو ننداریزو قطعو جوړولو په موخه د زعفرانو پیاز او د زعفرانو د کرکېلي اړونده توکي وېشلي دي.
د ارزګان د کرنې ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د زعفرانو د دودولو په پار پنځه ننداریزې قطعې جوړیږي.
د دوی په خبره ددغو ننداریزو قطعو د جوړولو په پار پربزګرانو د زعفرانو پیاز، ماسکونه، تشتونه، د زعفرانو راټولولو جالۍ، فینسونه، دست کشې، د زعفرانو ساتلو بوتلونه، تقویتي سرې او نور اړونده توکي وېشل شوي دي.

د ارزګان دکرنې ریاست دغه راز وویل، چې ددغو توکو ترڅنګ یادو بزګرانو ته د قلبې او د ځمکې د هوارولو لګښتونه ورکړل شوي او په یاده برخه کې روزل شوي هم دي.
سرچینې زیاته د ارزګان دکرنې ریاست مسوولینو له قوله ویلي؛ ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د زعفرانو د کرکېلي دودول او له دې لارې د بزګرانو د عوایدو زیاتول دي.
دوی وویل، چې د ارزګان ولایت اقلیم د زعفرانو کرکېلي لپاره مناسبه اقلیم ده او هیله یې وښودله چې په دې ولایت کې د زعفرانو کرکېله پراخه شي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




برنارد شاو: هوښيارې مېرمنې واده نه کوي!

لیکوال: حنیفه مومند ، کابل - برخه : روانې سلامتي

Advertisements له برنارد شاو څخه پوښتنه وشوه! آيا هوښيارې مېرمنې د خپل خاوند لپاره ښې مېرمنې کېداى شي؟ برنارد له ځنډ وروسته وويل: هوښيارې مېرمنې هېڅکله واده نه کوي. د برنارد شاو هدف له واده ... نور ولولئ