پکتیکا کې د زعفرانو د کرکیلې پراختیا؛ ننداریزې قطعې جوړیږي

راپور: بشر درویش
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د پکتیکا ولایت د مرکز په کډون ددې ولایت د خیرکوټ، جانخیل، متاخان، اورګون او سروبي ولسوالیو کې پر یوشمېر بزګرانو د زعفرانو ننداریزو قطعو جوړولو په پار د زعفرانو پیاز او نور اړین توکي وېشل شوي دي.
افغان کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې د پکتیکا د کرنې رییس ابوبکرحقیار له قوله ویلي، چې ددې ولایت د مرکز په ګډون د خیرکوټ، جانخیل، متاخان، اورګون او سروبي ولسوالیو کې د زعفرانو شپږ ننداریزې قطعې جوړیږي.
د ښاغلي حقیار په خبره د یادو ننداریزو قطعو د هرې نیم جریبه قطعې د جوړولو په پار پر بزګرانو د زعفرانو ۵۰۰ کیلو پیاز، تقویتي سره او دزعفرانو د ګل ټولولو توکي ووېشل شول.
خبرپاڼه کې زیاته شوې؛ په هغه غونډه کې، چې په همدې موخه جوړه شوې وه د پکتیکا مرستیال والي انجنیر شیربادشاه ارګوني په خپلو خبرو کې په یاده برخه کې د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رياست کړنې وستایلې او په بزګرانو يې غږ وکړ چې د زعفرانو روزنې، پالنې او ساتنې ته جدي پام وکړي.

کرنې وزارت خبرپاڼه کاږي؛ په ورته وخت کې د پکتیکا د کرنې رییس ابوبکر حقیار وویل، چې ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د زعفرانو د کرکېلي دودول او له دې لارې د بزګرانو د عوایدو زیاتول دي.
هغه وویل، چې د پکتیکا ولایت اقلیم د زعفرانو کرکېلي لپاره مناسبه اقلیم ده او هیله یې وښودله چې په دې ولایت کې د زعفرانو کرکېله نوره هم پراخه شي.

افغان زعفران او ښه بازار

د کرهڼې متخصصین وایي د افغانستان زعفران خورا لوړ کیفیت لري. زعفران د خپلو گټورو دارویي خاصیتونو په وجه ښه بازار لري.
افغان کرنې وزارت وايي، له زعفرانو هر کال څه باندې ۳۰۰ زره مټریک ټنه تار او وچ شوې پوډر په لاس راځي چې، کابو ۱۰ زره او ۶۰۰ ټنه یې افغانستان تولیدوی. په داسې حال کې، چې افغانستان خاورې او اقلیم ته په کټو هېواد د ۱۰۰ ټنه د تولید وړتیا لري.

د نړۍ په اقتصاد کې د زعفرانو د تولید ټولیز ارزښت اته ملیارډه ډالر آټکل شوې (بي بي سي اکټوبر ۲۰۱۷- د۱۳۹۶ام کال د تلي ۱۲ مه)، چې دمګړۍ د افغانستان ونډه په منځنۍ کچه ۱۲ میلیونه ډالر دی، چې کابو ۳۰۰ میلیونه ډالرو ته لوړېدای شي.

افغانستان لپاره د زعفرانو ارزښت:

د اوړي په موسم کې زعفران اوبو او اوبولګولو ته اړتیا نه لري، د حجم د کموالي له امله یې د لېږد رالېږد چاره اسانه ده.
د زعفرانو د راټولولو او پروسس کابو ۸۰ سلنه چارې د مېرمنو او دکورنۍ د نورو غړو له خوا ترسره کیږي.
د بې کاري په وخت (لړم او لیندۍ) میاشتو کې د کلیو خلکو ته د کار زمینه برابروي.
د ناروغیو او حشراتو پر وړاندې مقاومت او د نړیوال بازارغوښتنه د زعفرانو یوه بله ځانګړنه ده .
د ځینو نباتاتو په خلاف هرکال د ځمکې جوړولو او کرلو ته اړتیا نه لري ( د زعفرانو غوټې ترڅوکالو پورې په ځمکه کې پاته کیږي).
افغانستان د نړۍ له هغو سیموڅخه ده، چې په وچه کې قرار لري.  
په پرلپسې ډول له وچکالیو سره مخامخ دی.
په اوړی کې د اوبو کموالی.
ډېر او کم لګښته کارګر
 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب

د طالبانو ضد ولسي پاڅون؛ له ۱۲ ډیرو ولایتونو کې خلک پاڅیدلي، خو څه باید وشي؟

by بشر درویش in افغانستان

وروسته له هغه چې امریکا او طالبانو موافقه وکړه او اوس سږکال د امریکایي ځواکونو چټک وتل پيل شول، ورسره همهاله افغانستان کې خورا توده جګړه پيل شوه. دا اوس هم پرته له څو ولایتونو ... نور ولولئ