افغانستان اقتصاد

پکتیا: بزګرانو ته د زعفرانو زر کیلو ګرامه پياز او تقویتې سرې ورکړل شوې

لیکنه: بشر درویش
خبر: بشر درویش

د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز په کډون دیاد ولایت د سیدکرم، ګرده څېړی او وزي ځدران ولسوالیو  پر ۴۰ بزګرانو د زعفرانو ننداریزو قطعو جوړولو په پار د زعفرانو درې زره کیلوګرامه پیاز او تقویتي سرې وېشل شوي دي.

د پکتیا د کرنې رییس انجنیر محمدالدین موموند وایي، چې ددې ولایت د مرکز ګردیز په کډون د پکتیا د سیدکرم، ګرده څېړی او وزي ځدران ولسوالیو  پر۴۰ مخکښو بزګرانو د زعفرانو درې زره  کیلوګرامه پیاز، ۸۰۰ کیلو ګرامه توره سره او ۸۰۰ کیلو ګرامه سپینه سره وېشل شوي دي.

د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې د ښاغلي مومند له ویلي چې په دې پروګرام کې هر یوه بزګر ته د زعفرانو ۷۵ کیلوګرامه پیاز، ۲۰ کیلو ګرامه توره او ۲۰ کیلو ګرامه سپینه سره ورکړل شوي دي.

د پکتیا د کرنې رییس محمدالدین مومند وویل، چې ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د زعفرانو د کرکېلي دودول او له دې لارې د بزګرانو د عوایدو زیاتول دي. هغه وویل، چې د پکتیا ولایت اقلیم د زعفرانو کرکېلي لپاره مناسبه اقلیم ده او هیله یې وښودله چې په دې ولایت کې د زعفرانو کرکېله نوره هم پراخه شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ