سپورټ کرکټ

د زِمبابوې لوبډلې نن له پاکستانۍ لوبډلې سره د لوبلړۍ پیل وکړ

د زِمبابوې کرکټ لوبډله چې د روانې اکټوبر میاشتې په نیمایي کې پاکستان ته رسېدلې، نن یې د درې یو ورځنیو او درې شل اوریزو لوبو پیل په پاکستان کې وکړ.

لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د جمعې په ورځ د اکټوبر په ۳۰ مه نېټه په راولپېنډۍ کې غرمه یوولس نیمې بجې پیل شوه.

دویمه یو ورځنۍ لوبه به د نومبر په لومړۍ نېټه د یکشنبې په ورځ یوولس نیمې بجې پیل شي او درېیمه یو ورځنۍ لوبه د نومبر په ۳ یمه د سه شنبې په ورځ په راولپینډۍ کې ترسره کوي.

دواړه لوبډلې د درې شل اوریزو لوبو پیل د نومبر په ۷ مه نېټه د شنبې په ورځ کوي، شل اوریزې لوبې ماسپښین درې بجې پېلېږي.

د شپږو لوبو دا لوبلړۍ ټوله د پاکستان په راولپنډۍ کې ترسره کېږي.

لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې پاکستان ټاس ګټلی او توپ وهنه یې پیل کړې ده.

د پاکستان پر وړاندې د زِمبابوې لوبډله

چمو چیبابا لوبډلمشر، برېنډن ټایلر، کرېګ ایرواین، شین ویلیمس، ویسلي مدیویر، سکندر رضا، ریچمونډ موټمبمي، ریان بورل، ډونلډ ټرېپانو، بلېنګ موزرباني، ټېنډی چېټارا، ویلینګټن مسکډزا، کارل مومبا، اېلټن چوګومبورا، برین چاري، ټېنډی چېسورو، ریچارډ نګاراوا، مېلټن شومبا، فراز اکرم او تېناشی کمون هوکاموې.

د پاکستان لوبډله

بابراعظم لوبډلمشر، فخر زمان، امام الحق، حارث سهیل، افتخار احمد، محمد رضوان، عماد وسیم، فهیم اشرف، وهاب ریاض، شاهین افریدي، حارث رووف، عابد علي، خوشدل شاه، عثمان قادر او محمد موسی.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ