راپور: عبدالله عادل
شاوخوا یوه اونۍ وړاندي په زابل ولایت کي د اوربند په نوم د فوټبال سېالۍ پیل سوي وې چي تېره ورځ د شېخ متي فوټبال لوبډلي په ګټه پای ته ورسېدې.
د فوټبال دغه ټورنمینټ د پیوند په نوم د یوې مدني ټولني لخوا په زابل ولایت کي د اوربند په نوم جوړ سوی وو چي لس ورځي یې دوام وکړ.
د یاد ټورنمنټ پایلوبي ته د شېخ متي او اتحاد لوبډلو لار موندلې وه چي لوبه په ټاکل سوي وخت کي یو د یو په مقابل کي په مساوي توګه پای ته ورسېده، وروسته په پینالټيو کي شېخ متي لوبډلي درې ۳ د یو ۱ په وړاندي اتحاد لوبډلي ته ماته ورکړه او د یادو سېالیو اتلولي یې خپله کړه.
تر پایلوبي وروسته په جوړ سویو مراسمو کي مقام ګټونکي لوبډلي , غوره لوبغاړي او د سېالیو لوبڅاران په جایزو سره وستایل سوه.
ارامتیا ته رسېدل؛ ځانته ارزښت ورکول يې مهم اصل دی
ژباړه ارامتیا یانې دبهرنیو او دروني ستونزو څخه خلاصېدل او خوشحالي او دننه راحتي احساس ته رسېدل دي. د قران شریف له نظره هم ځینې عوامل لري لکه؛ د خدای یاد او ذکر کول، په ... نور ولولئ