فبروري 28, 2021

زابل کې د باسیکل ځغلوني سیالي ترسره سوه

راپور: صابر حمیدي
د مسئولینو په خبره د هیواد د خپلواکۍ د بیرته اخېستلو ۱۰۰مي کلیزي په ویاړ په زابل ولایت کي د ځغاستي سیالي ترسره سوه، چي پکښي لسګونه لوبغاړو ګډون کړی وو.
د ځغاستي دا لوبه په زابل ولایت کي د بایسکل ځغلوني فدراسیون د رئیس نثاراحمد امیري له لوري د زابل مدني ټولني په مالي ملاتړ جوړه سوې وه.
په زابل ولایت کي د بایسکل ځغلوني فدراسیون رئيس نثاراحمد امیري یاران ته وویل، چي د هیواد د بیرته اخېستو ۱۰۰مي کلیزي په ویاړ دا لوبه د زابل د اُمتي سیمي څخه بیا د زابل تر مرکزه ترسره سوه.
د امیري په خبره، چي ددې سالیو لومړی مقام روزي محمد زابلي، دوهم مقام بیا کریم، او دریم مقام بیا جمعه خان ترلاسه کړ، چي لومړ يمقام ته بایسکل او دوهم او دریم مقام ګټونکي ته بیا مبایلونه په جایزه کي ورکړل سول.

د یاد مسئول په خبره، چي ددې سیالي څخه ئې موخه دا وه، تر څو زابل کي لوبغاړي د هیواد  د بیرته اخېستو ۱۰۰مي کلیزي لمانځنه وکړي.
په دې لوبه کي ګډونوال لوبغاړي هم خوښ وه، چي دا بایسکل ځغلوني ځغاسته ورته جوړه سوه، دوی ددې سیالیو د لا زیاتوالي غوښتنه کوي.
زابل په جنوب کي پروت هغه ولایت دی، چي د نورو ولایتونو په پرتله پکښي ورزشي فعالیتونه کم ترسره کیږي.

د افغانستان او زیمبابې لوبه؛ منیر کاکړ پکې ۱۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان او زیمبابې ترمنځ درې ورځنۍ تمریناتې لوبه ترسره شوه، چې یاده لوبه پرون شنبه بې پایلې پای ته ورسېده او افغان لوبغاړي منیر کاکړ پکې د لسو څلوریزو او ... نور ولولئ