ټولنیز ژوند خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

امریکا؛ د ځانوژنې په پېښو کې ۵۷سلنه ډېروالی

لیکنه: مهر تاج
واشنګټن: د (روزنامه نړۍ) پر بنسټ؛ په امریکا کې په یو عشریه موده کې لس۱۰ کلنۍ څخه تر ۲۴ کاله کم عمر لرونکي ماشومانو او ځوانانو د خودکشی یا ځانوژنې په پېښو کې ۷۵سلنه ډېروالی راغلی دی.
د یاد راپور په اساس، امریکا د ناروغيو د کنټرول او مخنيوي مرکز (سي ډي سي) اعداد او شمیره کې معلومه شوې چې د ۲۰۱۷ څخه د ۲۰۱۸ په جریان کې د ځانوژنې کچه ۵۷ سلنه ته رسېږي.
په راپور کې څرګنده شوې، چې په ۲۰۱۸ کې له ۱۰ څخه ۲۴ او ۱۵ څخه تر ۳۵ کلنۍ پورې عمر لرونکي خلکو د مړینې بل لوی لامل خودکشي بلل شوي. ماهرینو یې یو لامل د کورونا وایرس رامنځته کېده بللی دی.
د راپور له مخې، د ځانوژنې د پېښو ډېرېدلو ځایونه؛ کم آبادي لرونکي ایالات الاسکا، مونټانا، نیو میکسیکو او نور ډېر ښودل شوي.
د متحده ایالاتو د ناروغيو د کنټرول او مخنيوي مرکز (سي ډی سي) یا د متحده ایالاتو د روغتیا اړونده د مطالعې څیړنې له مخې، امریکا کې هر پنځم کم عمره نجونه یا هلکان، ماشومان په ” منټل ډیس آرډر” کوم چې د ځانګړي ذهني فشار کور یا مرکز دی، ډپریشن اخته دي.
 د راپورونو په اساس د ذهني ناروغیو او یا پرې د اخته ځوانانو او ماشومانو شمیر په چټکتیا سره مخ په ډېریدو دی.
 له یوې سروې وروسته ثابت شوې، چې متحده ایالاتو کې په سالانه بنیادونو کې له ۱۳ څخه تر ۲۰سلنه ماشومان په ذهني ناروغو اخته کېږي.
د سي ډي سي “موربټي او مورليټي ويکولي” راپور د اټکل له مخې د امريکا تر ټولو ډېر ذهني ناروغۍ يا «ډس آرډر اي ډي ډي ايټيشن ډيفي سيټ هائيپر ايټويټي ډس آرډر» (معیانه رويه او زده‌کړېزي ځانګړتياوې) دي، چې امريکایې ځوانانو کې ۶،۸سلنه کچه شتون لري.
د دې وروسته د “بي هیوټیل کنډکټ” د ابلمز ناروغي ۳،۵ سلنه ده. د ذهني اضطراب یا انزایټي شرح ۳سلنه ، ډپریشن ۲،۱ سلنه ، آټزم یا د ځان فریکري ناروغۍ ۱،۱ سلنه حسابېږي.
یاده شرح د ۲۰۰۵ کال څخه د ۲۰۱۱ کال ترمنځ شوي پېښو له مخې ثبت شوي.
په ځوانانو او کوچنیانو کې د ځان وژنې بل لوی لامل په ذهني ناروغیو اخته کیدل دي، د دوی عمر په دوه ګروپونو ویشل شوی، چې له ۵ کالونو څخه ۱۲ او ۱۲ کلونو د ۱۷ کاله عمر لري.
د راپور له مخې هلکان نسبت نجونو ته ډیر په دماغي یا ذهني ناروغیو اخته کېږي، په ځوانانو کې شراب نوشي او نشي عادت لیدل کیدی شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ