ټولنیز ژوند خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

د ځان‌ځورونې په اړه هېښوونکي نظریات

لیکنه: ياران
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

څېړنو ښوولې چې انسان خپل ټول پام د وجود بهر ته معطوف ساتي. د وجود له بهر څخه غږېږي او ویني یې، خو د وجود دننه هېڅ پام نه ساتي. د نه پېژندل شویو شیانو په اړه له فکر کولو وېرېږي او خپلو اعمالو ته هېڅ پام نه کوي.

د ځان او د انسان پېژندل ورته ستونزمن وي. له کړاوونو سره سوځي او عیارېږي، خو د علت لیدلو ته یې حاضر نه دی. دا پېژندګلوي د ده لپاره دردوونکې ده او په پای کې ځان په خوب وښیي. پوهېږو هغه کس چې ځان په خوب وهلی وي، نه یې شو راويښولای. متأسفانه چې دا د انسان د ژوند داستان دی.

معمولاً خلک نه غواړي چې د ځان په هکله پوه شي؛ د انسان‌پېژندنې علاقه نه لري او هېڅکله نه غواړي چې د خپل روح او روان په هکله پوه شي، له همدې کبله نه غواړي چې ډاکتر یا ارواپوه ته مراجعه وکړي، مګر دا چې مجبور شي.

خلک د خپلو اړتیاوو او ځانګړنو له ظاهرېدلو څخه وېره لري او یا هم علاقه نه لري چې په هکله یې څه واوري. هغه څوک چې غواړي ځان او انسان وپېژني باید اړین او مناسب اطلاعات په صحیح ډول لاسته راوړي. لومړی باید د خپل ځان او ځانګړنو په هکله د فکر کولو جرأت لاسته راوړي.

موږ معمولاً له خپلو توهماتو او افکارو سره ژوند کوو، انسان په یوه خوب کې ژوند کوي او نه غواړي چې څوک یې د دې خوب مزاحم شي. په پای کې نه غواړي د تحول او بدلون فکر یې سرته لاره ومومي.

انسان د حقیقت د لیدلو او له خپلې وېرې څخه د تېرېدلو لپاره باید خپل ځان ته وګوري او له خپل روح سره ژوند وکړي. د ذهن په بند کې اوسېدل د جهل او ناتواني موجب کېږي. د وېرې په لیدلو او قبلولو کولای شو له هغو څخه مخکې لاړ شو.

لومړی شرط په ځان کې د تحول او بدلون راوستل، انګېزه او جرأت درلودل دي. دویم شرط علم او وروسته له هغې عملي اقدامات او د شرایطو برابرول دي.

هغه څوک کولای شي چې رښتیا وویني چې وکولای شي ځان او خپل فکر په ښه ډول وویني. هغه څوک چې ځان نشي لیدلای، بهرنۍ نړۍ ته هم روښانه نشي کتلای. باید ټول پام د وجود دننه معطوف وي او ټول شیان له ځان څخه وغواړو. د حقیقت درک شهودي دی چې د ځان پېژندل پکې اړین دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ