د ځان بښلو یوولس لارې

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري

کله چې خپګانونو او نارامیو پر تاسو بری وموند، تاسو هم اجازه ورکوئ چې درباندې برلاسي شي. د همدې لپاره باید د ځان بښلو یوه لاره ومومئ.
ګاندي وايي:

کمزوري کسان هېڅکله بښنه نه شي کولی، بښل د پیاوړو کسانو کار دی.

تریخوالی او کینه د زهرو په څېر دي. که هغوی ته اجازه ورکړل شي، تاسو په شا بیايي، آن دومره چې نور به ځان هم ونه پېژنئ.
انسانان خورا مغروره دي. همدا غرور یې دوی نه پرېږدي چې رټنې، ماتې او تېروتنې هېرې کړي؛ خو که تاسو دې مرورتیا ته دوام ورکړئ، ډېر ژر به درباندې برلاسي شي او تاسو به کنټرولوي.
دلته هغه یوولس لارې چارې درښییو چې کولی شئ، ځانونه وبښئ:

۱- د تېر (ماضي) لپاره ځان وبښئ!

دا خورا اسانه ده چې پخوانیو تېروتنو ته دا اجازه ورکړئ چې تاسو له مینځه یوسي، خو د ژورخپګان او مرورتیا پر لور تر ټولو چټک ګام همدا دی. خورا اړینه خبره دا ده چې تل یاد ساتئ: « ټول انسانان تېروتنې کوي». مهم دا دی چې له تېروتنو مو عبرت وکړئ، د راتلونکو تجربو لپاره ځان چمتو کړئ.

۲- د ماتو شویو اړیکو لپاره مو ځان وبښئ!

احساسي مسایل ساده او اسانه نه دي، خو که دې ټولو ته اجازه ورکړئ، کولی شي د راتلونکو مینه ییزو اړیکو مخه ډب کړي. تېر پسې مه ګرځئ، څومره مو چې له لاسه کېږي پر اوسمهال مو تمرکز وکړئ. څو وکولی شئ روښانه راتلونکی ولرئ. تېر هېرېږي نه، خو باید په تېرمهال کې ژوند کول پرېږدئ. رحمان بابا وايي:
تر ورخ تېرې اوبه بېرته نه جاروځي
نه جاروځي تېر ساعت په بېرته بیا
چې نه وخت راګرځولی شئ، نه تللي خلک راستنولی شئ، نو ولې اوس هم د همغوی په فکرونو کې ډوب یاست؟

۳- د خپلو کمزروتیا (ضعف ټکو) لپاره ځان وبښئ!

له شپې پرته ورځ نه شته او له رڼا پرته تیارې نه شته. دا خبره زموږ اړوند هم صدق کوي. چې پر خپلو کمزوریو پوه نه شو، خپلې پیاوړتیاوې او ځواکونه هم نه شو موندلی. خپلو نيمګړتیاوو ته مو غېږه ورکړئ، زده کړئ چې څه رقم یاست هماغسې باید واوسئ، منفي ټکي مو پیدا او قوي یا مثبت یې ځایناستي کړئ.

۴- د ډېرو وړو تېروتنو لپاره ځان ته بښنه وکړئ!

پر سړک مو له چا سره ټکر کړی؟
د بوټ بند مو تر پښو لاندې شوی؟
کالیو ته مو ککړې اوبه در الوتي؟
په واورو کې ښوویېدلي یاست؟
هېڅ توپیر نه کوي!
نو څه چې داسې وشول، تر دې غټې تېروتنې خلک کوي. هڅه وکړئ دغو ټولو پېښو ته د ټوکې په سترګه وګورئ.

۵- د هغو کسانو لپاره چې قضاوت مو پرې کړئ، ځان وبښئ!

خلک یو له بل سره توپیر لري، اندونه يې هم سره بدل دي. ځينې کسان ظاهر ته ګوري، یو ډله باطن ته، ځینې هنر لري، یوه برخه بیا سوداګریزې چارې په مخ بیايي. دغه تفاوتونه ځينې وخت د غلط ګومان لامل کېږي. د نورو موقف/دریځ درک کړئ، هغه څه چې درته خوندور نه ایسېدل، ترې تېر شئ.

۶- د هغو هیلو لپاره ځان وبښئ چې له منځه تللي!

که تر اوسه مو دا کار نه وي کړی، لا هم وخت لرئ چې پر هیلو مو پانګه اچونه وکړئ. د هغو شیانو اړوند پښېمانتیاوې پرېږدئ چې غوښتل مو ویې لرئ، خو نه یې لرئ. خپلې موخې ته د رسېدا په پار مو لومړني ګامونه واخلئ. که څومره واړه هم وي توپیر نه کوي. که هڅه او هاند وکړئ، هیلې مو هېڅکله هم نه مري.

۷- د هغو نیوکو لپاره ځان وبښئ چې پر ځان مو کړي!

ځینې وخت موږ ځان ته تر ټولو بد ګوته نیوونکي یو، خو وېرېږئ مه، موږ ټول همداسې یو. د دې پر ځای چې سوچ مو پر دې مسله بوخت کړئ، هڅه وکړئ د منفي فکرونو مخه ډب کړئ.

۸- وران شوي پلونه جوړ کړئ او ځان وبښئ!

ځینې وختونه ځينې اړیکې مو له مینځه وړې وي، خلک مو پرېښي وي؛ خو د فکري روغتیا په پار د امکان تر کچې دا اړیکې بېرته ورغوئ. انسان باید سمې اړیکې خوندي کړي. بدې نه، یوازې سمې اړیکې جوړې کړئ.

۹- په کاري چاپېریال کې د خپلو کمیو لپاره ځان وبښئ!

ځینې وخت د ژوند له نورو برخو پرته انسان په کاري برخه کې تر نورو کسانو یو څه نیمګړتیاوې لري. تاسو پر نېمګړتیاوو تمرکز وکړئ؛ خو د اصلاح په پار، د ځان ځورولو او زړه خوړولو پر ځای مو د قوت ټکي له پیکه والي وساتئ.

۱۰- د هغو وختونو لپاره ځان وبښئ چې ځان غوښتنه مو کړې!

ټول انسانان ځینې وخت ډېر ځان غوښتونکي او خوښوونکي وي؛ خو هېڅکله پرې شرمېږئ مه او ځان پرې مه خپه کوئ.

۱۱- د لټۍ د وخت لپاره ځان وبښئ!

هر وخت انسان فعال نه وي. که ځينې وخت مو یوازې دمې او استراحت سره مینه کړې او هېڅ کار مو نه دی کړی، اړتیا نه شته چې د هغه لپاره د ګناه احساس وکړئ.
ځان وبښئ!
لومړئ ځان ته بښنه وکړئ بیا کولی شئ ژوند چارې مو کنټرول او مهار کړئ.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي