ټولنیز ژوند ګټه وټه

مناظره: د غربت په مخنیوي کې د فرد رول

لیکنه: ياران

راپور: د ځوان ټولینز بنسټ فرهنګي کمیټه

تیره اوونۍ د ځوان ټولنیز بنسټ په دفتر کې د غربت د مخنیوي او په خاص ډول د غربت په مخنیوي کې د فرد پر رول د ځوانانو ترمنځ مناظره ترسره شوه.

په دې ازاده مناظره کې ګډونوالو په تفصیل سره پر ټاکلې موضوع پراخې او هر اړخیزې خبرې وکړئ او خپل نظریات یې شریک کړل.
د مناظر په پيل کې د بنسټ غړي سنګر همدرد د یادې موضوع د ټاکلو د لامل او د موضوع په اړه ابتدايي معلومات شریک کړل.

په یاده موضوع یو شمیر ګډونوالو له خپله نظره د غربت په اړه لومړی لنډ لنډ تعریفونه وکړل چې موږ تر داسې یو مجموعي تعریف راخیستی:

د هغه څه کمبود ته چې یو انسان ورته ډیره اړتیا لري او پرته له هغې ژوند کول ورته سخت وي، غربت وايي. لکه ډوډۍ…

مخنیوی او عوامل یې
په دې مناظره کې د غربت په مخنیوي کې په فردي رول بحث وشو، ځکه نو دلته یوازې په همدې اړخ نظریات راخیستل شوي.

یادونه: د مناظرې ګډونوال ګڼ ول، خو دلته مو د لنډیز محدود شمیر ګډونوالو نظرونه راخیستي:

دیدار احمد مایار: کاري فرصتونه کم دي، جګړه او ناامني ده او ترڅنګ د خلکو خپله بې بندوباري ددې لامل شوې چې فقر رامنځته شي، نو که په همدې برخو کې هم موږ دقیق شو، مخنیوی یې کیدای شي.

نقیب شفق: د فقر د مخینوي په برخه کې دولت پاتې راغلی، که لاس په کار شي ختمیږي، باید کاري فرصتونه منظم وویشل شي، ځکه په اوس وخت کې موږ کم کاري فرصتونه لرو، خو دا هغوی ترلاسه کوي چې اړیکې او پیسې ولري، هغه خلک چې غریب دي ورځ تر بلې وروسته پاتې کیږي او بلاخره یوه بحران ته لار هواروي.

سید لطیف شرافت: په رسمونو او دودونو کې دقت او بدلون اړین دی، موږ اوسمهال په ودونو او نورو عادي غم ښادیو کې بې حسابه تاونونه کوو چې بلاخره دا یو کړکیچ زیږوي، باید په دې برخه کې له ډیر دقت کار واخیستل شي، ځکه کله چې موږ خپل لګښتونه کنټرول کړو، دا مستقیماً زموږ په اقتصاد او وضعیت مثبت تاثیر کوي او بلاخره له داسې حالاتو ځان ساتلی شو چې زموږ د غربت لامل کیږي.

میرویس قاطع: د افرادو پر فکرونو د عامه پوهاوي له لارې که کار وشي نو د غربت د کمېدو لپاره لاره هوارېږي، نو ضرور ده چې د خلکو فکرونه د همدردۍ، کارکولو او هڅې پر کولو جوړ شي.

غازي عابد: هر فرد باید کوښښ وکړي چې دندې ایجاد کړي، یعنې خپل کاروبار یا بیزنیس شروع کړي، څو ډیر خلک ورسره مصروف اوسي، ځکه وايي غوره انسان هغه دی چې دنده پسې ونه ګرځي، بلکې بیزنیس پرانیزي او نورو ته دندې ورکړي. تر څنګ باید په منظم ډول سره هغو خلکو له لورې چې مالداره دي، له هغو سره چې غربت ځپلي مرستې وشي، دا مرستې په داسې ډول چې یو کاروباري شکل ولري، څو موقت او دایمي ډول یې د ستونزو لپاره یو حل اوسي.

بختي جان مراد: زه خپله ددې حالت یو عیني شاهد یم او لیدلي مې دي چې ډیر کله د دندو په ویش کې بې عدالتي کیږي، هغه خلک چې واسطه ونه لري، دنده نه شي اخیستی، همدا لامل دی چې یو انسان دوامداره بې دندې پاتې کیدل د هغه د غربت او وضعیت لا خرابیدو لامل کیږي.

امید فضلي: په ولسي کچه باید د بې ځایه مصارفو یو تړون رامنځته شي، څو د غربت اساسي مخنیوی وشو کړای. مثلاً که مخور او قومي مشران داسې تړې رامنځته کړي چې په غم او ښادۍ کې دې دومره مصارف وشي، نو امکان لري چې دا عملي شي، ځکه دلته د جرګې خبره ډیره منل کیږي، هر وخت چې دا تطبیق شي، بیا ددې لپاره زمینه نه برابریږي چې بې ځایه مصارف وشي او بلاخره د غربت لامل شي.

حسین احمد: د غربت درې اساسي عوامل شته چې هغه سیاسي، اقتصادي او ټولنیز دي، که په دې برخه کې حکومت، خپله فرد او ټولنه متوجه شي، دا عوامل له منځه ځي او د غربت مخنیوی کیږي. مثلاً که ټولنه هغه ټولنیز بد دودونه چې اوس یې خلک غربت ته کیښنولي، مخینوی وکړي، دا مشکل نه رامنځته کیږي، همداسې نور…

صحت سمسور: هغه چې څه ورته شدیده اړیتا نه وي، باید کورته سودا راوړونکی او بل کس یې رانه وړي، بلکې له کورنیو غړو پوښتنه وکړای شي چې څه ته اړتیا او څه ته نه، څو اصراف مخه ونیول شي.

سمیع الله درانی: ځوانان باید په ټولنیزو شبکو کې په دې اړه عامه پوهاوی وکړي چې په خپل کلي او ماحول کې له نورو اوسیدونکو سره د همکاري یوه فضا ایجاد کړي او د اړتیا پرمهال یې لاسنیوی وکړي.

رشاد ځواک: زما په نظر د غربت د مخنیوي لپاره باید هر فرد هم په ټولینزه او هم په فردي کچه مسوولیت ومني. مثلاً چې د چا څه ډول د لاسه کیږي، هماغسې دې هڅه وکړي، که هغه شخصي کاروبار وي، مرسته وي یا نور…

خبیب امیري: موږ د ټولنې د وګړو په حیث باید دا عامه پوهاوی وکړو چې بې ځایه مصارف کول، د بل انسان حق خوړل دي، نو ښه ده چې خلک پوه کړل شي چې خپل لګښتونه کنټرول کړي او له بل انسان سره همکاري وکړي.

باید وویل شي چې د مناظرې نورو ګډونوالو هم ګڼ تفصیلي نظریات شریک کړل، خو د لیکنې د نه اوږدیدو له امله په همدې بسنه کوو.

ځوان ټولنیز بنسټ په ننګرهار کې د لکچرونو ترڅنګ ځیني ازادې مناظرې او بحثونه هم وړاندې کوي چې هر څوک کولی شي ګډون په کې وکړي او خپل نظریات په ازادنه ډول شریک کړي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران