فبروري 28, 2021

تنکي ځوانان ولې جرمونو ته مخه کوي!؟

د اختر په شپو وروځو کې ځینې بندیان خوشي شول، اونۍ وروسته په ننګرهار، کابل ولایت کې د غلا، سرقت په جرم داسې تنکي ځوانان ونیول شول، چې تازه له زندانه آزاد شوي وو.
دا ماته نه تنها بېخي خواشینونکي وه، بلکې یوه پوښتنه وه، چې څرنګه یو انسان په زندان کې د خپل جرم د مودې  تر تېرولو تازه ازاد شوی، خو عبرت یې نه وي اخیستی او له خوشي کېدلو سر سم بیا په جرم لاس پورې کوي؟
د همدې پوښتنې په ځواب پیدا کولو پسې مې پل واخیست.
زه لا په لټه کې وم، چې په همدې اړه له یو بل بوږنوونکي خبر هم خبره شوم: «یو لس کلن ماشوم وروسته له دې چې له موره لس روپۍ غواړي، مور سره یې نه وي د انکار په صورت خپل ځان زندۍ کوي»
فکر کوم د خپلې پوښتنې څرک مې پیدا کړ.
ماشومان/ تنکي ځوانان، چې هم یې فکر و شعور او هم یې تجربه خامه وي، د دې درک نشي کولای چې زموږ له ضرورتونو زموږ ژوند مهم او ارزښتمن دی. د لسو روپیو لپاره چې ځان ځړولی شي زندان، ولې نشي تېرولی!؟
زموږ د ټولنې اوسني اقتصادي او امنیتي وضعیت ته په کتو، ټول پر دې پوهېږو، چې د ماشومانو او تنکي ځوانانو جرایمو او غلا کولو یو ستر و اساسي لامل همدا د هېواد ناورین او فقر دی، چې یوه ډله د مخالفینو تر اغېز و لمون لاندې راځي او بله ډله د فقر څپېړه همدې سرقت/ غلا کولو ته اړ باسي.
دوی له خپل چاپېریال، شتمن ملګرو یا سیالي نړۍ څخه متاثره کېږي او د هغوی په څېر د ژوند کولو او د هغه څه لرلو خوبونه ویني کوم چې دوی نه لري.
همدې خوبونو ته د تعبیر په لټه کېږي او هېلې پوره کوي، خو د دوی دا هېلي ولو که کله د لس روپو په ارزښت هم وي، اما ناممکنې وي، ځکه والدین یې پرې رسیده ګي نشي کولای نو دوی نورې لارې غوره کوي، یوازې خپل د هیلو خوبونه ویني،په سمه او غلطه لار تلل ورته نه ښکاري.
تېره ورځ مې ولوستل چې د ماشومانو د ملاتړ بنسټ وایي، چې په افغانستان کې، تر اته میلیونه زیات ماشومانو ته مناسب و کافي خواړه نه رسېږي.
دا یوازې د خوړو خبره ده، د دوی لباس، زده‌کړې، شاقه کارونه، پرې قسماً قسم تېري کولو او ګڼ نور مسایل یې هم دغسې در واخلئ.
یو شمېر خلک پر دې اند دي چې ستر لامل یې بې پلانه او ډېر ماشومان زېږول دي.
که زه هم اصلي موضوع ورکه نه کړم، نو لنډ به همدې ټکي ته راوګرځو؛ که یوه خوا دوی ته د ښه باسهولیته ژوند، زده کړو، لباس، خوړو او په ځانګړي ډول د دوی هېلو پوره کېدو ته په کتو ووایو، “چې ډېر ماشومان نه باید وزیږول شي، تر څو والدین پرې بهتره رسیده ګي وکولای شي ” هم به ماشوم او هم د مور روغتیا خوندي وي، خو بل لوری د هېواد په وضعیت هم سترګې نشو پټولای، چې د ورځې څومره ځوانان، زاړه خپل ژوند له لاسه ورکوي، قتلېږي او د افغانانو د نفوس ستر زاوال و نابودي روانه ده، پدې مورد کې قاطع پرېکړه نشو کولای، بېخي لکه له دواړو لاسو او پښو چې کلک تړل شوي وو داسې.
اوس د دوی په حق کې، دولت، ټولنه او که پخپله والدین ګرم دي، دا جدا بحث دی، خو ولې هر څوک باید په خپل ځای خپله برخه مسوولیت وپیژنو او پر ځای کړو، څومره چې حالات حساسېږي، دغومره باید محتاطاناً چلند ورسره وشي، که مخه یې نیولای نشو، لږ تر لږه څه ناڅه کنټرولولای به یې شو.
لکه څرنګه چې  ماشوم لومړی سترګې په خپل کور کې غوړوي، لومړی خاپوړې، قدم اېښودل او په لاره تلل له خپله کوره پیلوي، دغه شان یې لومړنۍ زده‌کړه او تربیه هم له کوره پیلېږي، ورپسې چاپېریال و ښوونځي او بیا ټولنه.
لومړنی مسوولیت، زده‌کړه، توجه او تربیه یې هم له کورنۍ پیل کېږي، که پای یې هر ځای وي، د څار مسوولیت یې د والدینو دی، چې نه تنها یې وړې وړې تیروتني هېرې کړو، بلکې وړو وړو غوښتونو او هېلو ته یې هم توجه کول پکار ده، ځکه هر څه (شخصیت‌جوړېدنه) له همدغو وړو وړو تېروتنو او غوښتنو څخه پيل او په سترو پایلو بدلېږي.

څو بیلګې

له سن سره د د جرایمو د ډولونو اړیکه
د ماشومتوب په مرحله کې خطرناک حالت او د جرم ارتکاب د وړو وړو شیانو په غلا کولو سره چې، د دغو شیانو پر ارزښت هم نه پوهېږي، پیل کېږي. ماشومان د خپلو وروڼو او خویندو د لوبو شیان غلا کوي، په مکتب او مدرسه کې د خپلو همصنفیانو شیان پټوي او خپل عمل ته د غلا نوم نه ورکوي، بلکې هغه په نورو نومونو یادوي او په دې توګه د بل چا د شیانو او مال سره آشنا کېږي او د طفل «د کورنۍ خلک په دې خاطر چې هغه د تمیز قوه نه لري او یا په اصطلاح نه پوهېږي، د هغه اعمالو ته د تربیوي نګاه نه نه ګوري او هغه نه منع کوي» او په کراره کراره ماشوم د ګاونډیانو د کورونو نه، د خپل کور، ښوونځي او مدرسي نه او د کار د محیط نه د بل چا د شیانو په پټولو لاس پورې کوي.

د مسروقه شیانو نوعیت

د مسروقه شیانو نوعیت هم د سن په مختلفو مرحلو کې فرق کوي،
نجینکۍ تر هلکانو زیاتې د خپل ضرورت وړ شیان غلا کوي، لکه سورخې سپیدې، غوږوالۍ، بنګړې،  نانځکې،  او داسې نور..
د ځوانۍ په مرحله کې غالباً ځوانان الیکترونکي شیان لکه موبایل، لیپ ټاپ، موټر او موټر سایکل وغیره غلا کوي.
د اموالو په ضد جرایم او ولګردي د ماشومانو د جرایمو ډېره برخه تشکیلوي.
د بلوغ په مرحله کې قتل او سرقت اکثره حد ته رسېږي.
جنسي جرایم د ۳۵ او ۴۵ کلونو ترمنځ ډېر واقع کېږي.
په الکولو اعتیاد او د اعتیاد په اساس جرایم،
د ماشومتوب او نوې ځوانۍ په مرحله کې کم واقع کېږي، خو برعکس په مخدره موادو اعتیاد په ځوانانو کې زیات دي.
ـ د ځینو پوښتنو او لا معلوماتو په خاطر:
د اطفالو د سرغړونو د لاسرسي قانون:

څلومه ماده لومړه فقره؛

ماشوم یا طفل، هغه شخص ته ویل کېږي، چې اتلس کلنۍ ته نه وي رسېدلی.
۲ ـ غیر ممیز طفل، هغه شخص دی چې چې د اتلس کلنۍ سن یې نه وي بشپړ کړی.
۳ ـ ممیز ظفل، هغه شخص دی، چې د اووه کلنۍ سن یې بشپړ او د دولس کلنۍ یې نه وي بشپړ کړی.
۴ ـ ځوانکی یا تنکی طفل، هغه شخص دی، چې د د دولس کلنۍ سن یې بشپړ او د اتلس کلنۍ یې نه وي بشپړ کړي.

جزایي مسوولیت:

د همدې قانون ۵ ماده اوله فقره کې وایي،
هغه کس چې د دولس کلنۍ سن یې نه وي بشپړ کړی، د جرم د ارتکاب په صورت کې ورته جزایي مسوولیت نه راجع کېږي.
په دویمه فقره کې بیا وایي،
که چېرې د دې مادې په ۱ فقره کې ارتکاب شوی جرم د والدینو د غفلت له امله وي او د مادي زیان سبب شي، والدین د هغه په جبرانولو مکلف کېږي.
د سن د تثبیت په هکله
د یاد قانون شپږمه ماده اوله فقره؛ د طفل سن د تحقیق او محاکمې په بهیر کې د هغه د تابعیت د تذکرې پر بنسټ تثبیېږي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي