اقتصاد ځوانان او زده کړې ژوند بڼه مخکښان

بیکاري او کاري مفکوره

دلته یوه لویه ستونزه دا ده چې بیکاره ځوانان یوازې په کار پسي ګرځي. زما وړاندیز دا دی چې ځوانان دې په دې فکر کې هم وي چې څنګه کاري مفکورې رامنځ ته کړي. دا څه ستونزمن کار ندی یوه شعوري هڅه ده،۹۰٪ کسان ددي وړتیا لري چې نوښت وکړي او کاري مفکوره رامنځته کړي. ځینې خلګ په دې نه شرمیږي چې په یوه پردۍ اداره کي صفاکاري وکړي، امنیتی ګارد سي او یا بله دنده خو په دی شرمیږي چې له لاس پلورلو یو وړکی کاروبار پیل کړي یا ګرځیده تخنکی او فنی کس سي یا د لنډ وخت لپاره وړیا دنده وکړي او یا ددې مهارت پیداکړې چې د بل په پانګه کاروبار پیل کړي. هر کوچني کسب کار سره چې پلان وي، هغه په یو لوی بیزنس بدلیږي حتا د نورو لپاره د کار زمینه برابریږی.

د کاروبار پیل کولو لپاره پنځه شیان مهم دي مفکوره،ټیم،بزنس موډل،تقسیم اوقات او پیسې.  عام باور دادی چې کاروبار مکمل په پیسو پورې تړلی او بې پیسو امکان نلري خو واقعیت دادی چې پیسې په کاروبار کې ۱۴٪ رول لری، مهم مسایل تقسیم اوقات،ټیم او مفکوره ده.

مخکنۍ پیړیو کې سیاست په نړۍ حاکم وو خو اوس ټکنالوژي،اقتصاد او کارآفریني په نړۍ حاکمه ده. که موږ غواړو ښه او بسیا ژوند ولرو باید دغه دری کې لاس ولرو  او دا دري واړه نور د دولتونو له کنټرول څخه وتلي دي.

د دولتونو دنده اوس داده چې ایا پولیسو معاش اخیستی؟،ښاروالۍ کوڅه پاکه کړي؟ خلکو مالیه ورکړي کنه؟…  دا چې لس کاله وروسته به  د کار مارکیټ څنګه وي او یا لس کاله وروسته به د خلک ژوند څنګه وي او یا دیته ورته چې د راتلوونکي وړاندوینه وکړي هم د دولت له توان څخه وتلي او موږ ته راپاته ده او لنډه دا  باید همیشه تغیر ته اماده واوسو.

کارآفریني لکه دولتي دنده اوږدو او ډیرو مهارتونو ته اړتیا نلري بلکې کمو،اپډیټ او مهمو مهارتونو ته اړتیا لري.

د کاري مفکورې رامنځ کول هیڅ مشکل کار ندی، افغانستان کې اووه لکه خلکو ته دولت دنده ورکړې خو ترپنځه میلیونه زیات خلک په وړو بزنسونو کې بوخت دي. په لسګونه زره په لویو او منځني کاروبارونو کې بوخت دي. د یوی کاري مفکوري پیداکول حداکثر دری میاشتو ته اړتیا لري خو زه داسې ځوانان پیژنم چې زه کله محصل وم دوي د ملکی اصلاحاتو د ازموینو په ځوابونو او نورو دندو پسې ګرځیدل ممکن ډیر ځلي یې ازموینې هم ورکړي خو تراوسه بې دندې ګرځي او کلونه تیر سول یوه عادی دنده یې پیدانکړه، ممکن دومره وخت کې یې وړوکی کاروبار لوی کړی وای او ډیر څه یي ترې زده کړي وای.

دا چې کاري مفکوره څنګه پیداکړو دا آسانه، کومه ستونزه حل کولای سئ؟تر نورو یې متفاوت ترسره کړئ، بل ځای یې پیل کړي، نوی حل پیداکړئ، ټکنالوجي وکاروئ،د بل په کار کې ښه والی راولئ، وړیا لنډمهاله کار وکړئ، په فیصدی کار وړئ، مسولیت واخلئ،…. څو مثالونه درکوم، نیویارک ښاریان د سبزو له کمښت سره مخ دی، دلته یو کس سره دا مفکوره پیدا سوه چې د خلګ په بامونو سبزی ورته وکري، له همدی لاري میلیونر سو او نور کسانو ته یې دندې ایجاد کړي.  په ۲۰۱۰ کال کې دلته کابل کي له یو کس سره د موبایل له لارې د پیسو لیږلو مفکوره پیدا سوه، اول کال یې دری لکه افغانی ولیږلي، خو په ۲۰۱۶ کي یو میلیارد افغانی لیږلي دی، افغانستان کې د ځینو نړویوالو ادارو د کاروکوونکو معاشونه هم اوس دوی لیږي. حتا  د افغانستان کابینی هم دا طرحه تایید کړه، چې دولتي مامورینو ته به د موبایل له لارې معاشونه لیږي.

یو کس پیژنم مخکي یې تنها سوپ خرڅول، خو اوس هغه سوپ ته د ورځي څلور پنځه د پسه پښې وراچوي، د پاچه سوپ په نوم یې  دوه برابره په لوړه بیه خرڅوي. پخوا یې شاوخوا زر افغانی ورځني ګټه کوله خو اوس تر دوه برابره زیاته ګټه کوي او کار یې له یو ځایه څلورو ځایو ته غزولی دی. یو بل کس چې مخکي به یې د نورو  په کارونو کې هرڅو خولې تویولی خو ژوند یې هیڅ نه ښه کیدو، دوه کاله مخکي شاوخوا په یو نیم لک افغانی یې محصلینو ته شخصی لیلیه جوړه کړه، د کور نور بې کاره غړي یې هم ورسره په کار کړل. دوی په څه کم دوه کال کې له یو نیم لک افغانیو څخه خپل سرمایه لس لکو افغانیو ته لوړه کړه. لیلیې یې د کور ژوند هم سم کړ او له خلګو سره پیژندنه هم ډیره سوه.  زما یو ملګري چې  مخکې یې له یوې نړیوالی اداري سره په ښه معاش کار کول، خو څلور کاله وړاندي دا مفکوره ورته پیدا سوه چې خپل ځانته کاروبار ولرم. دده پلار چې د بهرنی کیکونو او بیسکیټونو عمده فروشي یې درلوده. ده هڅه وکړه عمده فروشي د کلچو او کیکو په وړه کارخانه بدله کړي. لمړي یې دوه دری ماشینونو واخیستلو. اوس نه یوازي کسب کار  ښه وده وکړه بلکي د کور نور غړی هم ورسره په کار سوو.

د کور څنګ ته مې سلمانی دی خو زه ویښتان او ږیره نه پرې جوړوم خو د ښار منځ کې بل سلمانی هغه ته ورځم او دوه برابره پیسې اخلی نوی ماشینونه او ټکنالوجي کاروي یعنې هغه کار کوی خو تر نورو  متفاوت. د همداسې ډیر مثالونو دي…

په په پنځه سوه(۵۰۰)کارآفرینانو څیړنه سوي، چې تاسو لمړنۍ ايډیا څنګه پیدا کړه؟

۷۱٪  کارآفرینانو یې ويلي چې په یو ځای کي له  کار کولو یا غونډو،کنفرانسونو ته تګ او یا د نورو له کارونو په الهام مو مفکوره ذهن ته راغله.  ۲۰٪ بیا ویلي چې په تصادفي ډول مفکوره ذهن ته راغله.   ۳٪ بیا ویلي چې له سیسټماټیکو څیړنو وروسته مو مفکوره پیداکړه.  ۴٪ خپله مفکوره د کورنۍ د غړو او ملګرو په مفکورو او کار له بحث نه وروسته مفکوره ذهن ته راغله.  ۲٪ بیا ویلي چې د لمړنۍ مفکوره د سفر یا له چا سره د عاشقي په وخت کې ذهن ته راغله.

دا څیړنه موږ سره مرسته کوي چې څنګه کاري مفکورې رامنځته کړو.

په افغانستان کې باور دادی چې دولت باید ټولو ته دندې پیدا کړي او ټول خلک باید له دولت یا نړیوالو ادارو سره کار وکړي. خو  دا ممکن ندی حتا د پرمختللو هیوادونو دولتونه هم دا کار نسي کولای. د افغانستان دولت تراوسه ټولټال اووه لکه  کسانو ته په ټولو برخو کې بوخت کړي، نو دا به ستونزمنه وي چې د هیواد لس یا شلو  میلیونه کسانو ته دندې پیداکړي ولي دولت مسولیت چې شرایط ښه کړي.

زما شخصۍ نظر هم دادي چې د دندې ژوند ښه خو په ځان بسیا ژوند ندي،د اوږدمهاله ستونزو لنډمهاله حل دی. که څوک دولتي  دنده هم لري، باید یو بدیل فکر ورسره ولري.

زما یو عادت دادي چې همیشه په ښه بدیل فکر کوم.

د هري مفکورې پیل سادی وي. د کاري مفکوري ښه والی دادی چې مفکوره به ستا وی نور خپله خلګ په تا پانګونه  کوي، ځای او نور ټول امکانات به درکوي، نور ته د کار زمینه برابریږی. ډیر وخت دنده ستا ټولي ستونزې نه حل کوي مثلاً د پنځو کلونو په معاش ته کور نسي اخیستی،مالی استقلالیت احتمال کم دی خو په یوه وړه مفکوره په لنډ وخت کې لویو ستونزو ته حل مومي او بسیا ژوند برابره وي.

ممکن ستاسو لمړنۍ،دوهمه مفکوره ناکامه سي خو د نورو ښو مفکورو او کاروبارونو الهام درکوي او دا په آزمویلو واقعاً ارزي او ښه شارټکټونه او تجربې په لاس درکوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

اغاملوک سهار

تبصره مو ولیکئ