مارچ 4, 2021

د یوریک اسید زیاتېدنه پښتورګي خرابوي او د زړه د حملې خطر زیاتوي!

ژباړه: پلوشه فضلي
د پښتورګو یو مشهور اروپايي متخصص پروفیسور اسټین جی اسټک ویلي دي چي په بدن کښي د یوریک اسید په زیاتېدو سره نه یوازي د بندونو درد پیداکېږي ورسره د پښتورګو د ناکاره کېدو خطر څو برابره زیاتوي.
په کراچي کښي د هایپر یوریسیمیا په درېیم علمی کنفرانس کښي اروپايي ډاکټر آسټِن جی اسټیک وویل چي هایپر یوریسیمیا یا په بدن کښي د یوریک اسید زیاتېدل د میټابولیک سینډروم یوه برخه ده، چي له امله ئې د زړه او فلج حمله څو برابره زیاتېږي. د نوموړي پروفیسور په بدن کښي دکیمیاوي توکو په کنټرولولو سره د فلج، زړه او پښتورګو د ناکاره کېدو څخه مخنیوی کېدلای سي. پروفیسور آسټن جی اسټیک وویل چي دا خبره اوس پخوانۍ سوې ده چي د یوریک اسید په زیاتېدو سره یوازي د بندونو درد پیداکېږي، بلکي نوي څېړني ښيي چي د یوریک اسید په زیاتېدو سره نه یوازي پښتورګي ناکاره کېږي بلکي د فلج او زړه خطر هم ورسره زیاتېږي.
د یاد پروفیسور په وینا، ټول هغه مریضان چي ډاکټر ته د بندونو د درد شکایت کوي، نو د یوریک اسید د کتلو سره سره دي د پښتورګو معاینات هم حتمن وکړي. ځکه دا کیمیاوي ماده په پښتورګي کي د ډبري په پیداکېدو سره پښتورګي له کار او فعالیته هم غورځوي. د یوې پوښتني په ځواب کښي نوموړي وویل چي ۴۰ سلنه یوریک اسید موږ د صحتمنده غذا او مېوې په واسطه راکمولای سو. او که دا سلنه ۶۰ ته ورسېږي، نو د درملو په واسطه هغه راکموو.
یاده دي وي چي په بدن کښي د یوریک اسید اندازې زیاتېدل د سرې غوښي خوړلو، ځیني دالونو، لوبیا او شرابو څخه وي.

وروستي مطالب

جلال ابا کې چاودنې یوه ډاکټره ووژله

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د راپورونو له مخې، نن سهار د جلال اباد ښار په درېيمه ناحیه کې ماین چاودنې د دې ولایت د حوزوي روغتون یوه ډاکټره وژلې ده. د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي پېښه د پاکستان ... نور ولولئ