سپورټ کرکټ

یوراج سېنګ له استعفا وروسته د بیا کرکټ پیلولو غوښتنه وکړه

سپورت یاران

یوراج سېنګ چې د ۲۰۱۹ په وروستیو کې له نړیوالو لوبو سره مخه ښه وکړه، اوس یې بیا زړه کېږي، چې د هندوستان لپاره کورنۍ لوبې پیل کړي.

هغه ویلي چې له پنجاب کرکټ شورا سره یې کابو یوه میاشت په تمرینات وکړل او توپ یې ډېر ښه په بېټ راوست.

د یوراج په خبره چې له پنجاب لوبډلې ځوانو لوبغاړو لکه شوبمن ګېل، ابېشک شرما او نورو سره یې ښه ساعت تېر شو.

یوراج سېنګ ویلي چې د قرنطین پرمهال یې د دوو میاشتو لپاره د ګلف او ټېنس لوبې کولې او کابو یوه میاشت کېږي، چې د پنجاب ځایي لوبډلې تر چتر لاندې یې تمرینات ترسره کړل.

یوراج سېنګ اوس اته دېرش کلن دی او د ۲۰۱۹ په وروستیوکې یې له هر ډول کرکټ څخه استعفا کړې وه.

د پنجاب د کرکټ شورا مشر مېسټر پونیټ بالي ویلي، یوراج ولیدل شو، چې لاهم کرکټ کولای شي او له تقاعد وروسته باید د هغه په اړه غور وشي.

بالي زیاته کړې، یوراج په منطقي ډول ډېر ښه و او د هغه فزیکي حالت هم د توپ وهنې لپاره برابر و.

یوراج سېنګ د هندوستان کرکټ بورډ ته یو اېمېل کې لیکلي، چې اجازه ورکړل شي، ترڅو د پنجاب ایالت لپاره کورنی یا ایالتي کرکټ وکړي.

خو تر اوسه سورف ګنګولي او د کرکټ بورډ مرستیال جی شاه هغه ته د اجازې ورکولو په اړه څه نه دي ویلي.

یوراج سېنګ له هندۍ لوبډلې سره تر مخې ښې وروسته د کاناډا په ګلوبل سوداګریز او د عربو په لس اوریز لیګ کې ولوبېد.

نوموړی د ۲۰۱۱ نړیوال پنځوس اوریز جام غوره توپوهونکی اعلان شوی و.

د هندوستان کرکټ لوبغاړي تر هغې په نورو سوداګریزو لیګونو کې نشي لوبېدلای، ترڅو چې یې د هندوستان کرکټ بورډ له نړیوالو لوبو خپله استعفا نه وي کړې.

یوراج سېنګ او لوبې یې

۴۰ ټېسټ لوبو  کې ۱۹۰۰ منډې کړي، یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۱۶۹ دي.

۳۰۴ یو ورځنیو لوبو کې یې ۸ زره ۷ سوه یو منډې کړي، یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۱۵۰ دي.

۵۸ شل اوریزو لوبو کې  یې ۱۱۷۷ منډې کړي، یوه لوبه کې یې ۷۷ لوړې منډې دي.

آی پي اېل کې یې ۱۳۲ لوبې ترسره کړي، ۲ زره ۷۵۰ منډې یې کړي او یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۸۳ دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ