سپورټ نړیوال کرکټ

د IPL د ټولو پړاوونو قیمتي لوبغاړي

اعلان

آې پي ایل په ۲۰۰۸ م کال کې تاسیس شوی دی او د نړۍ په سوداګریزو کرکټ لیګونو کې تر ټولو د زیاتو پېسو لګښتي لیګ دی.

په دې لیګ کې د هندوستان د نامتو لوبغاړو په ګډون د نړۍ مشهور او قیمتي لوبغاړي د لوبډلو د مالکانو له خوا پېرل کېږي، چې د آې پي ایل په هر پړاو کې یو لوبغاړی تر نورو لوړ پلورل شوی دی، دلته یې د لومړي پړاو آې پي ایل څخه تر دولسم پړاو آې پي ایل پورې د لوړ قیمت لوبغاړي در پېژنو.

د آې پي ایل په لوبو کې هره لوبډله لږ تر لږه ۸۲ کروړه هندي کلدارې بودیجه لري، چې پرې ۱۸ یا ۲۵ پورې لوبغاړي واخلي.

ایم ایس ډوني


ایم ایس ډوني د چینای سوپر کېنګز لوبډلې لوبډلمشر دی، دی په لومړي پړاو آې پي ایل کې په ۲۰۰۸ م کال کې ۹ نیم کروړه هندي کلدارو پلورل شوی و.

انډریو فلېن ټاف او کیوین پېټرسن


۲۰۰۹ م کال کې دوهم پړاو آې پي ایل سیالیو کې فلېن ټاف او کیوین پېټرسن دواړه انګلستاني لوبغاړي دي، په لوړو قېمتونو اخېستل شوي وو.

فلېن ټاف چینای سوپر کېنګز لوبډلې په ۹ اعشاریه ۸ کروړه اخېستی و او کیوین پېټرسن هم په ۹ اعشاریه ۸ کروړه هندي کلدارو رویال چلېنجرز بنګلور لوبډلې اخېستې و، ۲۰۰۹ کال کې دا دواړه لوړ پلورل شوي وو.

شېن بونډ او کېرون پولارډ


۲۰۱۰ کال کې تر ټولو لوړ پلورل شوي لوبغاړي کیرون پولارډ او شېن بونډ و، کیرون پولارډ ممبيي لوبډلې په ۴ اعشاریه ۸ کروړه اخېستی و او شېن بونډ بیا کلکتې لوبډلې په ۴ اعشاریه ۸ کروړه هندي کلدارو پلورل شوی و.
شېن بونډ د اسټرالیا بالر و.

ګاتم ګمبیر


ګاتم ګمبیر کلکتې لوبډلې په ۲۰۱۱ م کال کې په ۱۴ اعشاریه ۹ کروړه هندي کلدارو اخېستی و او دا کال دی تر ټولو لوړ پلورل شوی لوبغاړی و.

روېندرا جدیجا
روېندرا جدیجا د هندۍ لوبډلې الراونډر دی، هغه په ۲۰۱۲ م کال کې د چینای لوبډلې تر ټولو لوړ پېرلی و، په ۱۲ اعشاریه ۸ کروړه هندي کلدارو یې اخېستی و.

ګلېن مکسویل
په ۲۰۱۳ م کال کې ګلېن مکسویل په ۶ اعشاریه ۳ کروړه هندي کلدارو ممبيي انډیئنز لوبډلې پېرلی و او په دې کال دا تر ټولو قیمتي لوبغاړی و.

یوراج سېنګ
۲۰۱۴ م کال کې یوراج تر ټولو په لوړ قېمت د بنګلور لوبډلې له خوا پېرل شوی و، هغه په ۱۴ کروړه هندي کلدارو اخېستل شوی و.

یوراج سېنګ
۲۰۱۵ م کال کې یوراج سېنګ د ډیلي لوبډلې له خوا په ۱۶ کروړه واخېستل شو، دا دوهم ځل و، چې یوراج سېنګ د لوړ قیمتي لوبغاړي ریکارډ خپل کړ.

شېن واټسن
۲۰۱۶ م کال آې پي ایل کې شېن واټسن د بنګلور لوبډلې له خوا په ۹ اعشاریه ۵ کروړه هندي کلدارو واخېستل شو.

بېن سټوکس
۲۰۱۷ م کال آې پي ایل کې انګلستانی غوره الراونډر بېن سټوکس په ۱۴ نیمه کروړه هندي کلدارو د رایزېنګ پونه سوپر جاینټس لوبډلې له خوا واخېستل شو.

ویرات کولي
په ۲۰۱۸ کال آې پي ایل کې ویرات کولي په ۱۸ کروړه، ډوني او روهېت شرما په پنځلس، پنځلس کروړه اخېستل شوي وو.

او ۲۰۱۹ کال لپاره هم د ډېری رېټاین لوبغاړو همدا قېمتونه دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی