ځوانان او زده کړې کلتور او هنر

لیک ډول او شخصیتي ځانګړنې؛ د لیکنې د سبک تر شا مو څه پټ دي؟

لیکنه: مهر تاج

ایا غواړئ پوه شئ چې ستاسو د لیکنې سبک ستاسو په اړه څه وايي؟
کله مو فکر کړی چې ستاسو لیکنی سبک، ستاسو په اړه خبرې کوي؟!

راځئ! موږ به درته ووایو چې د لیکنې د سبک تر شا څه پټ دي.

نړۍ کې د هر چا لیکنی سبک له بل کس سره توپیر لري. دلته د لیکني سبک هغه رازونه درته سپړو چې پکې نغښتي.

د الفاظو تر مینځ تشه/ واټن:

تاسو د کلیمو تر مینځ څومره فاصله ورکوئ؟

هغه کسان چې د کلیمو تر مینځ ډېر واټن ورکوي، هغوی خپلواک او ازاد خیاله وي.

هغوی چې د الفاظو تر مینځ لږ فاصله پرېږدي، د لومړنیو برعکس له نورو سره اوسېدل خوښوي.

او هغه کسان چې تر دویمې ډلې هم کلیمې جوختې سره لیکې، د نورو په چارو کې لاسوهنه خوښوي.

د الفاظو جوړښت( غټ/ واړه):

ډېری خلک غټ غټ لیکل کوي؛ خو ځينې بیا کلیمې کوچنۍ لیکي. هغه کسان چې غټ لیکل کوي هغوی ساده/سیده، ژر ملګرتیا جوړوونکي وي.
کوم کسان چې لیک یې کوچنی وي، معصوم شخصیت لرونکي وي او له خلکو سره ډېره ناسته – ولاړه او ملګرتیا نه خوښوي.
هغه کسان چې منځنی ډول( درمیانه) لیکل کوي، د هغوی ځانګړنه دا ده چې پر هر کار خورا سوچ او فکر کوي.

د لیکلو پر مهال، پر قلم فشار راوړل:

هغه کسان چې پر قلم فشار راوړي، غوسه‌ناک وي؛ خو کوم کسان چې پر قلم فشار نه راوړي او نرم لیکل کوي، خورا حساس شخصیت لري.

د انګلیسي توري(i) د لیکلو انداز:

که تاسو د ( i ) ټکی ډېر پاس لیکئ، یانې ستاسو د فکر کولو استعداد ډېر ښه دی. د لیکنې د پوهانو د وینا مطابق، هغه کسان چې د (i) ټکی نږدې پر سر ږدي، د هغوی شخصیت خورا منظم وي؛ خو کوم کسان چې د (i) ټکی د ګردي( ګول) په بڼه لیکي، شخصیت کې یې لا هم ماشومتوب پاتې وي.

د لاسلیک( امضاء) ډول:

د چا لاسلیک پېژندل چې اسانه وي، دوی ډېر د باور وړ وي.

برعکس، د چا لاسلیک پېژندل چې ګران وي او واضح نه ښکاري، دا کس درونګرا( دننپالی؟!)، په ځان کې ډوب، پېژندل یې ګران وي.

د الفاظو د کوږوالي لوری:

که د لیکلو پر وخت، لیکنه ښۍ خواته کږه شي، دا کسان له نویو خلکو سره لیدل او نوي ځای کې کار کول خوښوي.
د چا الفاظ چې کيڼ لاس ته کاږه شي، دوی په خپل ځان کې اوسېدل خوښوي, شخصي ژوند له نورو خلکو پټ او بېل ساتي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ