ټولنیز ژوند کورنی ژوند

د ماشومانو پر ځان باور ؛ ولې د ماشومانو پر ځان باور زيات کړو؟

د ماشومانو پر ځان باور د ماشوم د خوشالۍ او نېکمرغۍ لامل کيږي ماشوم مو بايد په ځان کې د هر کار د کولو وړتيا وويني، په دې برخه کې مور او پلار ډېر اړين رول لري، اړ دي چې د خپل ماشوم پر وړاندې خپله دنده او مکلفيتونه په ښه توګه ترسره کړي او لاندې برخو ته پام ورکړي.

۱- ماشوم سره مينه کول

مينه په ماشوم کې يو ځانګړی حس راپاروي مينه ماشوم ډاډه کوي او د دې زمينه برابروي چې له وېرې پرته هر کار په ښه توګه ترسره کړي، هغه ماشوم چې د مور او پلار د مينې تر سيوري لاندې لوی شي په ځان باور يې څو چنده لوړيږي په خپلو وړتياوو باور پيدا کوي او د همدې وړتياوو له مخې کولی شي د خپلو برياوو لوری وټاکي، که ماشوم د مور او پلار له مينې بې برخې شي نو يو ډول عصبي ناروغي پيدا کوي او ځان يوازې احساسوي چې دا کار يې په ځان باور ډېر راټيټوي او بې جرته لوييږي.

۲-ماشوم ته مو د وړتيا تر کچې مسوليت وروسپارئ

ماشوم ته مو د وړتيا تر کچې مسوليت وروسپارئ

ماشوم تل د خپلو مسوليتونو پر مټ بريالی کيږي او خوند ورکوي، همدا خوند او خوشالي يې په ځان باور زياتوي. ماشوم بايد مسوليت منونکی وي هغوی ته کله کله بايد کوچني مسوليتونه وروسپارل شي او دا احساس ورکړل شي چې ارزښت لري، ماشوم ته مو د دسترخوان پاکولو دنده وروسپارئ يا د ډوډۍ لوښي پرې پخلنځي ته ويسئ د دې پر ځای چې ورته ووايئ مات يې نه کړې، په دې يې ډاډه کړئ چې ته يې کولی شې.

۳- د ماشوم له رټلو او وهلو ډډه وکړئ

رټل او وهل ماشوم بې زړه کوي او په ځان د باور کچه يې راټيټوي. که غواړئ ماشوم ته مو د کومې غلطۍ له امله سزا ورکړئ نو هغوی د يو څه مودې لپاره د خوښې له کاره منع کړئ، لکه اجازه مه ورکوئ چې د څه وخت لپاره تلويزيون وګوري او يا هم د خپلې خوښې لوبه وکړي.

ماشوم مو د پيغور په بڼه د نورو ماشومانو سره مه پرتله کوئ او دا احساس مه ورکوئ چې نور له دې بهتره دي دا کار د ماشوم په ځان باور ډير کموي او هغوی تحقيروي.

۴- ماشوم مو په مثبتو جملو وهڅوئ

د خپل ماشوم د کار ستاينه وکړئ کله چې هغه کوم کار کوي نو مثبتې جملې ورته وکاروئ، د نه يې شې کولای پر ځای ورته ووايئ، هو ته کولی شې. ماشوم هر څه له مور او پلاره زده کوي نو هڅه وکړئ د منفي حرکاتو او خبرو پر ځای مثبت فکر ورولېږدوئ.

۵- ماشوم سره مو لوبې وکړئ

ماشوم سره مو لوبې وکړئ

ماشوم ته وخت ورکړئ او هغوی سره په لوبه کې برخه واخلئ په دې کار سره هغوی ځانته د يو ستر او ارزښتمن شخص ګومان کوي، لوبه مو په ماشوم پيل کړئ او تاسې ورسره يو ځای جسمي او روحي ونډه واخلئ، که مو فکر بل ځای او جسما په لوبه کې وئ نو ماشوم په دې کار ډير ژر پوهيږي او له زړه خپه کيږي.

ماشوم سره په لوبو کولو د مور او پلار فکر هم د يو څه مودې لپاره بدليږي او د خوشالۍ احساس کوي، ځکه د ماشوم يوه بېله نړۍ ده چې په ورتګ يې هر څوک د راحتۍ احساس کوي او هر څه هېروي.

۶- د ماشوم پوښتنې بې ځوابه مه پرېږدئ

کنجکاوه ماشوم تېز او فعاله ذهن لري هر څه سره د مخ کېدو سره يې په ذهن کې بې شمېره پوښتنې راپيدا کيږي مور او پلار اړ دي چې د ماشوم هرې پوښتنې ته ځواب ورکړي. که ماشوم د پوښتنو په کولو ورټۍ نو بې زړه او کم جراته لويږي او دا کار يې راتلونکي ته هم ډېر تاوان ورپېښوي.

هڅه وکړئ له ماشوم سره په هغه ډول چلند وکړئ چې بې له کومه ډار او شرم له تاسې هره پوښتنه په ډاډه زړه وکړی شي چې دا کار يې د اعتماد په نفس پر لوړوالي ډير مثبت اغېز لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

تورپیکۍ غرنۍ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

تورپیکۍ غرنۍ کابل میشته لیکواله او ژورنالیسته ده- په یاران کې یې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق خپله له لیکوالې او یاران ادارې سره خوندې دی.