هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .

امتیاب بچن : که ټولنیزې رسنۍ کاروې نو ځورونې ته به چمتو اوسې

د هند د سینما نامتو ستوری امتیاب بچن چې یو فعال بلاګر دی، د خپلو مینه والو سره د تړاو پاللو په موخه بیلابیلې ټولنیزې رسنیو( سوشل میډیا) هم کاروي. نوموړی وايي، ډیره کله په سوشل میډیا کې د خلکو له خوا له ستغو سپورو یا تیري کونکو پوسټونه سره مخ کیږي، خو اوس له دې ډول ځورونې سره بلد شوی دی او پرې دې خپه کیدو پرځای ترې خوند اخلي.

نوموړې چې د خپل ( سرکار ۳ ) په نوم راتلونکې فلم ته په تبلیغاتو بوخت دی، د چارشنبې په ورځ یې ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په ټولنیزو رسنیو خپل نظر بیانول دې ورځو کې سخت شوي؟ وویل” کله چې ټولنیزې رسنۍ کاروې باید ځورول کیدو ته چمتو و اوسې. “
ټاکل شوې چې ددې ۷۳ کلن اکټر (سرکار۳) فلم د اپریل په اومه نیټه سینماګانو ته راشي.

د رام ګوپال ورما دا فلم د سرکار په نوم د دوو نورو فلمونو د لړۍ دریم فلم دی چې امتیاب بچن په کې سوباش نګر په نوم د یو زورواکي رول لوبوي.

په سرکار درې کې له امیتاب بچن سره جګي شروف، مانوی باجپای، امیت ساد او یامي ګواتم هم په فلم کې مهم رولونه لري.

د فلم جوړونکی وايي، په دې فلم کې امیتاب بچن تر پخوانیو هغو ډیر مختلف رول لوبولی دی.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */