ادبیات کلتور او هنر

ته ګناهګار نه یې – لنډه کیسه

لیکنه: ياران

لیکوال: فضل الرحیم خروټی

کړکۍ او دروازې ته ډبلې پردې پرتې وې، سترګې یې وسولولې، پرده یې پورته کړه، د غره لمنو نه یې سترګې تېرې کړې، لمر مخ پر ښکته په بېړه را روان وه، پر مېرمنې یې غږ کړ:

چای زر راوړه، چې ناوخته کېږي.

صبر داده دروړم یې، له لږ ځند وروسته له تورې چای جوشې یې دوه ترموزه ډک کړل، ترموز په لاس کوټې ته ننوته، خیرت خو به وي، ولې ورخطا یې، چېرته ځې؟

سړی سوړ اسویلی ویسته، محمود بندي دی،لیدو ته یې ورځم.

ښځې وۍ کړه، خدایه خیر کړې، ولې بندي دی؟

تر اوسه ماته هم معلومات نسته، زه پرون خبر شوم.

ښځې په پیاله کې بوره واچوله، زیاته یې کړه، بېچاره څومره دیدنيداره دی، په ماشومتوب کې د پلار له مینې محروم شو، پروسکال یې مور په حق ورسېده، چې  اوس به په کومه بلا اوښتی وي، خیر ورشه، ترونه یې هم ور سره جوړ نه دي، یوه خور لري هغه هم سیاسره ده او د بل چا په واک کې ده. ستا د خاله زوی ده، تاته به یې سترګې غړیږي.

سړي  زوی ته وکتل، تر اوسه لا ویده وه، په ټنډه یې ښکل کړ، ښځه تر دروازې ورسره ولاړه او  د خدای پامانۍ پر مهال یې ورته وویل: ساړه زیات دي، هلک ته یو جامپر ، بوره او چای درسره راوړې!

سړي د ښه په توګه سر وښوراوه او نور روان شو، کلي ته د راغلي سړک دواړو لورو ولاړو ونو ته یې وکتل، زیړې پاڼې ورپورې نښتې وې، لاندې  یې پام شو د هرې ونې لاندې ډېرۍ زېړې پاڼې پرتې وې، باد به چې پرې را زور شو، نو له ونو او د سړک په سر پرتې پاڼې به یې له ځان سره یوړې، همداسې روان وه او له دې طبعي منظرې نه یې خوند اخیسته، چې عمومي سړک ته ورسېد، تر شېبه انتظار وروسته موټر راغی، ور پورته شو د کمپنۍ پله ته د رسېدو سره سم یې موبایل راویست؛ د محمود اوښي ته یې زنګ وواهه او کوټې سنګي ته یې راوغوښت، کله چې دی ورسېد هغه تیار د ښار موټرو سره ولاړ وه، له ستړي مه شي وروسته یې د ځای پوښتنه ترې وکړه، چې چېرته بندي دی؟

مخکې ریاست امنیت سره وه، خو دا یوه اونۍکېږي، چې پلچرخي ته یې وړی، نور دوی دلته دمه نه شول، ښایسته د موټر او پیاده مزل وروسته د زندان مخته ته ورسېدل، د زندان په وره کې بېروبار وه، تلاشۍ یو څه وخت ونیو، کله چې ننوتل، یو عسکر دوی د محمود بند خونې ته ور وستل، چې ګوري محمود خپل کټ باندې اوږد غځېدلی،  یو لیک  یې په لاس کې وه او دوه سترګې یې ورته نیولې وې، چې عسکر پرې غږ کړ، پورته غله، قاتله دوه کسه دې لیدو ته راغلي.

محمود چې حمزه او د خاله زوی یې ولید ډېر خوشحاله شو، له کټه یې لاندې راټوپ کړ، دواړو ته ور تر غاړې شو، ښایسته روغ بړ نه وروسته د خاله زوی یې ترې پوښتنه وکړه:

زه نه وم خبر، پرون حمزه راته وویل، چې سړی بندي دی، خیرت وه، ولې بندي شوې؟

محمود سر وښوراوه، اوس څه ووایم بلاله، په ویلو یې هم شرمېږي، خو خیر:

سهار مهال وه، دفتر ته د تګ په تیارۍ لګیا وم، چې زنګ راغی، ګورم خواښې مې وه، له سلام، کلام او پوښتنې وروسته یې راته وویل: د غوټۍ د تره د زوی واده دی، نن دوشنبې ده پنجشنبې ته شروع کېږي، ما ویل چې وختي خبر درکړم، چې جوړه واخلې، ځکه موږ دوست او دښمن لرو، باید وایې خلې،که یې وانه خلې، شرم دی، پوزه به مو راپرې کړې، د خلکو د خندا به مو کړې، بل زموږ لور هم په زړه هوس او ارمان لري. خلک به وايي چې لور یې ګدایګر ته ورکړې موږ نه غواړو چې د خلکو  د خندا او خبرو شو او نور یې خدای پاني واخیسته.

جیب ته مې لاس کړ، شپږسوه افغانۍ راسره وې،لس ورځې لا بل معاش ته هم پاتې وې، ځان سره مې وویل ښه په دې ته څه کوې، دا خو د کوټې مصرف ته دې هم بسنه نه کوي، خیر دفتر پر لوري روان شوم، چې غوټۍ زنګ وواهه،چرت مې خرابه وه، سم روغبړ مې ورسره ونه کړ، خو هغې راته وویل، محموده زه په زړه داسې مردار هوس او ارمان نه لرم، چې ژوند دې در تبا کړم، مور سره مې پر همدې غالمغال وکړ، چې زه بیخي واده ته نه ځم، خو هغه یې نه مني، وايي چې ډم ډول وهي زور به یې لري، رادې وړي. په مایې څه. په ما یې ګوزارونه هم وکړل، خیر ده له مانه خفه نه شې، زما له وسې هېڅ نه دي پوره.

خیر ته یې پرواه مه کوه، نه یم خفه، زه یې غمه کوم. دا مې ورته وویل او ټلېفون مې بند کړ، دفتر ته ولاړم، کار ته مې زړه نه کېده، چرتونو کې ډوب وم، اتل چې همکار مې دی، په اوږه  مې لاس  راکېښود،  خیرت خو به وي ولې داسې په چرت کې ډوب ناست یې؟

ډېر مې دېخوا هېخوا ځان ترې تېر کړ، چې نه دی خراب خو هغه نه منله، زما هم زړه پړسېدلی وه، ټوله کیسه مې ورته وکړ او زړه مې سپک شو.

هغه سر وښوراوه، ښه خی موږ دواړه یو ځناور داړي، خیر تشویش ورته مه کړه، ته باید غټ ځناور له منځه یوسې، چې دا ستونزې زیږوي، بېګاه ته کوټې ته دې درځم او د وژلو چل یې هم درته ښیم او نور خپلې شوبې پر لوري روان شو.

یو تشویش مې دوه شو او په دې فکر کې شوم، چې دا ځناور به څه وي، او کومې ستونزې زېږوي؟

خیر ورځ را باندې ډېره اوږده تېره شوه، تر ناوخته ورته انتظار وم چې اوس به راځي خو را معلوم نه شو، پورته شوم کاسه  مې رواخیسته له دیګه مې کچالو په کې رواچول، چې اتل په وره راننوت، له ستړي مه شي او روغ بړ وروسته په ګډه مو ډوډۍ وخوړه، چای مې په ګاز کېښوده او مخ مې ورواړاوه، زه دې په تشویش کې کړم هغه کوم ځناور دی، چې دا ټولې ستونزې زیږوي؟

را نیغ شو، مسک شو، لکه څې وژل ته یې ډېر تلوار لرې، دا داسې ځناور دی، چې هر ځوان هره پیغله مو ترې نالیږي سره ددې چې زموږ په دیني ارشاداتو کې ددې وژل رواه دي، خو بیا هم د جومات ملا امام، ښوونکی او د کورنۍ مشران پټه خوله دي، هېڅ لاس په کار کېږي نه.

ولې، اخر ولې؟

ولې پر وړاندې یې مبارزه نه کوي؟

سره ددې  چې  د کړغېړنې څېرې او بدنوم؛ ټولنه له ډول ډول ناخوالو سره مخ کړې، دځوان نسل رېښې یې له بېخه وایستلي؛ خو زموږ په ټولنه کې، لکه د قمیتي غمي په څېر ساتل کېږي او ساتنه یې له یوه نسل نه بل ته په میراث پاتې کيږي. که داسې ښه څيز وی هر ځوان او هرې پیغلې به ویل، ځه ښه کوي چې ساتي يې، د ټولنې په ځانګړې توګه د ځوان قشر په درد خوري خو نه داسې نه ده. ددې ګنده (مردار) ځناور له لاسه هر ځوان او هره پیغله کړیږي او د ژوند هغه خوندور پړاو یې ددې حیوان تر حکم لاندې زندان شي. دا ځناور  پر عمر خوړلو کار نه لري یوازې او یوازې ځوانانو او پېغلو ته موسک او خندانه وي. زوړ نسل ددې پر ځای، چې دا ځناور له منځه یوسي؛ په خندا او ویاړ سره د هوسۍ غوندې روزنه یې کوي. خنزیر ته هم څوک د هوسۍ په څېر روزنه ورکوي؟

کوم ځوان چې دې ځناور سره مخ شي؛ پر سترګو یې توره پرده را وغوړیږي، غوږونه یې له اوریدو ولویږي، د زړه ټکان یې تر دوه سوو پورته شي، ټول ځان یې په لړزه شي او د اخرت په خوب کې ډوب ولاړشي، لکه زه او ته چې یو. پېغلې خو ددې تور مخي او بدنامه څېرې له وېرې؛ د کور په څلور دېولۍ کې د غم شپې شمېري. هېڅ یې له وسې نه وي پوره، چې ډېره توره وکړې؛ نو نازولي لاسونه اسمان ته لپه کړي، په نمجنو سترګو او  وچو شونډو، ددې ځناور له شره د ځوانانو امان غواړي. دا خو پریږده چې څوک دوی ته ددې وحشي ځناور  د له منځه وړلو اجازه ورکړې؛ بلکې ددې ستوتزې دحل لارې لپاره مشورې ته یې هم غوږ نه ږدي. بیا هغه دی چې دوی خوارانې په محدویت و محرومیت کې د خپل ژوند خوږې شېبې یوه په بلې پسې تېروي. دا چې له پرېشانۍ د کور دننه سرونه یې سپینیږي؛ عادي خبره ده؛ ان دا چې له ډېر درد او فکره؛ د هیلو ډک زړونه او دنګ پېغلتوب یې د تورو خاورو خوراک شي. ځینې وخت اسمان هم ددوی پرحال اوښکې تویوې؛ خو زموږ د مشرانو زړونه دومره کلک دي، چې د تنکیو ځوانانو او مینه ناکو پېغلو مرګونه، تندي یې هم نه ګونځې کوي، ددي بد رنګ ځناور پر روزنه ویاړې او خوښي کوي.  نه پوهیږم اخېر ولې؟

ددې تور مخي نسل به تر کومه زموږ په ټولنه کې رېښې تازه کوي!؟  داسې کوم میړنی به پیدا شي چې دا اغزنه رېښه له بېخه ووهې!؟ دا مردار ځناور خو زما او ستا تر څنګ ټول پیژني« ولور » دی « ولور ».

دواړه له ورته حالت سره مخ یو او د دولت په دا لس دولس زره افغانۍ معاش هېڅ هم نه کېږي، نو حل لاره یې داده دا خبر یې وکړه، نور غلی شو، چرت يې وواهه، چې ما ور غبرګه کړه وایه! حل لاره یې څه ده، ژر وایه؟

په یوه شرط یې درته وایم، چې چاته به نه وايې !

ما هم وعده ورسره وکړه چې چاته یې نه وایم.

بیا یې شروع وکړه، سبا ماښام  زموږ د ګاونډي د خپلوانو واده دی، ښه پیسه داره دي او په دې هم پوهېږم چې ټول واده ته حتمي ځي، څوک به پاتې نه شي که پاتې هم شي هغه سپینږیری نوکر به وي. ته دې چرت ووهه او نور زه درنه ځم، چې ناوخته ده سبا دندې ته هم نه ځم، که دې زړه وه بیا زنګ وکړه، سمه ده!؟

ما هېڅ ورته ونه ویل: یوازې خدای پاماني مې ورسره وکړه، ګرده شپه خوب نه راته کله به قار راغی، چې ولې دې په دا خوله نه واهه، چې تاته یې د غلا بلنه درکوله، هغه هم له کوره . بیا مې زړه ته راولوېدل چې رښتیا وايي، په دې معاش خو نه کېږي، ځمکه او جایداد باندې خو ترونو سینه اچولې، که څه نیکه په حق کې شریک کړی یې، همدې فکرونو کې را ګیر وم، چې د غوټۍ سهارنۍ ژړا را په زړه شوه او د خواښې پېغورونه، زړه او ذهن مې دواړو راته ویل: د غوټۍ په خاطر دا کار حتمي وکړه، چې له جنجالو  یې راخلاصه کړې، تر ناوخته کله به په یوه اړخ شوم کله په بل اړخ، همداسې چرتونو کې را ګیر وم، خوب نه راته. یوازې سهار د ملا اذان په وخت کې پرېشانۍ وړی وم، کله چې راپاڅېدم، لمر ټوله سیمه نیولې وه نو د دفتر دې تګ تیاری مې ونیو، هندارې ته مې  وکتل، سترګې مې سرې وې، ویښته مې ګمنز کړل، له تګ مخکې اتل ته مې زنګ وواهه، نور د دفتر پر لوري روان شوم.

هغه وویل، سمه ده ماښام زموږ کور ته راشه او ټلېفون یې را باندې بند کړ، نن هم د پرون په څېر کار خوند نه راکاوه، اخر دا دې قیامت ورځ هم تېره شوه. ماښام کورته یې ورغلم. ډوډۍ او چای مو وخوړه، ساعت ته مو وکتل تر اوسه لا وخت وه، په دواړو وېره خپره وه، خو بله چاره مو نه لرله، باید دا کار مو کړی وی، ساعت نور هم ناست وو خبرې مو سره نه کولې لکه، ښه مو چې له یو بل سره خوړلي وي، نور یې را باندې غږ کړ،  نور پورته شه! لس بجې دي، داسې نه وي چې د کور خلک راشي. ور روان شوو، دواړه پر دېواله ور واښتو، د ټولو کوټو ګروپونه مړه ول یوازې د یوې کوټې ګروپ لګېدلی وه، ورو وړاندې ورغلو، له کړکۍ نه مو ور کتل، تلوېزیون ته یې ډډه لګولې وه مخکې یې ترموز او یوه پیاله له چایو ډکه ایښې وه په لاس کې یې ریموټ وه. کړکۍ ته جخته اوسپنيي ناوه راښکته شوې وه، کرا مې وډبوله او ملګری مې دهلیزته ننوت او دده دې کوټې وره سره خواته ودرېد، کله چې سپینږیری راووت، له شاه یې راونیو لاس یې پرې تاو کړ او خوله یې پرې بند کړه ما ور منډه کړه لومړی مې خوله پرې پلاستر کړه، ډېر لاس او پښې واچولې خو کلکې مې پرې وتړلې او په کوټه کې مو بندي کړ نور دکوټو په تلاشۍ مو پیل وکړ، بکس، انوارۍ، حتی بالښتونه مو هم تلاشي کړل خو څلور کوټو کې  داسې خاص څه تر لاسه نه شول، چې زموږ درد پرې دوا شي، یوازې له یوه بکسه یو بنډل د پنځه سویزو او دوه طلایي ګوټې لاس ته راغلې، هر څه مو تلاشي کړي وه، خو یوازې یوه اخري کوټه پاتې وه، هغه داسې برېښېده چې دا  د کور د مشر کوټه وه بس کوټې ته ور ننوتو، ما دې انوارۍ لوري ته ورمنډه کړه او ملګري مې بکس پر لوري ورغی، چې بکس یې خلاص کړ، هله! غږ یې له خولې راووت، ما هم په بېړه ور منډه کړه او پوښتنه مې ترې وکړه: څه دي، څه دي؟ چې له بکسه مې سترګې تېرې کړې، دوه بنډله ډالره او څو بڼدله د زرګونو پراته وه، لاس مو لا نه وه ورړی، چې د وره پر لوري د موټر غږ شو، سم له واره په بېړه د موټر دروازې خلاصې شوې،  غالمغال جوړ شو، دښځو، ماشومانو او د سړیو غږونه هم را اوچت شول، هلۍ، غله دي غله، یو اشتبا له موږ نه شوې وه، چې وورسته زه پرې پوی شوم هغه دا چې د کومې کوټې ته به ننوتو د وتو پر مهال به د هغې کوټې ګروپ رانه لګېدلی پاتې و. نور موږ هم ورخطا شوي وو او انګړ پر لوري مو رامنډه کړه، چې شاخوا مو وکتل ګاونډیان یې د بام سرو ته راختلي وه، درې څلور بامو ته مې وکتل چا سره، چریز ټوپک دی، چا سره تفانچه، حتی یوه سره لا کلشنیکوف وه، موږ معاصره وو، له هر لوري به غږ راباندې کېده، چې ونه خوځېږئ، لاسونه پورته. دې کې په وره یو کس  په بېړه راننوت تفانچه یې پر لاس وه، زموږ لوري ته یې رامنډه کړه، اتل په تفاچه کې تیاره مرمۍ تېره کړې وه، څو فیرونه یې وکړل، ما ځان یوې خوا ته خطا کړ، نور له هرې خوا نه ډځې شروع شوې . نور زه په ځان نه وم پوی شوی، چې کله په هوش راغلم، پولیسو ولچک کړی وم او لګیا دي په لغتو او سوکانو مې وهي، انګړه ته مې وکتل له ما نه لږ وړاندې همکار مې پروت وه، وړاندې وره سره یو کس اوږد غځېدلی وه، چې د کور خلک پرې راټول وه، چې پر لوړ غږ یې ژړل او یو، نیم د ښځو د ساندو هم اورېدل کېده.  نور یې زه په رینجره کې واچولم،د تحقیق پر وخت د وهلو ټکولو، د لومړۍ او دویمې محکمې د عمر بند سزا فیصله وکړه، خو دریمې محکمې زما او زما د مدافع وکیل دلایلو ته په کتو، بند یې شلو کالو ته راکم کړ.

پوزه یې کش کړه، اوښکې یې پاکې کړې، خپله پروا نه راځي، خو غوټۍ، سر یې پر زنګانو کېښود ښه شېبه یې وژړل، حمزه او بلال دلاساینه ورکوله، چې عسکر راغی، دروازه یې په ډنډه وټکوله، نور وخت ختم دی او نیغ پر دروازه کې ورته ودرېده، محمود پاڅېده یو خط یې حمزه ته ور کړ، چې دا غوټۍ ته ورسوي نور دواړو ته ور تر غاړې شو.

ماښام ناوخته کوټې سنګي ته راورسېدل، دا کړۍ یې ونه شوی کړی چې لیک غوټۍ ته ورسوي، سهار مهال یې لیک غوټۍ ته ورساوه، غوټۍ چې لیک پرانیست، پرې لیکل شوي وه:

که څه ما دا حق هم له لاسه ور کړ، چې تاته د ګرانې لفظ وکارم، زه د ټولنې او ستا پر وړاندې دومره ولېدم چې پورته کېده  ماته خو سخت ښکاري، ځکه هر څه چې خام وي پخیږي خو انسان چې خام شي پخېدل یې ناممکن دي،خیر زه حالاتو داسې مجبور کړی وم، چې داسې بد کړنه او ګناه تر سره کړم. ډېرې بښنې سره چې د ګډ ژوند کوم خوبونه مو لیدلي وه، پوره مې نه شو کړی. زما ژوند خو تبا شو او زه نه غواړم، چې ستا ژوند هم تبا کړم. نو غوره ده چې د خپل ژوند لپاره یو تصمیم ونیسې، ستا هر تصمیم زما په سر سترګو قبول دی.

غوټۍ ځای پر ځای کېناسته، ښه شېبه یې وژړل، کله چې ژړا یې ودرېده، لیک یې رواخیست ښکل یې کړ او د لیک پر څټ یې ولیکل: محموده! که څه د ژوند د ملګري لرې والی ډېر ستونزمن وي، خو زه پښتونه نجلۍ یم،  دا خو شل کاله دي تېر به شي که سل کاله هم وي زه به یې ستا په نوم ناسته یم، زه ستا یم،  ستا وم او ستا به اوسم، بیا دا خبره ونه کړې چې زه ستا پر وړاندې لوېدلی یم ته اوس هم زما د سر تاج یې او ماته ګران یې ستا هېڅ ګناه نه ده اصل ګناهګار نور څوک دي، ستا پر ځای هغوی باید بندي شي.

 

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران