Advertisements
خواړه روغه سټه

د ژېړو غوړیو ځانګړتیاوې

  • ژباړه: ملیحه ناصري

ژېړ غوړي په ټوله نړۍ کې پلویان لري او ښه په خوند خوړل کېږي. ژېړ غوړي په میاشتو میاشتو له یخچال پرته ساتل کېدای شي. ریښه یې هندوستان ته ورګرځي، خو اوس په آسیا، سوېلي افریقا او خپله هند کې کارول کېږي.

ځانګړنې یې:

سربېره پر دې چې ډېر غوړ دي (A, E, D) ویټامینونه هم لري. اومېګا (۳) غوړ اسیدونه په دې غوړیو کې شته. ځینې نور خواص یې دا دي:

  • انرژي ورکوونکي دي: په ژېړو غوړیو کې هغه غوړ شته چې وجود اړتیا ورته لري او انرژي ورکوي. داسې حال کې چې ډېری غوړي انسان چاغوي.

  • حساسیت (آلرژي)  کموي: بل خاصیت یې د حساسیت کمول دي، که شیدې او تروې پکې نشته او هغه کسان چې هاضمي ستونزې لري دا غوړي ورته ښه دي.

  • زړه ته ګټه لري: زیاتره خلک داسې ګڼي چې ژېړ غوړي او کوچ دواړه زړه ته سخت تاوان لري، په داسې حال کې چې  ژېړو غوړیو کې ګټور غوړ شته، اومېګا (۳) اسیدونه هم لري چې د وجود اضافي او ناکاره کلسټرول کموي او د غوړو پر وړاندې مقاومت لوړوي.

  • له هضمي سیسټم سره مرسته کوي: دا غوړي (بوتریک اسید) لري چې وجود ته مو ګټور دي. وروستیو څېړنو ښودلې چې بوتریک اسید د هضمي سیسټم ستونزو ته ګټه لري او راکموي یې. له همدې امله اوس ځینې روغتیایي متخصصین هغو کسانو ته چې د (کولمو ټپ)  لري، د ژېړو غوړیو د خوړولو سپارښتنه کوي. پخوانو هم د هضمي ستونزو له مینځه وړلو په خاطر همدا غوړي خوړل.

قبضیت ته هم ګټه لري. که دوې کاشوغې ژېړ غوړي په یوه پیاله تودو شیدو کې واچول شي او تر ویده کېدو مخکې وڅښل شي، قبضیت ورکوي.

  • ازاد رادیکالونه له مینځه وړي: همدا بوتریک اسید، اې ویټامین او لیوییک کیونژوګا اسید ژېړو غوړیو ته د سرطان ضد ځانګړنه ورپه برخه کړې. له همدې امله د ازادو رادیکالونو مخنیوی کوي او د سرطان مخه نیسي.

  • سترګو ته ګټه لري: اې ویټامین، کارتنویید، انتي اکسیډانټونه د ازادو رادیکالونو مخه نیسي او د سترګو د کسو شاوخوا د ژېړو لیکو د پیدا کېدو مخنیوی کوي. کله چې له سترګو څخه پر له پسې ډول اوښکې روانې وي، د هغو مخه هم نیسي.

  • دفاعي سیسټم پیاوړی کوي: په ژېړو غوړیو کې شته بوتریک اسید هغه ګټور غوړ دي چې د وجود (T لنفوسیټونه)  ډېروي. او دا لنفوسیټونه د دفاعي سیسټم اړین مواد دي.

  • د سړې هوا پر وړاندې د وجود مقاومت ډېروي: د هندوستان پخوانۍ درملنه ( آیورودا)  نومېږي او دې درملنه کې د وجود د تودوخې لوړولو لپاره ژېړ غوړي کارول کېږي، ځکه دا غوړي له دنننه انسان تودوي او د سړو پر وړاندې یې مقاومت ډېروي.

  • پوستکي ته ګټه لري: ژېړ غوړي له پخوا راهیسې د پوستکي د ښکلا لپاره کارول کېږي. دا غوړي پوستکی ښایسته او نرموي.

پاملرنه: پورتنۍ ځانګړنې ژېړ غوړي له کوچو رابېلوي، خو لکه څنګه چې ومو ویل، ژېړ غوړي یوازې غوړ دي یانې خالص غوړي دي، نو ډېر خوړل یې تاوان هم لرلی شي. په خوړلو کې یې احتیاط کوئ او پر له پسې یې مه خورئ. یانې لږ لږ موده ځنډ پکې راولئ. که کومه ځانګړې ناروغي لرئ، له خپل روغتیاپال سره د ژېړو غوړویو د خوړلو په اړه مشوره وکړئ. که چېرې ژېړ غوړي مو خوښېږي ځان باوري کړئ چې پاک او خالص دي.

سرچینه: chetor. Com

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ