Advertisements
سینما او موسیقي کلتور او هنر له نړۍ

دغه فلم کې ۹ کاله مخکې د کرونا وایروس وړاندوینه شوې وه

لیکنه: مهر تاج

ژباړه: مهرتاج

عامه ذهنيت دا دی چې انسان یوازې د ستونزو د هېرولو یا فکر بدلولو په موخه فلمونه ګوري، مګر ډېر ځله معامله برعکس هم کېدای شي.

کله به مو داسې نه وي اوريدلي چې ۹ کاله وړاندې جوړ شوی یو فلم دې په ټوله نړۍ کې حقیقتاً خپور شي بلکې په شپږو ممالکو کې دې فلم عملي هم شي؟!

هو، داسې وشول، هغه هم له چین څخه د ټولې نړۍ بیلابیلو هېوادونو ته د ۲۰۱۹ ناول کرونا وایرس په نتیجه کې.

د ډاریکټر “اسټیون سودربرګ” د ۲۰۱۱ کال “کونټیجن” نومی فلم له چین څخه د خپرېدونکي کورونا وایرس په نتیجه کې نوې بڼه غوره کړي، چې تر حیرانوونکي حده اوسمهال خپور شوي وایرس سره کافي ورته والی لري.

د دې فلم پیل د داسې یوې میرمنې په لیدو کیږي چې له “هانګ کانګ” څخه مینیسوټا ته له یوې عجیبه ناروغۍ سره ستنېږي. څو ورځې وروسته مري، ورپسې د هغې په مېړه او کورنۍ کې د نوموړې ناروغی نښې/ علایم څرګندیږي بلکې په ټوله نړۍ کې وبا خپریږي.

په نوموړي فلم کې داسې بدترینې منظرې ښودل کېږي چې څرنګه افواهات او غوغاوې خپریږي، د خلکو ترمنځ اندېښنې راولاړوي، ټولنیز ژوند په بد رقم متاثره کوي؛ د قرنطین سربېره چور تالان، خالي هوایي ډګرونه، د انسانانو یوه او بله خوا پراته د هډوکو اسکلېټونه وغیره لیدل کېږي.

د دې فلم کاسټ هم عالي شوی چې پکې “میټ ډیمن، کیټ ونسلیټ، جوډي لا، لورین فشنبرن، ماریون کوټیلارډ او برائن کرانسټن شامل دي.

پر ټوېټر مختلفو مبصرینو د دې فلم په سوژه پوسټونه کړي چې پکې ویل شوي؛ داسې معلومیږي چې په نوموړي فلم کې د کورونا وایرس وړاندوینه شوې ده.

په نوموړي فلم کې له متاثرینو سره د واکسین لپاره تر ممکن حده د هڅو کردار ښکاره کولو ترڅنګ یوه پټه معما هم نغښتي ده چې څرنګه پالیسي جوړوونکي غلطي فیصلې کوي یا هم په پوره غور او فکر ترسره شوي اقدامات تر کومه حده د هلاکت سبب کېدای شي.

کله چې نوموړی فلم ریلیز شو نو د دې فلم یو تن ویاند د سریزي په شکل وویل:

« د دې فلم څه حصه افسانوې بڼه لري، یو څه حقیقي او په ټوله کې ممکن/ شونې هم ده

که مو فکر کړی وي؛ په فلم کې د ” ایم ای وي1 ” نومي وایرس خپرېدل ښودل شوي دي او اوسمهال د کورونا وایرس په مختلفو ممالکو کې څرګند شوی چې دمګړۍ خلک د وبا پر ځای ګلوبل پبلک هیلت ایمرجنسي په نښه کوي، مګر په فلم کې د دې یادونه هم شوې چې “ایم ای وي ۱ ” یوه حیواني ناروغي ده کومه چې له څارویو څخه انسانانو ته لېږدول شوې ده، لکه څرنګه چې اوس د کرونا وایرس په هکله ویل کیږي.

په نوموړي فلم کې هم وایرس له یو (Bat) “ښاپېرک/ خُفاش” څخه چې په چینایي مارکیټ کې پلورل کېږي یعني د یو څاروې په ذریعه یوې امریکایي میرمنې ته لیږدول کېږي.

د اوسني کورونا وایرس په هکله هم ویل کیږي چې له یو ښاپېرک څخه خپور شوی او د ووهان ښار په یوه غذایي مارکیټ کې کوم پلورل شوي څاروي په ذریعه انسانانو ته لیږدول شوی دی.

(آيا دا یوازې یو تصادف بللی شو!؟ )

که په مکمله توګه د کورونا وایرس خپرېدلو سره ورته والی نه لري چې د ۲۹ ورځو په جریان کې یې په ټوله نړۍ کې د یو نیم کروړ انسانانو څخه زیات ووژل، حلانکه د کورونا وایرس شمیر په دومره موده کې ۲۱۰ تنه ښودل شوی دی.

که څه هم دغه شان نور مختلف تضادونه هم لري، بیا هم دا فلم د کورونا وایرس خپرېدو پېښې ته ډېر ورته فلم دی.

د وايرس د خپرېدو د وړاندوینې ځینې نور فلمونه؛

یوازینی فلم “مګتریه ” نه دی چې پکې د دغسې وبايي مرض خبر ورکوي بلکې ګڼ نور فلمونه هم موجود دي.

د زومبيز د فوج/ عسکرو په وبا د هاوليووډ ډېر فلمونه جوړ شوي دي، لکه “دي اومیګا مین، ورلډ وار زيډ او  pandemic، خو په ځینو کیسو کې د داسې فکر وړاندوینه هم کېږي چې د انسانيت وجود ته اصلي خطره وسلې نه بلکې وژونکي جراثيم دي، د کوم مثال چې د ۱۹۷۱ کال “اینډرومیډا اسټرین” نومی فلم دی؛ د یو کتاب څخه یې یادونه کړي ده چې د دې وړاندوینه په ډېرو فلمونو کې شوې ده چې د ساینس او ټیکنالوجی پرمختګ د انسانیت د زاوال سبب کېدای شي.

دغه راز په نوموړي موضوع جوړ شوي ۲ ډېر مشهور فلمونه چې یو د ۱۹۹۵ کال ۱۲ مکنیز دی چې ساينس فکشن فلم دی په کوم کې چې د ټایم ټریول (په وخت کې د سفر) په ذریعه پلیګ وایرس مخه نیول ښودل شوي چې ګڼ شمېر انسانان له منځه وړي.

دویم “آؤټ بریک” فلم دی په کوم کې چې په هوا کې موجود وایرس له افریقا څخه امریکا ته انتقالیږي چې ساینسپوهان یې د مخنیوي لپاره له وخت سره جنګیږي.

په دې اړه يوازې کيسې او افسانې مشهورې نه دي بلکې تېر کال نيشنل جیوګرافک تلويزيوني چينل “دي هاټ زون” په نوم پر حقايقو ولاړه لړۍ هم خپره کړې وه چې پکې د ۱۹۸۹ کال ايبولا وايرس د راښکاره کېدو او د امريکايي پوځي ساينسپوهانو له لوري پر بيزوګانو د هغو د ممکنه اثراتو تجربه کول ښودل شوي وو.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ

%d bloggers like this: