لړۍ: یو څوک باید ولرې… ۹ برخه

 

یو څوک باید ولرې،

کله چې ورته ووایې، زموږ ختمه شوه، زه تا نور پرېږدم، ” ته په ما شک کوي ” !
هغه دې له مټه ونیسې، سترګو کې سترګې دروګنډې او درته ووایي؛ « نړۍ کې ډېر داسې خلک شته، چې هم شک کوي او هم ژوند کوي.. “که ته مې پرېږدي، شک به یې وګټي او که راسره پاتې شي، نو ژوند به وکړو”»

 

ـ یو څوک باید ولرې،
چې درته ووایې، پوهېږم؛ زما نه بغییر دې بل څوک نه کوي،همدا ماته راپاتې یې، دا لویه قربانې هم باید زه ورکړم.

 

ـ یو څوک باید ولرې،
چې د نیمې شپې ککاو، چاکلېتو ته دې زړه وشي، هغه دې بهر بوځي، دوکانونه بند وي، د دوکان قلف مات او ککاو درته د نغدو په بدل کې راغلا کړای شي…

ـ یو څوک باید ولرې، چې درته ووایې:
محترمې! آېفون نه، خو دا د اخلاص بنګړې، دې نازکو مړوندو ته راوړلی شم.

ـ یو څو باید ولرې،
چې کله ورباندې غوسه شې، هغه معصومه څېره غوره کړي او درته ووایي؛
که مور مې مړه نه وای، نو داسې به نه راباندې غوسه کیدلی، زړه دې څنګه په یو یتیم ژړولو کېږي، مور مې نشته، یتیم یم.. اوبال لرمه…!!

 

ـ یو څوک باید ولرې،
چې ورته ووایې، په یوه خبره نه پوهېږم؛
زه تل له تاسره جنګونه کړم او ته تل راته خاندي. ملامته زه وم او بښنه هم ته غواړي، ولې؟!!
هغه درته ووایې:
ځکه چې؛ زه نه غواړم ته خفه شې او یا دې له لاسه ورکړم.. ګني،
« ستا هره ادا جنګ دی، خو دا زه یم صبر ناکه»

ـ یو څوک باید ولرې،
چې کله یې په سینه سر ولګوي، خپل دروندوالی د هغه په مهربانه سینه حس کړې او ورته ووایې: زما د ارامګاه بالښت باندې خو به ډېر فشار نه راځي .. درد، شخوالی او یا هم ستړتیا؟
ځواب کې ووایې:
ای لیونۍ، « دا سینه نه ده، دا ضد زرې ده زرې»

ـ داسې یو څوک باید ولرئ، چې ځنې خفه وې، د اختر په شپه درته ووایي: راځه چې نور« اوربند اعلان کړو» او تر څو مې چې ونه بښې، راپخلا نشي، نه به کالي واغوندم او نه هم ولاکه اختر وکړم…!