خواړه

د ياقوت پلو د پخولو طریقه دلته زده کړئ

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه: مریم محمدي

د وریجو پخول بېلابېل ډولونه لري، لکه: ماش پلو، قابلې پلو دې ته ورته نور، نن درته د آلو بالو پلو يا ياقوت پلو د پخولو اړه معلومات درکوو چې کولای شي تاسو یې هم پوخ کړئ.

۱- د اړتیا وړ مواد:
– وریجې يو كيلو
– چرګ يوه دانه
– غوړي ۵۰۰ ګرامه
– آلو بالو يو كيلو
– بوره نیم كيلو
– زعفران يوه كاچغه
– پسته او بادام هر يو ۵۰ ګرامه
– پیاز دوه دانې
– مالګه د اړتیا وړ

۲ د پخولو طریقه:
اول ورېجې خيشتې کړئ، د آلو بالو مندكې یا زړي، وكاږئ، بوره په یو دیګ کې واچوئ، پر اور باندې يې کيږدئ چې جوش شي، د مربا په څېر ټینګه شي، بيا يې را كښته كړئ او کيږدئ يې چې ساړه شي.

وروسته د چرګ غوښه ومينځئ، بیا له پياز، مالګې او اوبو سره يې داسې پخه کړئ چې تر پخېدو وروسته نيم ګيلاس ښوروا ولري.

له کابل څخه ولسي جرګې ته خپلواک نوماند الحاج عزت الله نیازی

بيا چرګ ټوټه ټوټه كوئ او غټ هډوكي يې ځنې وباسئ. ورېجې صافې کړئ او دوه، درې قاشوغي غوړي او نيم ګيلاس اوبه په دېګ كې واچوئ او پر اور يې کيږدئ چې جوش شي.
بيا صافې كړې ورېجې په دېګ كې واچوئ بيا له بورې مو چې مربا جوړه کړې، هغه ور اضافه کړئ، خو درې یا څلور قاشوغې مربا په بل کوښې کې وساتئ، چې بيا يې د ورېجو پر سر ور واچوئ.

بیا غوښه، آلوبالو، پسته، بادام زغفران او ښوروا په صافې کړو ورېجو اضافه کړئ، د ۲۰ دقيقو لپاره یې په نرم اور کیږدئ.

کله چې د ياقوت پلو پوخ شو د تیارولو په وخت کې له ډېرې ښې سليقې کار واخلئ: لږ زعفران په ګرمو اوبو کې خيشته کړئ، يوه غټه كاچوغه مربا او د بادام او پستې خلال ور سره ګډ ګړئ، بیا غوښه له دېګ را باسئ او ورېجې په دېګ كې سره مکس یا ګډوډې کړئ، په ګرد سپین غوري كې يې واچوئ، د غوښو ټوټې، د بورې مربا، زعفران، پستې او بادامو خلال په منظم ډول پرې واچوئ، بیا یې د کورنۍ له غړو یا هم ملګرو سره یې نوش جان کړئ.
ښه اشتها ولرئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي