مارچ 9, 2021

ډېوېډ هسي؛ ظاهرخان به خپل لوبډلمشر ګلېن مکسوېل ته ښه لوبه وکړي

Advertisements

 
د افغانستان لېګ برېک کیڼ لاسی چېنامېن توپ‌اچوونکی ظاهرخان پکتین د اسټرالیا په بېګ باش لیګ کې د مېلبورن سټارز لوبډلې وپېره.
ظاهرخان تېر کال له مجیب الرحمن سره یو ځای په برېسبین هیټ لوبډله کې لوبېدلی و؛ خو سږ کال ورسره مېلبورن سټارز لوبډلې تړون وکړ.
د دوی په لوبډله کې دوه لېګ برېک بالران شول، چې یو یې ظاهرخان او بل یې کلېنټ هېن کلېف دی.
د لوبډلې روزونکي ډېوېډ هسي وایي « مونږ ظاهرخان واخیست، هغه کیڼ لاسی مړوند بالر به خپل مختلف بالېنګ نندارې ته وړاندې کړي او د خپل لوبډلمشر ګلېن مکسوېل سره به غوره لوبه وکړي».
له ده سره په دې لوبډله کې به ویسټ انډیزی کیمو پال هم یو ځای شي، نیکولاس پوران هم په یاد لیګ کې اخېستل شوی دی.
د اسټرالیا کرکټ بورډ وایي، مخکې له دې چې لوبغاړي اسټرالیا ته راشي، باید په ۱۴ ورځې قرنطین تېر کړي.
کیموپال په هوبرټ هرېکېنز لوبډله کې اخېستل شوی دی.
د هریکېنز لوبډلې روزونکی ریکي پونټېنګ دی او دی په آی پي اېل کې هم د ډیلي لوبډلې روزونکی و.
په ډیلي لوبډله کې له ده سره کیموپال لوبېدلی و او د هغه د توپ اچونې له جادو څخه اغېزمن شوی دی؛ نو ځکه یې د بېګ باش لیګ لپاره په هرېکېنز لوبډله کې وپېره.
د اسټرالیا کرکټ بورډ دوو سترو ذمه واریو ته ځواب وایي
روانه میاشت کې د هندوستان کرکټ لوبډله هم اسټرالیا ته ځي او هلته له اسټرالیا سره تاریخي ټېسټ لوبې باکسېنګ ډی هم کوي.
د اسټرالیا کرکټ بورډ اوس هڅه کوي، چې هم د بېګ باش لیګ لپاره چمتووالی ونیسي او هم د هندوستان خلاف ټېسټ او نورو لوبو ته لوبډلې اعلان کړي.
یاد بورډ اوسمهال د بېګ باش لیګ لپاره په تلاش کې دی او لوبغاړي اخلي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ